د ږيرې او بريتو شرعي حكم

پوښتنه
د اصلاح آن لاين محترمو چلوونکو ته
السلام عليکم ورحمة الله و برکاته
آيا د ږيرې د حدودو په باره کې معلومات راکولاى شى، د مثال په ډول د کښتنۍ شونډې لاندې ويښتان په ږيره کې حسابيږي او که نه او په همداسې ډول د زنې لاندې ويښتان په ږيره کې حسابيږي او که نه؟
همداراز د بريتونو خريل په کومه طريقه سره بهتر دي؟
ډيره مننه د اصلاح آن لاين له چلوونکو څخه

ځواب
قدرمنه وروره
وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
الله تعالى دې له مونږ سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو متبع وګرځوه.
ستا د پوښتې په اړه مختصر ځواب په دې توګه دى:
لومړى: ږيره پريښودل د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مؤکدو مبارکو سنتو له جملې څخه دى، هرڅوک چې خپل ځان د رسول الله صلى الله عليه وسلم امتي او متبع ګڼي نو بايد چې خپله ږيره له شرعې احکامو او آدابو سره سمه اوږده کړي او ان شاء الله تعالى چې الله تعالى به اجر ورکړي.

دوهم: د ږيرې حدود

د ږيرې په لويولو او اوږدولو کې دوه معتبر اقوال موجود دي:
لومړى دا چې ږيره بايد همداسې اوږده پريښودل شي څومره چې اوږديږي هماغومره غوره او بهتره ده چې اوږده شي، له لنډولوسره به يې کارنه لري دوهم قول دا دى چې کله ږيره له قبضې څخه زياته شي نو بايد د قبضې په اندازه لنډه شي، يو لور، بل او ښکته لور ته بايد له قبضې څخه زياته نه شي.
لکه څرنګه چې ږيره پريښودل سنت عمل دى په همدې توګه ږيره د يوه موټي او قبضې په اندازه لڼدول هم سنت دى او له قبضې څخه يې زياته اوږدول مکروه عمل دى، زما له نظره همدا غوره قول دى او د ږيرې ډير اوږدول غوره کار نه دى.

دريم: د غمبورو ويښتان، او له شونډې لاندې ويښتان له ږيرې څخه شميرل کيږي او که نه ؟

your ads

په دې اړه هم د پوهانو تر منځ مختلف اقوال موجود دي، خو زما د معلوماتو مطابق غوره خبره دا ده چې دا ډول ويښتان د ږيرې له جملې څخه ندي او که څوک يې کلوي او يا يې په بياتي سره لنډوي، د شريعت له مخې کوم باک نه لري، البته د طبعي مکروهاتو له جملې څخه شميرل کيداى شي په دې معنى چې کله کوم کس د خپلو غمبورو (مخ) ويښتان په چاړه او يا پاکۍ سره اخلي نو د مخ ښکلايې له منځه ځي، د مخ د پوستکي رونق يې له منځه ځي نور نو د شريعت له پلوه د ږيرې له جملې څخه نه شميرل کيږي او په همدې توګه د لاندينۍ شنډې لاندې غونچه ويښتان د اصطلاح له مخې ورته عنفقة ويل کيږي هم اخلافي خبره ده خو بهتره به دا وي چې پريښودل شي.

څلورم: بريت

د بريتو په اړه سنت طريقه دا ده چې بايد له لاندې پلوه دومره اندازه پورته کړل شي چې پاسنۍ شونډه يې ورڅخه راښکاره شي. د دې لپاره چې د خوراك او څښاک په شيانو کې ښکته او ډوب نه شي او له پاسه پلوه بايد دومره ټيټ کړل شي چې پوستکي ته ورنږدې شي او څرمن ور څخه راښکاره شي د دې لپاره چې د خيرو ځاله ترې جوړه نه شي. البته له بيخه يې کلول يوه اختلافي موضوع ده چې ايا کلول يې سنت، بدعت او که موثله ده، خو په دې اړه غوره خبره دا ده چې له سوچه کلولو څخه يې بايد ځان وساتل شي يواځې په بياتي باندې يې لنډل کفايت کوي، ځکه چې ځينو معبرو پوهانو د بريتو کلولو ته بدعت او موثله ويلي دي.

ډير اوږده بريتونه پريښودل د شريعت له مخې بد کار دى، البته که څوک د بريتونو لکۍ چې د فقهې د علم د اصطلاح له مخې ورته (سبالتين) ويل کيږي کوم باک نه لري چې پريښودل شي خو په دې شرط چې د اوبو څښلو او د خوراکي شيانو د خوړلو په لوښې ترې ښکته نه شي او له ږيرې سره يو ځاى کړل شي
و الله اعلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب