د خوب د کمښت له وجې د انسان دماغي توازن خرابیږي!؟

هرانسان له اوو څخه بیا تر نه ساعته پوري باید لازمي خوب وکړي، کچیري دانسان خوب پوره نه وي نو دماغي توازن یی خرابیږي ناامیدي ورسره پیداکیږي اوپه منفی فکرونه باندي اخته کیږي.

دخوب دکمي له کبله انسان بی ځایه چاغیږي، ذیابیطیس یی زیاتیږي اودویني پشاریی لوړیږي، له بی پامي سره مخ کیږي اویاداشت یی کمیږي. 
دیو اټکل له مخي په امریکا کي له پنځه سوه زره څخه بیا تراوه سوه زره پوري بالغه خلګ دخوب دکمي له وجي په رنګارنګ ناروغیو باندي اخته دي.
چي هرکال زیات تعداد خلګ داړونده ناروغیو له کبله ژوند له لاسه ورکوي، دناروغیو په وړاندي دمبارزي ددفتر دسرشمیرني له مخي امریکا کي هردریم سړي له اوو ساعتونو څخه هم کم خوب کوي.
اوزیات خلګ داسي هم لیدل شویدي چي دخوب په حالت کي موټر چلوي، اودخوب په حالت کي دموټردچلولو له کبله هرکال په امریکا کي ۱۵۵۰ خلګ مړه کیږي او۴۰ زره ټپیان کیږي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب