دماغي ( عصبي) سکته نښانې، عوامل او پایلې (مرګ ،فلج)

دماغي ( عصبي) سکته نښانې، عوامل او پایلې (مرګ ،فلج)

مغزي سکته هغه وخت مینځ ته راځي  چي په ناڅاپي ډول د دماغ کوم رګ بند او یا هم  وشلېږي. د دماغي سکتې پایله مرګ او یا هم دبدن د کومي عضوي فلج دی .

د دماغي  سکتې د علاج  په وخت کي هره ثانیه حیاتي ارزښت لري ،کله چې  اکسیجن  بدن ته ونه رسیږي  د څو دقیقو په تېریدا د دماغ  دحجراتو له مینځه تلل شروع کیږي .

هغه درمل چي  دوینې غلظت کموي  کولای شي  چي د دماغ د حجراتو د له مینځه تلو مخه ونیسي البته که دوا د مرض د نښانو په لومړیو دریو ساعتونو کي مریض ته شروع شي .

هغه وخت  چي د دماغ د کومې برخې دحجراتو له مینځه تلل پیل شي  دبدن ځیني برخې چي د دماغ د همدي له مینځه تلونکې  برخې په واسطه کنټرولیږي  خپل کار پریږدي .  په همدې خاطر دماغي  سکته یو اوږد مهاله فلج یا معیوب والی مینځ ته راوړي .

د دماغي سکتې  نښې:

–    د بدن ناڅاپي بې حسي  په خاص ډول  دبدن  د یوه طرف.

–    په یوه یادواړو سترګو کې د لیدلو ناڅاپي تغیرات.

–    په  ناڅاپي ډول او بي له کومه علته د سر دسخت در د شروع.

–    د سر ګرزیدل. په سختي سره په لار تلل او د تګ په وخت کي دتعادل له مینځه تلل.

–    پرېښاني، په سختي سره خبري کول او په سختي سره پوهیدل .

د دماغي سکتي ډولونه :

دوه ډوله دماغي سکته وجود لري  او د هر یوه ډول یې ځانګړې درملنه ده.

1-    ایسکیمیکي دماغي سکته :

د د‎ې ډول سکتې سبب  په دماغي رګونو کې د وینې دغلظت یا ټینګ توب مینځ ته راتلل دي چي له امله يې د دماغ کومې برخې  ته دوینې د رسېدو مخنیوی کېږي او  دا ډول  سکتې  ډېري پېښېږي .

2-    د وینې دماغي سکته:

د دې ډول  سکتې سبب  په د ماغوکې د وینې د کوم رګ  شلېدل او په  مغزو یا دماغو کې خونریزي ده،  چې په ډیره سختي سره بندیږي .  دا ډول مغزي سکتې ډیري کمې پېښېږي  او په ډېرو پیښو کي مریض مري .

یو بل ډول  مغزي سکته  دکوچنۍ مغزي سکتې (mini-stroke) په نامه وجود لري چي په حقیقت کې  عارضي ایسکیمیکي  سکته ده چې په موقت ډول د  دماغو په رګونو کي د وینې جریان له اختلال سره مخ شي  او داسي نښی نښاني ښکاره کړي لکه  د دماغي سکتې، خو کله چې د وینې جریان  بیرته جریان پیدا کړي  او وینه دماغ ته ورسیږي هغه علایم  خپله کرار کرار ورک شي .

دا ډول مغزي سکته په حقیقت کې  یو اشاره ده ترڅو ناروغ په دې پوه شي چې دماغي سکته پیښیدونکي ده او ژر تر ژره   باید ناروغ  معالجه شي .

د دماغي سکتي علتونه:

د مغزي سکتي یو مهم سبب اتیروسکلیروسیز (د شریانونوسختیدل) دي.  شریانونه  یا دویني  لېږدونکي رګونه  د غوړ و، کولسترولو، کلسیم او نورو موادو په  زیاتیدو  سره تنګیږي  او کیداي شی د ویني کومه ټوټه  په همدي باریک رګ یا لار کي پاته شي او دماغ ته دویني درسیدو سره د دماغي سکتي سبب شي.
هغه دماغي سکته چي په دماغ کي  دخونریزي له امله مینځ ته راځي ډیر سبب  یي د ویني لوړ فشار دي .

د دماغي سکتي د تشخیص  لار  (FAST):

1-    F  یا Face   (مخ)  :

په دي ډول تشخیص کي  ډاکتر له تاسو غواړي چي وخاندي او ډاکتر ګوري چې ستاسو دخولي  لاړي  (اوبه ) له یو لوري راځي که  له دواړو .

2-    A  یا مټ ) (Arms    :

ډاکتر له تاسو غواړي چې ولاړ شئ  او ګوري چي دبدن  یو طرف خو مو  لاندي ځوړند نه ښکار ي .

3-    S  یا خبرې( Speech)   :

ډاکتر یوه ساده جمله په تاسو څو کرته تکرارو ي او ګوري چي خبري سمي کولاي  شيئ .

4-    T   (Time)   وخت  :

وخت ډیر مهم دي  که هر یو له دي نښو څه ولیدل شي باید ژر تر ژره خپل ځان په جدي ډول تداوي کړئ.

د دماغي سکتي دسبب  د تشخیص لاري چار ي:

کله چې  ناروغ دپورته علایمو په لیدلو  متخصص ډاکتر ته  مراجعه کوي تر ټولو لومړی دا ډېره اړینه ده چې  د دماغي سکتي ډول معلوم شي.

د سي ټي سکین د عکس یا معایناتو په کولو دا معلومیدای شي چې دماغي(عصبي )  سکته د ویني د رګ د بندیدا له امله مینځ ته راغلې او که د وینې در ګ د شلېدا له امله .

نور معاینات هم شته چي د دماغي سکتې  د پېښېدو دقیق ځای او ډول په ګوته کړ ي.

د دماغي سکتي د خطر  اسباب:

–    د ویني د فشار لوړیدل

–    د کولیسټرولو ډیریدل.

–    شکره

–    چاغ توب

–    سګریټ څکول

–    کم حرکت درلودل (ورزش نه کول)

–    دالکولو یا شرابو ډیر استعمال

غذايي   سببونه:

–    یو نامناسب غذايي رژیم  د دماغي سکتي د زیاتېدو سبب ګرځي . دغوړو او کولیسترولو  زیات استعمال  د ویني د رګونو د تنګیدا سبب ګرځي .

–     د مالګي زیات استعمال  دویني فشار لوړوي.

–    د زیاتي کالوري  درلودنکو (مقوي ) خوراکي موادو مصرف  د چاغوالي سبب ګرځي.

–    یو مناسب خوراکي رژیم چي په هغه کې د سبزیجاتو ،سبوس لرونکې  غلې ،ماهي او مېوو استعمال کولای شي د دماغي سکتو په کمېدو کې  زیات تاثیر ولري.

د دماغي سکتي هغه عوامل چي نه کنټرولیږي :

–    د عمر زیاتیدل او یا د دماغي سکتي  کورنۍتاریخچه.

–    جنیست  هم په دماغي سکتو کي ډیر رول لر ي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب