داسلامي خوځښت له غړو څخه بنسټېزې غوښتنې

اوس مهال چې د مسلمان قام ضعف، سستي، بزدلي، پستي او ذلت په خپلو سترګو وينو، د ټولې نړۍ مسلمانان دغه شرمناکه وضعيت ته لاس ترزنې ناست دي الله تعالى په خپل سپېڅلي اسماني پيغام کې په  دې هکله داسې فرمايي :
. إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ (الرعد)
ژباړه: حقيقت دا دى چې الله د هېڅ  قوم حالت نه بدلوي تر څو پورې چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل كړي.

د دغه ايات کريمه په څېړنه کې د اسلامي امت نامتو شهيد استاد سيد قطب رحمة الله عليه داسې وايي:دغه دين د بشري ژوندانه د لارښوونې لپاره استول شوى دى دا به په انساني ژوند کې په بشپړ ډول هلته نافذ  شي چې د حاکميت او غلبې لپاره يې مسلمانان د خپلې وسې سره سم په هلو ځلو او کوښښ لاس پورې کړي له همدې کبله موږ ته په کار دي چې په خپل ځان کې بدلون رامينځته کړو او د يو اوږده پلان مطابق له دغې بدبختۍ نه د خلاصون لارې چارې ولټوو د استاد مصطفى مشهور د وينا پر اساس هغه دې کار او کوښښ خپل نصب العين وګرځوي او يوه ثانيه وخت دې هم نه ضايع کوي.

لومړى: ځان جوړول:

داعي چې کله د ژوند په ټولو چارو کې په نېکو کړو وړو لاس پورې کړي دا به يې د جنت لوړو مرتبو ته رسوي قران عظيم الشان دغه مطلب ته د اشارې په ترڅ کې فرمايي :
.(سَابِقُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ) (الحديد)
ژباړه: وځغلئ او يوله بل نه د وړاندې كېدو هڅه وكړئ د خپل رب د مغفرت او دهغه جنت خواته چې دهغه پراختيا د اسمانونو او ځمكې په څېر ده چې تياركړى شويدى د هغو خلكو لپاره چې پر الله او دهغه پر پېغمبرانو يې ايمان راوؤى وي  دا د الله فضل دى چاته چې غواړي وركوي يې، او الله دستر فضل خاوند دى .

د داعي په جوړيدو کې د دعوت د بري راز پروت دى ارواښاد استاد فتحى يکن په دې هکله داسې وايي: د مثالي قايد په شخصيت کې سستي نه وي له همدې کبله هغه ته په کاردي چې د هغه ښکاره او پټ،وينا او عمل يو شى وي داسې په کارنه دى چې يو څوک بل چا ته د اخلاقو بلنه ور کړي او پخپله يې اخلاق خراب وي او يا بل څوک جهاد ته را وبولي او پخپله مجاهد نه وي الله تعالى په خپل سپېڅلي نړي وال پيغام کې داسې فرمايي.:

(قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى)
ژباړه:  بری ومينده هغه چې سپيڅلتيا يې غوره كړه
د اسلامي امت نامتو داعي او ديني عالم استاد يوسف قرضاوي په دې هکله داسې وايي زموږ غوښتنه دا ده چې داعي تر هر څه د مخه په خپلې ناپوهۍ او نفساني غوښتنو غلبه حاصله کړي حقيقت دا دى چې  ده ته په دغه اخ او ډب کې لاندې وسايل او اسباب ضروري دي.
١_ايمان:
په دغو ځواکونو کې تر ټولو د مخه  د ايمان  ځواک ضروري دى که چېرته دغه ځواک نه وي نورې ټولې وسيلې يې بې کاره دي ايمان يواځې د خواهش اوظاهرې بڼې نوم نه دى بلکې ايمان هغه مضبوط ځواک دى چې په زړه کې ځاى لري او د عمل په وسيله يې تصديق کېږي

your ads

٢_اخلاق:

اخلاق د ايمان د لوازمو څخه دى بشپړ مسلمان هغه دى چې دښايسته اخلاقو څښتن اوسي.

٣_علم اوديني پوهه:

د روحاني او اخلاقي تياري ترڅنګ داعي ته فکري او علمي وسله هم ډېره ضروري ده دعوت او بلنه بل ته د ورکړې نوم دى چې له يو چا سره په خپله څه شى نه وي نو بل چا ته به يې څنګه ورکړي ارواښاد استاد سيد نوح رحمة الله عليه فرمايي :
د بدلون او انقلاب په قضيه کې مرستندويه  عوامل دا دي. :
١_له ګناه څخه ځان ساتل
٢_له الله تعالى څخه مرسته غوښتل
٣_همېشه د الله تعالى ذکر کول
٤_د نفس محاسبه
٥_د اجر او ثواب هيله
٦_د مرګ يادول
٧_د اسلام د لارې د مبارزينو سره مرسته
٨_له وخت نه مناسبه استفاده
٩_مناسب پلان
د بدلون په  پروسه کې خنډ اچوونکي عوامل :
١_هدف ته په رسېدلو کې بېړه
٢_بې فايدې خبرې اترې
٣_له ارامو او عياشو خلکو سره ملګرتيا
٤_د مباحو شيانو زياتوالى
٥_د دنيا لور ته ميلان
٦_د ځاني غوښتنو پيروي.
د اسلام د لارې حقيقي او ريښتينى داعي تر هر څه د مخه په خپل ځان کې بدلون راولي د حق په لور يې را څرخوي نېکي ورته خوښه او له بدو چارو څخه کرکه کوي او له تيارو څخه يې د رڼا خوا ته را اړوي اسلامي امت ته چې د کومو بلونکيو ضرورت دى د هغوي پېژندنه ښاغلى دوکتور احمد حسن زيات په خپلو الفاظو کې داسې کړې ده:د حق د لارې داعي چې کله هم يوه کلي ته داخلېږي ټوله سيمه د ده په ورتلو سره ځلانده وي خلک د هغه په لور را درومي هغه ته ځان نېږدې کوي او له هغه سره روغبړ او هغه ته د وفا لاس ورکوي او د هغه دعوت او بلنه مبارک کار بولي د هغه چوپتيا په خپله د عبرت درس وي او که کله هم په خبرو اترو لاس پورې کوي خلک ورته د خپلو زړونو دروازې خلاصوي او د شيطاني وسوسو ټولې لارې تړي.

دمسلماني کورنۍ جوړول :

د ځان تر اصلاح وروسته د داعي دويم کار او ارزښتناکه عمل د مسلمانې کورنۍ جوړول دي کورنۍ د بشري تمدن لومړۍ خښته ده د کوچنيوالي پيل له کورنۍ څخه صورت مومي د شفقت ،مينې اومحبت پيل له کورنۍ څخه کېږي د يو شخص د شخصيت تعمير له همدې ځايه صورت نيسي کورنۍ ده چې د يو شخص بېلارتيا ته د انتقاد ګوته نيسي او په سمون يې لاس پورې کوي له همدې کبله د کورنۍ اصلاح تر هر څه ضروري او اړينه ده چې خرابتيا يې ټولنې ته زياته خطرناکه او ناوړه پايلې له ځان سره لري.

د اسلامي نړۍ وال خوځښت مؤسس شهيد امام حسن البنا رحمة الله عليه په دې هکله داسې وايي:اسلام څرګنده کړې ده چې کورنۍ د ټولنې بنسټ دى سم ژوند چې په روحاني او علمي مرستو مشتمل وي بنسټيز عنصر يې کورنۍ ده اسلام د همدغسې کورنۍ د شتون غوښتنه کوي د کورنۍ په هکله د داعي مسؤليت دى چې په اسلامي قالب کې يې واچوي په دې توګه د کور شکل او صورت او د هغه ضروريات د کور سامان.د خوړو او څښلو اداب،کورته د ننوتلو،يو له بل سره د اړيکو او له ګاونډيانو او چاپېريال سره چلند د هغو اصولو او قوانينو سره سم برابروي چې اسلام يې غوښتنه کوي.
د يوې اسلامي ټولنې پر کورنۍ حق او د کورنۍ مسؤليت دى چې داسې يو مسلمان نسل رامينځته کړي چې د لاندې صفاتو څښتن وي.

١_ چې د کايناتو،ژوند او انسان په هکله د سمې عقيدې او مفکورې څښتن وي
٢_چې د الله جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم په ښودل شوې لار عبادت تر سره کړي
٣_ چې د عدل،احسان،په نېکيو امر او له بديو څخه مخنيوى او د الله جل جلاله د کلمې د لوړتيا په خاطر په جهاد او هلو ځلو لاس پورې کړي.
٤_چې د اسلامي شريعت د ټاکليو اصولواو لارښوونو په برابر له خلکو سره اړيکي او تعلقات وساتي.
٥_چې د يوې کورنۍ په غړيو او د بېلا بېلو کورنيو ترمينځ او بيا د بېلا بېلو ټولنو ترمينځ په اړيکو کې خپل مسؤليت ترسره او د حقوقو لپاره يې د هلو ځلو اصول خپل کاندي.

د اسلامي ټولنې جوړښت :

استاد على عبدالحليم وايي:هغه ټولنه چې د قيام او ټينګښت لپاره يې پيغمبر صلى الله عليه وسلم لاره جوړه کړې وه او يو داسې تمدن يې د نيمې پېړۍ په دننه کې را مينځته کړ چې د ځمکې په نيمايې برخه يې واکمني درلوده د هغو اصولو او قوانينو په ضمن کې عقايد، عبادات، معاملات، عدل او احسان، په نېکيو امر او له بدو چارو مخنيوى او فى سبيل الله جهاد هم شامل ؤ دا کومه يوه معجزه نه وه بلکې د يوې صحيح ټولنې د قيام او ټينګښت لپاره د سمې تګلارې او پلان په نتيجه کې د الله جلت عظمته په فضل او کرم سره دغه عظيم الشان کار سرته ورسېد دوکتور محمد امين مصري رحمة الله عليه ويلي دي: چې دغه ډېره خطرناکه خبره ده چې موږ د اسلام نوم اخلو ليکن د اسلام په پيغام باندې نه ځان پوهوو اونه پرې عمل کوو بلکې شاته يې غورځوو د الله تعالى ارشاد دى.
(كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنْ الْمُنكَرِ (آل عمران)
ژباړه:  اوس په نړۍ كې هغه غوره ډله تاسې ياست چې د انسانانو د لارښو د نېکۍ او اصلاح له پاره مينځه ته راوړل شوېده تاسې د نيكۍ امر كوئ او له بديو منعه، او پر الله ايمان لرئ.

د اسلامي امت نوميالى شهيد استاد سيد قطب رحمة الله عليه فرمايي:د ايات کريمه دغه برخه د اسلامي امت پر اوږو يو عظيم الشانه دروند بار ږدي له همدې امله اسلامي ټولګي ته لوړ مقام او شان په برخه شوى چې د سوچه او ريښتيني ايمان ترڅنګ د ملتونو په لارښوونه او د جهل څخه د ولسونو په را وېستلو او په ښو چارو د امر او له بدو چارو څخه د مخنيوى لپاره اقدام کوي د پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه وينا چې حضرت على رضى الله عنه ته يې کړې وه او هغه دا چې که الله تعالى ستا پر لاس يو تن ته هدايت په برخه کړي تاسې ته له سرو اوښانو زيات غوره دى (بخاري)
د دغه عظيم الشان کار عملي کوونکي داعي ته په کار دي چې هغه څو طريقې خپلې کړي ترڅو هدف ته په رسېدلو کې ور ته مرستندوى ثابت شي په دې هکله استاد داکتر ناصح علوان داسې وايي:داعي ته لازم دي چې :

١_د دعوت او بلنې په سلسله کې دې خپل ځان ته اولويات ( لومړي توبونه ) وټاکي خپله بلنه دې له عقيدې څخه پيل کړي وروسته دې عباداتوته دعوت ورکړي او بيا دې د ژوند نظام په مخ کې کښېږدي او له جزئياتو مخکې دې کلياتو ته بلنه وکړي او د سياست په لوړو ژورو کې له ننوتلو څخه د مخه دې انفرادي اصلاح ته خپل پام را وګرځوي.

۲_پرستونزو او مشکلاتو د صبر په لړکې دې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ژوند د خپل ځان لپاره د لارې مشال وګرځوي هغه چې د دعوت او بلنې په لار کې کومې ستونزې او مشکلات ګاللي دي له هغه نه مخکې او وروسته هېڅ يو بلونکى ور سره مخ شوى نه دى له دې سره هم هغه د هېچا پروا و نه کړه د اسلامي امت د داعيانو او بلونکيو لپاره يې د صبر،تحمل او استقامت يوه لوړه نمونه قايمه کړه.قران عظيم الشان همدغه مطلب ته د اشارې په ترځ کې داسې فرمايي.:
(أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) (العنكبوت)
ژباړه:  ايا خلكو داګڼلې ده چې هغوى به يوازې په همدومره ويلو پرېښودل شي  (( چې مونږ ايمان راوړ)) او هغوى به ونه ازمويل شي ؟

په داسې حال كې چې مونږ هغه ټول خلك از مويلي دي چې له دوى نه مخكې تيرشويدي الله  خوبه هرومرو داګوري چې ريښتيني څوك دي او درواغجن څوك.
٣_د خپل چاپېريال دقيقه مطالعه او پېژندنه :هغه بايد په داخل او خارج کې د دښمن ځواک، دسيسې، پلانونه  او پروګرامونه او د باطل ځواک او مراکز وپېژني داعي ته بايد دا اندازه لګېدلې وي چې د ده د دعوت پر وړاندې به د دښمن غبرګون څه وي تر څو پخپله ور ته بشپړ تيارى ونيسي او د له مينځه وړلو لپاره يې اماده واوسي.

په اسلامي خوځښت کې د فرد مسؤليتونه

داکتر محمد امين مصري رحمة الله عليه په دې هکله وايي:
په اسلام کې د تربيت او روزنې څخه هدف په فرد کې د مسؤليت احساس پيدا کول دي د قايد او مشر پخپله يو مقام او مرتبه ده چې د هماغه پر اساس له هغه سره مينه کولاى شي او په نېکو چاروکې يې په اطاعت لاس پورې کېږي ليکن اصل خبره داده چې د اطاعت او درناوي تر څنګ په مثبت تنقيد او نيوکې هم اقدام کېږي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم د اصحابو کرامو داسې روزنه ترسره کړې وه چې له يوه لوري يې د قيادت بشپړ درناوى کاوه او له بلې خوايې خپله ريښتينې رايه په ډاګه څرګندوله اسلامي خوځښت بايد داسې رهبران او قايدين وروزي چې هر چا پسې ونه ځغلي په دې هکله موږ ته د رسول الله د ژوند نمونه په مخ کې پرته ده لکه څرنګه چې د بدر او احد په جګړو کې يې د خپلو ملګرو سره مشوره وکړه او د هغوى په مشوره يې عمل وکړ د خندق په تاريخي غزا کې يې هم د سلمان فارسي رضى الله عنه په مشورې عمل وکړ د دغې روزنې څخه هر شخص په اسانه سره پوهېږي چې هغه د دعوت او د دعوت اهدافو په هکله ځواب ورکونکى دى اګر که دى يواځې هم اوسي د دغه مسؤليت په ضمن کې هر يو داعي ته په کار دي چې لاندې چارو ته خپل ځان پابند وبولي ارواښاد استاد مصطفى مشهور رحمة الله عليه فرمايي:
١_ دعوت او بلنه چې له فرد څخه د کومو قيوداتو غوښتنه کوي د هغې په وسيله دې د خپل حيثيت مطابق دعوت احاطه کړي او خپل ټول ژوند دې د دعوت د بهترۍ لپاره تابع وګرځوي.
٢د خپل دعوت د روح په هکله دې صحيح او هر اړخيزه پوهه ترلاسه کړي
٣
د هغو پلانونو او تګلارو دې سخت پابند واوسي چې دعوت خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره مقرر کړي دي.
٤د خپل دعوت د اهدافو دې پخپله محافظ او نګهبان اوسي
٥
د خپل دعوت لپاره اخلاص او ژور تعلق او له نورو ټولو اړيکو څخه دې لاس ووينځي
٦د قيادت له لوري دې روا فرامينو او احکامو ته د عمل جامه واغوندي په تنګ لاسى،سختۍ او اسانۍ دواړو حالتونو کې دې پر هغه  عمل وکړي.
٧
د افرادو او قيادت ترمينځ ټينګ باور اړيکه
٨د ډله بازۍ د تګلارې او د هر رنګه شخصي او سيمه ئيز تعصب څخه ځان لوړګڼل.
٩
د تنظيم په داخل کې د ستونزو د را پيدا کولو څخه ځان ساتل او له داسې خبرو څخه ځان ژغورل چې د تنظيم د افرادو او قيادت ترمينځ په داسې اختلافاتو کې را ونښلي چې د دعوت په کار او په نتايجو بدې اغيزې پرې باسي.
د اسلامي امت بيا جوړونه د دين په خپرولو پورې منحصره ده له همدې کبله لازمه ده چې د تعمير او تاسيس په پروسه کې له تدريج څخه کار واخيستل شي او د هغې بنسټونه ښه مضبوط او ټينګ کېښودلى شي.د الله تعالى ارشاد دى.
(يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ* 77(وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمْ الْمُسْلِمينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ) (الحج 78)
ژباړه:  اى مومنانو! ركوع اوسجده وكړئ، دخپل رب بندګي وكړئ او ښې چارې سرته ورسوئ ښائي چې  برى درپه برخه شي
دالله په لاركښې همغسې جهاد وكړئ لكه څنګه چې د جهاد كولو حق دى . هغه تاسې د خپل كار لپاره غوره كړي يي او په دين كښې ئې پرتاسې څه تنګي نده راوستې ، ثابت اوسئ د خپل پلار ابراهيم پر ملت الله مخكښې هم ستاسې نوم ( مسلمان ) ايښى وء اوپدې ( قراّن ) كښې هم (ستاسې همدغه نوم دى ) ترڅو چې پېغمبرپرتاسې شاهدوي او تاسې پرخلكو شاهدان اوسِئ نولمونځ قائم كړئ ، زكات وركړئ اوپه الله پورې ځان مربوط  كړئ ، هغه ستاسې مولا دى هغه ډېر غوره مولادى او ډېر غوره مرستندوى.

د المجتمع مجلې ١٥٩٨ ګڼې څخه په مننه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب