دانګورو ۲۰ فایدې

انګور يوه ډيره ګټوره ميوه ده چې د ويټامين (A,C,B6)او Folic acid او ځينې نور ضروري منرالونه لکه پوتاشيم ،کلسيم،اوسپنه ، پاسپورس ،مګنيشيم او سلينيم لري.

د انګورو يو څو مهمې ګټې په لاندې ډول دي

1. نفس تنګي ناروغي د کنترول لپاره : لکه څرنګه چې انګور د معالجه کونکې ميوې په حيث پيژندل شوی نو کولاي شو چې د نفس تنګي ناروغي د کنترول لپاره استعمال کړو ځکه چې انګور په زياته اندازې سره اوبه لري چې دغه اوبه په سږو کې د نفس تنګي د پيښو د کميدو سبب ګرځي .

2. د هډوکي تندرستي او قوت لپاره: انګور د اوسپنې ،مس او مګنيشيم يوه غوره منبع ده کوم چې د هډوکي د جوړيدو او قوت لپاره ډير مهم منرالونه ګڼل کيږي، نو که چيرې په خپلو خوړو کې د انګورو خوراک اضافه کړو نو مونږ به د اوستيوپورو سيز(Osteoporosis) او مګنيزم هم د بدن لپاره يو مهم عنصر ده کوم چې د ميتابوليزم د عمليې په وخت کې د پروتين په هضم کې ،د کوليجن(Collagen) په جوړولو کې او هم د عصبي سيستم ترسره کولو کې ډيره مرسته کوي .

3. د زړه ناروغۍ د کنترول لپاره : انګور په وينه کېد Nitric Acid اندازه ډيروي چې په نتيجه کې د وينې د پړنديدو مخنيوئ کوي نو ځکه انګور د زړه د حملي د کميدو لپاره يوه مؤثره ميوه ده او همدارنګه په وينه کې د کولسترول اندازه هم کموي.

4. د نيم سرې تبې(Migraine) د کنترول لپاره : د پاخو انګور جوس د نيم سرې تبې د کنترول لپاره ډير ښه علاج دی بايد په سهار کې د اوبو د ګډولو نه بغير وڅکل شي په خاص ډول د نيم سرې تبې د کنترول لپاره د سروانګورو اوبه وڅکل شي.

5. د قبضيت د ناروغۍ د مخنيوي لپاره : انګور د قبضيت له منځه وړلو لپاره يوه مهمه ميوه ده ځکه انګور عضوي تيزاب ،بوره او سلولوز لري او د کولمو عضلات قوي چې په نتيجه کې د اوږدې مودې لپاره دقبضيت د اراميدو سبب ګرځي.

6. د بد هضمي له منځه وړلو لپاره : انګور د بد هضمي يو مهم او ښه علاج ده او هم د نس درد ارام کوي.

7. ستوماني له منځه وړي: سپين او روښانه انګورو جوس په خپل ساختمان کې اوسپنه لري چې د ستوماني د کميدو سبب ګرځي او د وينې کموالي ناروغۍ هم په ډيرو انسانانو کې مينځ ته راځي نو انګور ستاسو په بدن کې د اوسپنې او نورو منرالونو توازون رامنځته کوي چې د اوسپنې د کمبود په نتيجه کې هډوکئ کمزوی کيږي او انسان د ورو ودې سبب ګرځي.

8. د شکرې ناروغۍ د کنترول لپاره : نوو څيړنو ښودلې ده چې د انګورو پوستکې په وينه کې د شوګر يعنې د شکرې ناروغي د کنترول لپاره يو عجيه فعاليت کوي.

9. د غاښونو د ساتنې لپاره : د نوو څيړنو له مخې سره انګور او د انګورو تخمونه د غاښونو ساتنه کوي.

10. د پښتورګو د ناروغيو د کنترول لپاره : انګور د Uric acid د تيزابيتو تاثيرات کموي او د سيستم څخه تيزاب له منځه وړي نو په پښتورګو باندې د فشار او زور د کميدو سبب ګرځي او همدارنګه انګور په زياته اندازې سره اوبه لري نو د يورانيش عمليه تيزوي

11. د وينې د کلسترول د کموالي لپاره: انګور د Pterostilene يو مرکب لري چې دغه مرکب ددې ظرفيت لري چې په وينه کې د کلسترول اندازه کمه کړي.او همدارنګه د انګورو په پوستکي کې Saponin موجود ده چې د کلسترول سره په يوځاي کيدلو سره يې د کلسترول د جذب کچه کميږي.

12. د بکتريا او وايرسونو د فعاليت د کنترول لپاره : سره انګور ډير قوی د بکتريا او وايرسونو د خاصيت ضد فعاليت کوي کوم چې انسان په وايرسونواو بکترياوو پواسطه د اخته کيدنې څخه ژغوري او همدارنګه د پوليو وايرس کنترول لپاره هم يوه قوي مانع دی او انګور انسان په کولمو او د بدن په نوروسيستمونو کې د بکترياوو پواسطه د اخته کيدنې څخه ساتي.

13. د سينې سرطان د کنترول لپاره : نوو څيړنو ښودلې ده چې انګور د سينې د سرطان ناروغۍ کنترولوي ،دسينې د غوټو دحجم په کميدلو کې هم مرسته کوي د انګورو د اکسديشن ضد عمليې په درلودلو سره د ټولو سرطاني ناروغيو د کنترول لپاره ګټور دی چې د انګورو جوس يا اوبه د سينې د سرطان د کنترول لپاره ډيې موثرې دي خصوصاً د ښځينه د سرطان ناروغي په ډير ښه ډول کنترولوي.

14. په زيات عمر لرونکو خلکو کې د حفاظي د کمزوري ناروغۍ (Alzheimr’s ) د کنترول لپاره : انګور په خپل ساختمان کې پولي پينول درلودونکئ دی چې د زيات عمر لرونکو خلکو حفاظې د کمزوري د ناروغۍ اندازه کموي،مطالعو ښودلې ده چې انګور د دماغو هم قوي کوي،د برتانيې Nutrition Claim په نوم مجلې په يوه ليکنه کې ذکر کړي چې د انګورو اوبه د دماغو وظايف اصلاح او ښه کوي خصوصاً د هغه زيات عمر خلکو کې کې چې د هغوئ دماغو ته صدمه رسيدلې وي

15. د سترګو ناروغۍ د کنترول لپاره : انګور کولای شي چې د عمر مربوطه د سترګو د ديد د کموالي او د سترګو ناروغيو مخه ونيسي. په ميامي پوهنتون(Miami University) کې اوسنيو څيړنو دا ښودلې ده چې انګور غني غذا ده کوم چې سترګې صحتمندې ساتي او د سترګو د ديد د کميدو مخه نيسي.

16. د انسان دفاعي سيستم د قوي کيدو لپاره : انګور د منرالونو سره سره ويټامينونه(A,C,K,B6) لري نو انګور زمونږ د بدن ډيرو سيستمونو صحت ته پرمختګ ورکوي په خاص ډول سره دفاعي سيستم ته ډير پرمختګ ورکوي.

17. د سترګو د شبکوري ناروغۍ د کنترول لپاره : انګور د اکسديزيشن ضد موادو په درلودلو سره د free Radical(هغه ماليکولونه چې يو ماليکول د بل ماليکول ځاي نيسي او هغه ماليکول له منځه وړي ) سره کلکه مقابله کوي او له منځه يې وړي چې Fee Radical د سترګو د شبکوري ناروغۍ زياتوي

18. په وينه کې د تيزابو د زياتوالي کنترول لپاره

19. د تبې او کم خوني د کنترول لپاره

20. جنسي غړو د بې نظمي د کنترول لپاره :

پورته 18,19,20 نمبرو ناروغۍ د وچو انګورو يعنې د مميزو په خسړلو سره کنتروليږي او همدارنګه مميز د تبې د کنترول لپاره هم کولاي شو چې استعمال يې کړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب