مرکزي عصبي سیستم؛ دماغ او شوکي نخاع

مرکزي عصبي سیستم (Central Nervous system)

مرکزي عصبي سيسټم له دماغ او شوکي نخاع څخه جوړدی. دماغ هغه ځای دی چې معلومات پروسس او ذخيره کوي او همدا دماغ د بدن د وظایفو او افکارو مسئوليت پر غاړه لري. عصب پوهنه هغه علم دی چې د دماغ په ګډون مرکزي عصبي سيسټم مطالعه کوي.

دماغ (Brain)

په بالغو انسانانو کې دماغ درې پاونډه وزن لري. دماغ پخپله يو نرم نسج دی چې رنګ یې سپين او يا ګلاپی وي. دماغ له څو برخو څخه جوړ دي او هر يوه برخه يې بيلابيلې دندې لري. دماغ اکبر يا سریبروم cerebrum  په منځ کې په دوه برخو ويشل شوی دی چې هر يوه یې د مغز نیمه کرې په نامه ياديږي. د دماغ نيمه کرې بيا پخپل نوبت پر څلورو لوبونو ویشل شوي دي.‌ عصب پوهانو دا دواړه نيمه کرې د دماغ چاپیره هډوکو جوړښت ته په پام سره په لوبونو ویشلي دي.
د دماغ څلور لوبونه په لاندې ډول دي:

  1. فرانټل يا مخکينی لوب
  2. پريټل يا جداري لوب
  3. ټيمپورل يا د شقیقې لوب
  4. اوکسپيټل يا شاتنی لوب

مخکینی لوب (Frontal lobe)

فرانټل يا مخکينی لوب د دماغ په وړاندينۍ برخه کې موقيعيت لري. دا برخه هغه وخت پوخوالي ته رسیږي چې يو سړی پنځه ويشت کلنۍ ته ورسيږي. دا برخه د پلان جوړونې، احساساتو او خبرو کولو دندې پر مخ وړي. همداراز دا هغه ځای دی چې د يوه شخص ځانګړتياوې په کې ځای لري. په دې معنی چې دا برخه د يوه شخص زياتره چلند او کړه وړه کنترولوي. څرنګه چې دا لوب ډیر لوی او د ککرۍ په وړاندينۍ برخه کې موقيعيت لري، د دماغ زياتره صدمات په همدې برخې کې پيښيږي.

جداري لوب (Parietal lobe)

پريټل يا جداري لوب د اوکسيپيټل هډ برسیره او فرانټل يا وړانديني لوب شاته موقعيت لري. د دماغ دا برخه د تماس، حرارت درجې، درد او فشار په اړه معلومات کنټرولوي. دا لوب حسي معلومات همغږي کوي او دا زمینه برابروي چې يو شخص خپل ټول چاپيريال په دقيق ډول درک کړي. که دا برخه تخريب شي، یو شخص ښايي د همغږۍ، حرکاتو او د بدن د درد په تشخيص کې پاتې راشي.

شقیقي لوب (Temporal lobe)

د ټيمپورل يا شقيقې لوب د دماغ په څنګ کې موقيعيت لري. د دې لوب اصلی دنده د غږیزو معلوماتو تعبير دی. په دې معنی چې دا لوب هغه معلومات پروسس کوي چې يو شخص يې د سامعې حس له لارې ترلاسه کوي. دا لوب د خبرو او حافظې په برخه کې هم ونډه لري. فکر کیږي چې د شقیقې لوب له دماغ سره د موقتې حافظه نه دايمي حافظې ته د معلوماتو د انتقال په برخه کې مرسته کوي.

شاتنی لوب (Occipital lobe)

اوکسپيټل يا شاتنی لوب د هغو معلوماتو د تنظیم وظيفه پر غاړه لري چې د باصرې حس له لارې يې ترلاسه کوي. دا لوب د پرييټل يا جداري لوب او د ټيمپورل يا شقيقې د لوب تر شا او لاندې موقيعيت لري. د دماغ دا برخه له موږ سره د اشکالو او رنګونو تر منځ توپير تر څنګ د سترګو له خوا لیدل شويو معلوماتو په پروسس کې مرسته کوي.

شوکي نخاع (حرام مغز)

شوکي نخاع د ملا د تیر په منځ کې ځاې لري. او مغز له محیطي عصبي سیستم سره نښلوي. مغز له بدن څخه پیغامونه او معلومات د شوکې نخاع له لارې ترلاسه کوي او له همدې لارې بدن ته له مغزو څخه ټول فرمانونه لیږدول کیږي. شوکي نخاع عصبي ریشتو پورې نښتې ده. دشوکې نخاع هر یو عصب یوه بطني او یوه ظهرې ریشته لري. بطني ریشته خوځیدونکي نیورونونه لري چې پیغامونه له مرکزي اعصابو څخه غضلو او غدو ته وړي. ظهري ریشته حسي نیورونونه لري چې له حسي اخذو څخه اطلاعات مرکزي عصبي دستګاه ته لیږدوي. شوکي نخاع د بدن د ځنو غبرګونو مرکز هم دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب