د الله او د إله د کلیمې تر منځ توپير څه دی؟

امام محمد علي الصابوني په خپل تفسیر ( صفوة التفاسیر) کې لیکلي دي(1):

د الله(جلت عظمته ) لفظ اسم عَلَمْ ( اسم خاص) دی چې له هغه پرته بل څوک په دې نوم کې نشي شریک کېدلی او دا نوم په تنهایی سره له لوی خالق تعالی څخه پرته بل چاته نشي استعمال کېدلی ــ او امام قرطبي ( رحمه الله ) ویلي دي: (( هذا الاسم ( الله ) أکبرُ أسمائه سبحانه و تعالی و أجْمعُها، و هو لِلموجود الحق ، الجامع لِصفات الالهیة)).

د لوی څښتن تعالی په نومونو کې تر ټولوستر نوم الله دی چې خورا ستر مفاهیم پکې راجمع شویدي او یواځې د حق موجود لپاره کارول کیدلی شي او د ډېرو الهي صفتونو راجمع کوونکی اسم دی.

خو د (إله ) لفظ بيا د باطل او هم د حق د معبود لپاره کارول کیږي ــ یعنې دا لفظ نه یواځې د الله تعالی لپاره، بلکې د هغه څخه پرته د بل چا لپاره هم استعمالیدلی شي.

د اسم الجلالة ( الله ) ځینې ځانګړتیاوی: ( 2)
د موضوع د فحوی سره سم د الله تعالی په لفظ کې د شتو خصائصو او ځانګړتیاوو لنډه یادونه کوو چې دا ځانګړ تیاوې هغه ځانګړنی دي چې په بل لفظ کې نشي تر سترګو کېدلی، د بېلګې په ډول:

your ads

• که چېری د الله له لفظ څخه د الف توری حذف شي د ( لِله ) لفظ پاتې کیږي، لکه د سورة الفتح په7 آیت کې چې فرمايي ( و لِله جنودُ السموات و الأرض ..). یا هم په سورة الفاتحه کې چې الله تعالی فرمايي ( الحمد لِله رب العلمین).
• : که چېری د ( لِله ) د لفظ څخه یو بل لام هم حذف شي؛ نو بیا د ( لَهُ) کلیمه رامنځ ته کیږي، لکه لوی څښتن تعالی چې په سورة الزمر 63 آیت کې داسې فرمايي: ( له مقالیدُ السموات و الأرضِ …).

•  که چېرې د ( لَهُ) د لفظ څخه بیا هم د لام توری حذف شي؛ نو په نتیجه کې د هُوَ ضمیر رامنځ ته کیږي، لکه لوی څښتن تعالی چې په سورةُ الإ خلاص کې فرمايي: (( قُل هو اللهُ أحد).

• همداراز که چېرته ځیر شو؛ نو وینو چې د ( إله ) لفظ د أَلَهَ د لفظ څخه مُشتقه او اخستل شوی کلمه ده چې د معبود په معنی سره دی ــ دا برابره خبره ده چې که دا د حق معبود وي او د باطل. (3)

• د الله تعالی لفظ جمع نه لري خو د( إله ) لفظ جمع لري چې آلهه دی .

• د انګلیسي په ژبه کې الله (جلت عظمته ) ته چې د ( GOD ) کلیمه کارول کیږي هیڅکله هم پورتني لوړ مفاهیم نشي افاده کولی، ځکه په انګلیسي د( GOD) کلیمه جمع هم لري چې (Gods) دی او د مؤنث لپاره ېې (Goddess) او د (God father ) کلیمه او ( God son) …کلیمې هم استعمال لري، خو ستر الله تعالی له دې ټولو نقائصو څخه پاک او منزه دی. (4 )

• د جاهلیت په زمانه کې عربو به چې د کومو خدایانو عبادت تر سره کاوه هغوي ته به ېې د آلهه لفظ کاروه چې د (إله ) د لفظ جمع ده او دا ځکه چې دوي د لوی الله تعالی څخه پرته د بل چا عبادت ترسره کړی ؤ او هغه مهال په عربو کې هیڅ څوک همداسې نه ؤ چې دوي دې خپلو أصنامو ( بوتانو ) ته د الله لفظ وکاروي.

•  حتی د جاهلیت په زمانه کې هم که له یو عرب څخه به پوښتنه وشوه چې ته چا پیدا کړی ېې ؟ ویل به ېې: الله ، چې د قرآن کریم په سورة لقمان کې د همدې خبرې یادونه شوېده چې فرمايي : ( وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السمواتِ والأرض لَيَقُولُنَّ الله ) [لقمان: 25].

•  د المعجم المُفهرس لألفاظ القرآن الکریم کتاب کې راغلي دي چې: د اسم الجلاله ( د الله لفظ ) په قرآن کریم کې (1762) ځلی راغلی دی، خو بیا داسې سورتونه هم موندل کیږي چې په هغې د الله لفظ یو ځل هم نه دی راغلی چې دا ټول 29 سورتونه دي لکه سورة القمر ــــ سورة الرحمن ــ سورة القلم ـ سورة القیامة ــ سورة المرسلات او د قرآنکریم داسې نور وروستي سورتونه: سورة الکافرون ــ سورة المسد ــ سورة الفلق او سورة الناس …. چې دا سورتونه د قرآنکریم د نیمايي دویمه برخه تشکیلوي. (5)

همداراز په قرآنکریم کې داسې سورتونه هم شته چې په هغې کې د اسم الجلاله یو ځل یادونه شوېده چې دا 13 سورتونه دي لکه: السجدة، ق، الحاقة، المعارج، ، التين، العلق، الهمزة او داسې نور چې دا هم د قرآنکریم د نیمايي د دویمې برخې سورتونه دي..
• په قرآنکریم کې داسې سورت هم شته چې د هغې په هر آیت کې د الله د ښکلي او سپېڅلی نوم چې یو قائم او دائم ذات دی یو ځل یا څو څو ځلی یادونه شوېده لکه: سورة المُجادلة.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1): صفوةُ التفاسیر لِلامام محمد علي الصابوني صفحه 20 تفسیر سورة الفاتحة( الفوائد) چاپ دارُالفکر.
(2): مجلة المجتمع
(3): http://www.al-eman.com .اللطيفة الرابعة: الفرق بين لفظ: الله و لفظ الإله.
(4): مترجم
(5): المعجم المفهرس لألفاظ القرآن الكريم، او همدا ر از في موقع القرآن الكريم على شبكة المعلومات الدولية الإنترنت.

ژباړه: محمد خالد ( ملکزی)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب