جامع څه ته وايي؟

د حدیثونو جامع څه شی دی؟

جامع: د احاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې د حديث پوهنې دعلم حديث په اتوبابونو مشتمل دى لکه عقايد ، احکام ، تفسير تاريخ ، اداب ، رقاق ، غزاگاني ، مناقب (اصحابو کرامو ستاينې) او فتن ، بخاري او تر مذى جامع کتابونه دي ځکه چې دغه پورته اته بابونه لري خو تر مذى ته سنن ترمذى هم ويل کيږي دا په دې سبب چې دفقهې د بابونو په ترتيب سره ليکل شوي دي او په مسلم کې اختلاف دى چې ايا هغه جامع دى او که نه ؟ ځينې علما کرامو ورته جامع ويلى دى ځکه چې تفسير باب لري خو ډير لنډ دى او د همدغه لنډ تفسير له کبله يې جامع بولي او تفسير يې لنډ او کم بولي که چيرې تفسير يې پوره واى بيا ددغه علما کرام په نزد مسلم هو جامع و او د مولانا محمدزکريا رحمه الله عليه په رايه مسلم جامع دى او هغه لنډ تفسير ته اعتبار ورکوي .
فضل قادر انډیوال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب