دماغ

 

دماغ د الله پاک په قدرتونو کې یو عجیب تخلیق دی چې د دې په وجه د انسان ټول ژوند برابرېږي، د دې په وجه انسان ښه او د بدو تمیز کوي او د دماغ پہ اشاره او پہ حکم انسان نقل، حرکت، خبرې او نور کارونه کوي، دغه شان استدلال، تفکر، تدبر، تأمل هم د دماغو صلاحیت دی.

دماغ چونکه د جسم اهمه حصه ده دغه وجه ده چې اللہ ﷻ د دماغو حفاظت پہ سختو هډوکو، کوپړې کې دننه کړی او هډوکی ورته د مظبوطې قلعه پہ شکل دی، د دماغو مثال پہ شان د کمپوټر دی، د انسان په دماغو کې دومره کنګش دی چې که چېرته دا په ځمکہ باندې خواره کړي، نو ټولہ ځمکه به پټه کړي، خو اللہ پاک دا پہ وړه کوپړۍ کې را جمعه کړي دي.

د هر انسان دماغ د یو ملیون څخه زیاتو مخصوصو خلیو؟eells .  څخه جوړ شوی دی، چې هغې ته نیوران(Neuran) وایی، داخل یې خپل خاص کار د یو کرب څخه زیاتو حساسو نري تارونو او د رګونو  په ذریعه کوي چې له دماغو څخه نیولې او په ټول بدن کې خواره شوي.

بعضې ماهران وایي چې په هر انسان کې زر میلیونه عصبي خانې دي چې له دې څخه نري رګونه وتلي دي او په ټول بدن کې خواره شوي دي، د ملا تیر د دماغو څخه شروع شوی تر د ملا پورې راغلی، له دې څخه په سوونو رګونه په جسم کې خواره شوي دي لکه څنګه چې په تليفون کې دوه تارونه وي یو د پیغام د وړلو لپار بل د پیغام راوړلو لپاره.

your ads

مثلا د انسان په پښه باندې چې خطرناک شی کښېني نو سمدستي د یو رګ په ذریعه د ماغو ته خبر ورکړي چې پې په پښه  باندې خطرناک شی ناست دی، او د دوهم رګ په ذريعه دماغ لاس ته حکم وکړي چې دا خطرناک شی لرې کړه.

کله چې انسان د دې شي د لرې کوکو اراده وکړي نو د بدن ۷۰۰٫ پټۍ په حرکت راشي او د لاس پہ ذریعه دا شی لرې شي، همدا ډول دا دماغ د انسان د بدن مختلفو برخو ته د وینې د لېږلو او بندولو حکم وکړي، مثلا څوک په مونږه بريد کول غواړي نو زمونږ دماغ د بدن هرې برخې ته ځانته ځانته حکم کوي، د دې سړي سترګې سرې شي آننګي یې اوپړسېږي، زړه یې ژر ژر حرکت شروع کړي، د دې لپار چې د بدن هرې برخې ته وینه په مناسب انداز ورسېږي.

بیا کله چې یو سړی زخمي شي او له بدن څخه یې وینه روانه شې نو دماغ يې د وینې د بندولو او د بدن د حفاظت حکم وکړي، نو د وینې هغه سخت مواد کوم چې په سپینو ذراتو مشتمل وي، دغه ذرات د دې روانې وینې په ذریعه د زخم خلې ته ځان ورسوي او په هغه ځای کې جمه شي، آن چې وینه تتل مسدود شي، نو دا سپین ذرات د دې وینې د بندولو کار هم کوي او د قوت مدافعت کار هم کوي، اوس که چېرته کوم جراثیم په دې زخم له بهر څخه لېږي هغه هم ختموي او بدن ته له دننه تلو څخه یې منعه کوي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب