د خپل منځي شخړو حل

زما بندګانو ته ووایه چې پخپلو کې یوه بل ته تر ټولو ښې او خوږې خبرې کوئ، بې شکه شیطان ستاسو په منځ کې شخړې رامنځته کوي،
وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ . الإسراء 53.

شیطان د بنيادم دښمن دی، دی کوښښ کوي بنیادمان سپکو او پوچو خبرو ته وهڅوي، چې په پایله کې دوی د یوه بل ګریوانونو ته لاسونه وغځوۍ او شخړې رامنځته شي، د دې شخړو یواځنی حل او علاج قرانکریم په دې یوه جمله کې روښانه کړ دی: يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ، یعني زما بندګان دي پخپلو کې ښې او خوږې خبرې سره کوي، په دې صورت کې به شیطان شرمیدلی او ترټلی پاته وي.

د قرانکریم د دې مبارکې لارښوونې له اسلوب او چلند یوه بله مهمه نغوته معلومولی شو هغه دا چې هغه ښکنځلماران او پوچ خولي پساتیان چې خبرې او لیکنې یې له ښکنځلو او سپکو سپورو خبرو ډکې وي په حقیقت کې د شیطان لومې، د شیطان ځري او استازي دي او په ټولنو کې شیطاني شخړیېز کلتور ترویجوي، د دوی ترټل او له دوی مخ اړول د شیطاني سپکې ډلې ترټل او سپکول دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب