د واده لپاره د سودي بانک څخه قرض اخیستل څنګه دي؟

زه یو ځوان یم او د واده سره مینه لرم او د ژوند د دې هیلی د ترسره کولو لپاره غواړم له یو سودي بانک څخه قرض واخلم تر څو د واده چارې او مصرفونه مې آسانه شي؛ نو زما لپاره دا کار روا دي ؟

د محترم ورور د دې پوښتنې په ځواب کې وایو چې: اصلا په سود سره راکړه ورکره حرامه ده او دا تحریم له قرآن او سنت څخه ثابت دي او د ټولو علماو
په دې باندی اجماع ده؛ نو که څومره هم ژوندنیزې ستونزې له مونږ څخه د دې کار غوښتنه وکړي ، مونږ ته دا رواء نه دي چې داسې کار تر سره کړو
.
اوس که یو څوک کور، موټر ، واد ه او یا هم داسې نورو حوائجو ته اړتیا ولري؛ نو دا ددې معنا نلري چې یو انسان دې هغه څه تر سره کړي کوم چې لوی څښتن تعالی پرې حرام ګرځولي دي.

مؤمن مسلمان ته ښايي چې له خپل خالق تعالی څخه ووېرېږي او هغه د خپلو کارونو او اقوالو مُراقب (څارونکی) وګڼي او د آخرت تلپاتې ژوند د دنیا پر دې لنډ مهاله او موقتي ژوند باندی غوره وګڼي او که چیری په خپل چاپیریال کې داسې یو څوک ومومي چې مرسته ېې وکړي؛ نو دا به د ده لپاره ډېره غوره وي او که چېرې څوک پیدا نکړي؛ نو دا خو کولی شي چې د یو مسلمان ورور څخه یو څه مبلغ قرض کړي.

خو چې سود پکې نه وي او که چیرې هیڅ څوک و نه مومي تر څو مرسته ورسره وکړي؛ نو بیا دې له صبر او زغم څخه کار واخلي چې دا کار به ېې له خورا زیاتو ثوابونو څخه ډک وي او هر څو ک چې د لوی پروردګار لپاره یو کار پرېږدي؛ نو هغه ( جلت عظمته ) به هم نوموړي ته غوره بدله ورپه برخه کړي؛ نو تا ته نه ښايي چې د خپلې نوې کورنۍ بنسټ د ګناه په کارونو سره پیل کړي.

لیکنه: استاذ فضل الله ( ممتاز)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب