خرما د یو مکملې غذا تر څنګ دوا هم ده!

خرما خوړل سربېره پر دې چې نبوي سنت دی، بې شمېره روغتیايي گټې هم لري. تاریخ پوهانو په باور د خرما ونه د عیسی (علیه سلام) له پیدايښت څخه شپږ زره کاله پخوا کرل کېده او میوې څخه يې گټه پورته کېده.

خرما تر ټولو خوږې میوې له جملې څخه ده او ډېر  ډولونه لري. خرما خپلو ځانگړو ځانگړنو له امله انسان ته د اړتیا وړ انرژي ورکوي او انسان له یو شمېر وژونکو ناروغیو ژغورلی شي.

خرما د فایبر، پوتاشیم، اوسپنه، منگنیز، مگنیزیم او وېټامین بي۶ له غوره سرچینو شمېرل کېږي چې له همدې امله زیاتې روغتیايي گټې هم لري.

دلته مو د خرما له یو شمېر د پام وړ روغتیايي گټو سره اشنا کوو:

د وینې کمښت له منځه وړي

خرما د بې وخته اضافي خواړه خوړلو عادت له منځه وړي، په وینه کې د اوسپنې کچه لوړوي او په دې ډول بدن کې د وینې کمښت څخه مخنیوی کوي. خرما خوړلو کې د شکرې ناروغان باید ډېره زیاته پاملرنه وکړي.

د هاضمې سیستم غوره کوي او قبض ناروغي له منځه وړي

فایبر د کولمو روغتیا لپاره تر ټولو اړین مواد دي چې د قبض له ناروغۍ مخنیوی کوي. خرما کې جذبېدونکی او نه جذبېدونکی فایبر شته چې د کولمو صفا کولو کې مرسته کوي او انسان د قبض له ناروغۍ ژغوري.

د زړه روغتیا

یوې څېړنې پر بنسټ په ورځنۍ ډول د انارو جوس او درې دانې خرما کارول د زړه له ناروغیو مخنیوی کوي. څېړونکي وايي چې انار او خرما په زیاته کچه انټي اکسېډنټس لري چې د زړه د شریانونو کلک کېدو او بندېدو خطر ۳۳ سلنه پورې کمولی شي.

پړسوب له منځه وړي

خرما د مگنیزیم غوره سرچینه ده او دغه منرال پړسوب له منځه وړونکې ځانگړنه لري. یوې څېړنې پر بنسټ کله چې د مگنیزیم کارول زیات شي نو د بدن د مختلفو برخو پړسوب له منځه ځي چې پایله کې يي د وینې شریانونو ناروغۍ، پښتورگو ناروغۍ، الزایمر او نورو ناروغیو خطر کمېږي.

د وینې فشار ټیټوي

خرما کې شته مگنیزیم د وینې لوړ فشا ټیټولو کې هم د پام وړ مرسته کوي. خرما کې شته پوتاشیم هم بدن ته ډېرې گټې لري او زړه سره په غوره توگه خپلو فعالیتونو ترسره کولو او د وینې لوړ فشار ټیټولو کې مرسته کوي.

فلج څخه مخنیوی کوي

د امرېکن جرنل اف کلېنېکل نیوټریشن یوې څېړنې کې ویل شوې چې په ورځنۍ دول سل ملي گرامه مگنیزیم کارول د فلج خطر ۹ سلنه کمولی شي او خرما د مگنیزیم تر ټولو غوره سرچینه ده.

عصبي روغتیا

روغتیايي مجله جاما انټرنل مېډېسن کې خپره شوې یوې څېړنې کې ویل شوې چې بدن کې د بي۶ وېټامین کافي اندازه عصبي فعالیت غوره کوي او ازموینو کې د غوره پایلو لامل گرځي.

هډوکي غښتلي کوي

خرما کې شته منگنیز، اوسپنه او مگنیزیم هغه گټور مواد دي چې د هډوکو روغتیا لپاره ډېر اړین دي او انسان د هډوکو کمزورۍ او نورو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب