په انسان د شیطان سلطه

هر بنده سره د پیدایښت له اولې ورځې شیطان ملګری کیږي تر هغه چې له دې دنیا ولاړ شي،په دغه ټول وخت کې شیطان د بنده ګمرا کولو او بې لاري کولو نه یوه شیبه غفلت نه کوي، داسې ملګرتیا لکه چې د ده خپله وینه په رګونو کې ګرځي.

عن صَفِيَّةُ بِنْتُ حُيَيٍّ رضي الله عنها قالت: قال النبي(صلی الله علیه وسلم):إنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنْ ابْنِ آدَمَ مَجْرَى الدَّمِ. (متفق علیه)
ژباړه: رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمايلي: یقیناً شیطان د بني آدم د ویني دجریان په ځایو کې ګرځي (لکه څنګه چې وینه په رګونو کې تګ راتګ کوي)
له اُم المؤمنین سیده صفیه بنت حی(رضی الله عنها) نه امام بخاري او امام مسلم (رحمهما) سر بېره نورو محدثینو هم روایت لري چې فرمايي:حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) درمضان میاشت په وروستۍ لسیزه(نبوي مسجد)کې اعتکاف وو،یوه شپه ئې لېدو ته ورغلم، یو شیبه ناسته وم، خبرې مو وکړي، پاسېدم چې لاړه شم، حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) پاسید چې زما ملګرتیا وکړي،څو قدمه له ماسره وړاندي لاړ چې دوه تنه انصار(صحابه کرام) له هغه ځایه تېرېدل،هغوی چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ولید په خپل تګ کې تېزوالی وکړ(داحترام،شرم او حیأ په خاطر چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم،له خپلې مېرمنې سره دی)  حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: عَلَى رِسْلِكُمَا، إنَّهَا صَفِيَّةُ بِنْتُ حُيَيٍّ،: تلوار مه کوئ؛ دا صفیه بنت حی(زما مېرمن) ده، هغه دوو تنووویل: سبحان الله، ایا ستاسو په هکله دچا په ذهن کې هم بدګماني راتلی شي؛
حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)وفرمایل: إنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنَ ابْنِ آدَمَ مَجْرَى الدَّمِ، وَإنِّي خَشِيْتُ أَنْ يَقْذِفَ فِي قُلُوبِكُمَا شَرّاً،اوقال:شَیْئاً.
رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)وفرمایل: یقیناً شیطان د بني آدم د ویني دجریان په ځایو کې ګرځي (لکه څنګه چې وینه په رګونو کې تګ راتګ کوي) زه ووېرېدم چې شیطان ستاسو په زړونو کې بده اندېښنه اچولي وي، یا ئې ستاسو په زړونو کې څه(بدګمان) راولاړ کړی وي.

رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)خپل صحابه مخاطب کوي،چې شیطان هره لحظه او شیبه خپل ګذار کوي او خوښ لري چې په زړونو کې شک او شبهات ولاړ کړي، تر دې اندازي محتاط او اغېزمن عمل کوي څنګه چې وینه په بدن کې ګرځي را ګرځي همداسي شیطان د انسان اغوا کولوپسي ګرځي، نو لازمه دی چې هر څوک د بد ګمانيو مخه په څرګندو لارو ونیسي، تر څو خپله او نور له ګناه وژغورل شي، دا مبارک هدایت او لار ښوونه د ټول امت لپاره دلاري مشعل دی.
دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دبعثت په زمانه کې دا مشکل بلکې ناممکن وو چې خلک پوه شوي وی چې دانسان په وینه او بدن کې نورژوندي مخلوقات هم ژوند او فعالیت لري،مګر یواځي د کلکې عقيدي په اساس د مؤمنانو یقین او باور وو چې څه پیغمبر(علیه السلام) فرمايي حقیقت او واقعیت دی،مګر نورو ته دمنلو نه وو،لاکن نن په څرګنده او نه پټيدونکې توګه دا حقیقت ښکاره دی چې وینه کې سره او سپين کرویاتو سر بېره نور مخلوقات هم ګرځي را ګرځي او همدا راز د بدن په داخل بلکې په رګونو او ځانګړیو ځایونو کې متحرک اوهوښیار ژوندي مخلوقات ژوند کوي یو نه بلکې زیات لکه په ملیونونو ژوندي سپرمونه .
شیطان په وسوسي قدرت لري، لکه څنګه ئې چې آدم(علیه السلام) وسوسه کړ، وئې لغزاوو چې همدا خوېدل ئې له جنته د وېستولامل وګرځيد.

 

له وسوسو د خلاصون لار

د شیطان له تسلطې په قوت، مالي پانګې او نور اسبابو ځان نه شئ خلاصولی، څومره چې ورنږدې کېږئ هومره دتباهي لورته مو ټېله کوي،د خلاصون ئې یوه لار دی هغه داچې دالله سبحانه وتعالی په ذکرمو ژبه تل لمده او زړه مطمئن وي، شیطان خوار او نامراده کيږي،که خدای مکړه ژبه او زړه بې پرواشو شیطان پرې تسلط پیدا کوي،چې کله ئې تسلط پیدا کړ،دخواخوږي او طمعي په ښودلوداسي مرګوني ګذارونه کوي چې انسان ژغورل ترې زیات مشکل وي.
هر زړه چې دالله سبحانه وتعالی له ذکر او یاده غافله شو شیطان پرې سلطه پیدا کوي، په کوم زړه چې شیطان مسلط شو دنیا او اخرت ئې بربادوي.

قال الله تبارک وتعالی:اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ،(المجادله:۱۹)
ژباړه:شیطان پرې مسلط شوی نو دالله یادونه ئې ترې هیره کړې، دا ډله دشیطان حزب دئ، پام چي یقیناً همدا دشیطان دحزب(غړي) تاوانیان دي.
مګر هغه بندګان دشیطان له شره او اغوا کولو آمان پیداکوي چې الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسي او تل ئې په زړه او جوارحو دالله سبحانه وتعالی یاداو ویره خوره وي.

حضرت رسول اکرم (صل یالله علیه وسلم ) فرمائې: ثلاثَةٌ عُصِموا مِنْ اِبْلِیسَ: الذَّاکِرُونَ لِلَّهِ وَ الْبَاکُونَ مِنْ خَشْیَةِ اللَّهِ وَ الْمُسْتَغْفِرُونَ بِالْأَسْحَار.(بحار الانوار)
ژباړه: درې ډلي (بندګان) دابلیس له اغوا په آمن او خوندي وي،هغه چې تل دالله سبحانه وتعالی په ذکر او یاد مشغول وي، دالله له ویري ژاړي او هغه چې سهار او بیګاه استغفار وايي.

شیطان او ملایکو هڅه

قال الله (عزوجل): لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ.(الرعد:۱۱)
ژباړه:ده ته په مخکي او تر شائې پرله پسې راتلونکي ټولګي چي دالله په حکم ئې ساتنه او څارنه کوي.
دالله عزوجل په حکم د هر بنده سره د کرام الکاتبین ملایکو سر بېره نور ملایکي هم ملګري دي چې شپه او ورځ ئې مامؤریت بدلیږي ،خو یوه شیبه ئې هم یواځي نه پرېږدي،له دې ملائکو نه ځينې دمحافضینو(ساتونکو) په توګه دندې لري چې د بنده تر مخ او شا شپه او ورځ ساتنه او محافظت کوي، دهمدې ملایکو له وېرې شیطان او پېریانو سر بېره نور حیوانات انسان ته تاوان نه شي رسولی، مګر کله تقدېر پوره وي بیا دا ملایکې یو خواته کیږي.(تفسیر ابن کثیر: قول دابن عباس رضی الله عنهما)

شیاطین په بدو آمر او وسوسه کوي نور تسلط نه شي کولی تر هغه چې بنده ئې ونه غواړي.
عن عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) قال: قال رسول الله(صلی الله علیه وسلم): ما مِنكُم مِن أحَدٍ، إلَّا وقدْ وُكِّلَ به قَرِينُهُ مِنَ الجِنِّ، قالوا: وإيَّاكَ يا رَسولَ اللهِ؟ قالَ: وإيَّايَ، إلَّا أنَّ اللَّهَ أعانَنِي عليه فأسْلَمَ، فلا يَأْمُرُنِي إلَّا بخَيْرٍ.
وفي رواية: وقدْ وُكِّلَ به قَرِينُهُ مِنَ الجِنِّ وقَرِينُهُ مِنَ المَلائِكَةِ.(رواه مسلم و…)
ژباړه:حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم): هیڅ یو له تاسو نه دی چې دهغه سره شیاطین اوملایکي ملګري نه وي،عرض وشو:ای دالله (عزوجل) استازیه! تاسو سره هم؟، حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: هو! ما سره هم،خو الله(عزوجل) زه پرې غالب کړی یم،ماته تابع شوی ،هغه (جن)یواځي ماته په حق آمر کوي.
(فأسْلَمَ ) په مبارک حدیث کې د هغه جن، په اړوند ویل شوي چې سیدناحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) سره توظیف وو.
لمړی دا چې سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) بشر او بنده دی، کوم چې عام انسانانو سره ملائک(کرام الکاتبین، محافظین) او جنیات وي له هغه سره هم ول، ځکه هغه هم من حیث البشر یو انسان وو.
قال الله تعالی: قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ:ووایه: یقیناً زه فقط ستاسو په څېر یو بشر یم.( الكهف: ۱۱۰) دبشر په صفت ورسره جنیات وو،خو الله سبحانه وتعالی دی پرې غالب کړی وو، په مبارک حدیث کې (فأسْلَمَ ) کلمې معنی: دشر او وسوسي نه ئې په آمن کې وو.
(فأَسلَمَ) مسلمان شوی وو، په دعوت دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) پرته له خیره ئې په پل څه آمر نه کوو.

دا یو حقیقت دی او اسلامي لار ښوونه چې تاسره د پیداېښت له ورځي ملایک او جنیات ملګري دي دمرګ تر هغه چې ستا ساه په بدن کې دی، ملایک په خیر او نېکیوآمر کوي شیطان په بدیو او ګناه،کله چې دساه(روح له قالبه ووت) نور دشیطان له وسوسي او اغوا خلاصېږي مګر دملایکو ملګر تیا نه ختمېدونکي ده.
نو هغه ملګرتیا ته غېږ پرانېزئ چې پای نه لري په دنیا کې هم بریالیتوب دی او په اخرت کې هم.

لیکوال: احمد الله عاطفي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب