ویلنی(نعناع)؛ کولیسټرول کموي او هډونه پیاوړي کوي

د ترکي روغتیاپوهانو په وینا؛ ویلنی د کولیسټرول د کمولو تر څنګ؛ د انسان هډونه هم پیاوړي کوي.

روغتیا پوهان وایې چې نوې څیړنې په ډاګه کړې چې د ویلنې په پرله پسې توګه استعمال په وسیله د ا نسان په وجود کې د کولیسټرول اندازه کمیږي او په دې کې شته مګنیزیم د انسان هډوکې پیاوړي کوي. که څه هم وېلنی په ښکاره یو ساده شین نبات ښکاري خو په اصل کې په کې ډیرې ګټې نغښتي دي.

روغتیا پوهان وایې د ویلني د تازه پاڼو تازه اوبه د لیمو او شهدو سره په ګډه خوړلو سره د خېټې او معدې ټولې ناروغۍ جوړیږې. د ټوخی او زکام په وخت کې د ویلنې اوبه د تور مرچ او تورې مالګې (په جنوبي آسیا کې استعمالیدونکې مالګې) سره جوش او نوش جان شي؛ وجود ته راحت او آرام ورکوي. همداراز که د اِټکو پر مهال د ویلني پاڼې وژوول شي نو سمدستي اِټکې دروي. که په ګرمۍ کې د زړه بدوالي او استفراق (قي) پر مهال یوه کاچوغه وچ ویلنی د یو کاچوغه لاچي سره په یو ګیلاس اوبو کې جوش او نوش جان شي؛ د یادې ستونزې غوره درملنه ده. همداراز روغتیاپوهان دا هم وایي؛ که د سر درد پر مهال د ویلني پاڼې په تندي (ټنډه) وتړل شي؛ سمدستي د سر درد آراموي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب