په اوداسه یا غسل کې د مصنوعي اندامونو د وينځلو حکم

الاستفتاء: د ځینو خلګو لاسونه یا پښي مصنوعي [دپلاستک یاکوم بل شي څخه جوړوي، ] په اوداسه کې هغه څه حکم لري؟ مسح یا مینځل یې ورباندي ضروري دي اوکنه ؟ ضیاء الرحمن

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:
په اوداسه کې دمصنوعي اندامونویااعضاوپه هکله دعلماورایه  داده چې که چیري ددي اندامونوجوړښت داسې ؤچې دجراحی عمل څخه پرته یې خلاصول اولیري کول شونی نه ؤ،یاداچې خورا په تکلیف سره  خلاصيدل  نودا مصنوعي عضوداصلي عضوحیثیت لري لهذاپه غسل کې اوبه ورسول واجب دی اوکه له هغه اندامونوڅخه وي چې په اوداسه کې پریمینځل کیږي نوداوداسه په مهال یې پریولل واجب دي .
اوکه دا اعضاء داسې وي چې په اساني سره له  بدنه جداکیدلی شې نودغسل یااوداسه په مهال دي دغه مصنوعي اندامونه لیري کوي اوداصلي اندام حصي ته دي اوبه رسوي .ددي مثال په فقه کې دهغي ګوتي یالاس ده چې پیدائشې ډول زیات تخلیق شوی وي .
[کمافي الدرالمختاروردالمحتار ۱\۷۶وکذاالزائدة ان نبت من محل الفرض کاصبع وکف زائدتین والافماحاذامنهمامحل الفرض غسله ومالافلا الخ ]وفي المغني ۱\۶وان خلق له اصبع زائداویدزائدة في  محل الفرض وجب غسلها مع الاصلیة الخ وایضافیه وان تعلقت جلدة من غیرمحل الفرض حتی تدلت من محل الفرض وجب غسلها. مترجمامن جدیدفقهي مسائل لعلامه خالد ص۱\۹۵ الهند.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب