تربيتي قيادت: ضروري صفات، او شرعي غوښتنې

په عربي نړۍ کې د اسلامي ويښتابه روانې څپې د اسلامي خوځښتونو په وړاندې نوي لومړيتوبونه  او نوي دندې کيښودې چې د بيړنيو ګامونو ، عاجل تفکير او تر هر څه زيات د داسې  روزل شويو قيادتونو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د دغه لالهانده ولسونو قيادت او مشري وکړي.
په روانو پاڅونونو کې د څو لسيزو د تربيې او روزنې نښې او آثار په ډاګه څرګند شول،کله چې ولسونه راپورته شول، د اسلامي حرکتونو روزل شويو افرادو د هغوی د انحراف مخه ونيوله، هغوي يې ګام په ګام د خپل هدف لوري ته روان وساتل، د دښمن دسيسې او توطئې يې ورته بربنډې کړې، د ايثار او قربانۍ سترې بيلګې يې وړاندې کړې، اوپه دې توګه يې خلکو ته وښودله چې د افرادو تربيه او روزنه تر ټولو هغه بنيادي ضرورت دی چې له يوې خوا نوي راويښ شوي ولسونه ورته اړتيا لري او له بله پلوه د اسلامي شريعت د احکامو سم تطبيق د دغه ډول روزل شويو افرادو له شتون نه پرته ممکن نه دی.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بعثت تر ټولو ستر هدف هم همدا ر وزنه او تزکيه وه، الله تعالی پر مومنانو احسان کوي چې تاسو ته مې داسي شخص درواستوه چي د الله کلام درته ولولي او ستاسو روزنه وکړي، فرمايي:
( لقدمن الله علی المؤمنين اذ بعث فيهم رسولامن انفسهم يتلو عليهم آياته ويزکيهم و يعلمهم الکتاب والحکمه)
د ځوانانو د دغو پاڅونونو ساتنه، توجيه او رهبري يو ځل بيا د روزنيز کار په اړتياټينګار کوي، خو دغه تربيتي کار په لومړي قدم کې يو شمير ضوابط او پولې لري چې د هغو په رعايت به خپله مثبته نتيجه ورکوي، اوکه  رعايت يې ونشي هغه د فساد، تباهۍ او آن انسان پرستۍ او مصلحت پرستۍ خوا ته انسان راکاږي او په دوهم قدم کې داسې تربيتي قيادتونو او  اشخاصو ته اړتيا لري چې په تربيتي کار باور ولري، د ځانګړيو صفاتو خاوند وي، د تربيتي کار ضروري غوښتنې وپيژني او په دې توګه پرته له ستومانتيا او سستۍ دغه عظيم کار ته مټې راونغاړي.
په پيل  کې به يو شمير تربيتي اصولو ته اشاره وکړو او ورپسې به د روزونکي او مربي يو شمير صفاتو او د قيادي عمل يو شمير غوښتنو ته اشاره وکړو.

د تربيتي کار اصول او ضوابط:

ډير ځله يو شخص دا تصور کوي چې نيت يې صاف دی، هدف يې پاک دی، او کاريې هم ستر او عظيم کار دی نو لدې وروسته به د دغه کار په اړه د انحراف تصور څرنګه وشي؟ دغه تصور ډير ځله انسان د شريعت له پولووباسي،  او د همدې تصور پر اساس همدغه انسان خپل هر عمل که څه هم د شريعت د نصوصو تر پښو لاندې  کول وي ، ناروا نه ګڼي. دا ستره اشتباه او د شيطان دوکه ده، د انسان نيت او يا د کا رعظمت هيڅکله يو انسان ته  دا سند نشي ورکولی چې د ده هر څه به سم به وي او هر عمل به يې شرعي وي، اسلام خو د هر عمل لپاره ځانګړي احکام لري او لدې برسيره نور عمومي احکام او ارشادات لري، نو که چيرې هر انسان يو عمل ترسره کوي، هغه ته دا ضروري ده چې د خپل عمل په اړه د شريعت احکام سم وپيژني او ورسره د شريعت د عمومي احکامو او مقاصدو ساتنه او رعايت وکړي.   تربيت او روزنه هم ستر کار دی خو د  نورو شرعي کارونو په څير خپل احکام او خپلې غوښتنې لري چې په جدي توګه يې بايدساتنه وشي.
روزنه  په حقيقت کې د بيلګه توب نوم دی، او مخکې له دې چې توجيه او وينا ته خبره ورسيږي، د انسان نه قدوه توب غواړي، لدې کبله د تربيې تر ټولو ستره قاعده دا ده چې انسان بايد مخکې لدې چې خلک څه ته رابلي ، په خپله پرې عمل وکړي، او په خپل عمل کې يې خلکو ته اغيزمن توب وښيي. څوک چې په خپله تقوی او ورع ونه لري، څرنګه به نور تقوی ته راوبلي؟ څوک چې خپله د حرامو او يا مشتبهو لارو نه روزي ګټي ، څرنګه به نورو ته د حلالو توصيه کوي؟ دا طبعي ده چې که څوک خپله د الله تعالی د حرماتو په اړه جرات ولري، او الهي حدودو ته پابند نه وي، په نورو کې به هم همدا روحيه ژوندې کوي.
تربيتي کار له بيلګه توب برسيره کلک پرهيز غواړي، ځکه چې مربي انسان ته خو دوه ډوله انسانان متوجه دي، لومړی هغه چې د ده تر تربيې لاندې دي او دوهم هغه چې د ده خطاګانې څاري، دا دواړه ډوله انسانان د مربي عمل څاري، يو يې د متابعت په تمه او دوهم يې د حسادت پر بنسټ. له همدې کبله اسلافو به ډير په اسلامي کار کې بری او موفقيت د انساني جهد او زيار پورې تړلی نه دی، بلکې د الله تعالی په توفيق او مرسته کاميابي تر لاسه کيږي، د الله مرسته او تاييد ځانګړی اسباب لري چې تر ټولو اساسي سبب يې د ګناهونو پريښودل او د الله تعالی د حرماتو رعايت دی، لدې کبله د تربيې عمليه بايد تل په خپله وړه او لويه کې د الله تعالی حرمات او شعاير په جدي توګه په  پام کې وساتي ترڅو د الله تعالی نصرت او تاييد ترلاسه کړي.مباح کارونه لدې ويرې پريښودل چې د دوی بيلګه توب تر سوال لاندې رانه ولي.
په اسلامي کار کې بری او موفقيت د انساني جهد او زيار پورې تړلی نه دی، بلکې د الله تعالی په توفيق او مرسته کاميابي تر لاسه کيږي، د الله مرسته او تاييد ځانګړی اسباب لري چې تر ټولو اساسي سبب يې د ګناهونو پريښودل او د الله تعالی د حرماتو رعايت دی، لدې کبله د تربيې عمليه بايد تل په خپله وړه او لويه کې د الله تعالی حرمات او شعاير په جدي توګه په  پام کې وساتي ترڅو د الله تعالی نصرت او تاييد ترلاسه کړي.

د قيادت غوښتنې:
او بيا په تربيتي کار کې تر ټولو سخته دنده قيادت او مشري ده، دلته قايد او مربي يو وي، دلته د قيادت دنده اداره او مديريت نه ، بلکې د انسان روزنه ، توجيه او اصلاح وي. د تربيتي عمل ستونزه په دې کې ده چې دلته خو انسانان په مصالحو راټول شوي نه وي چې د خپلو مصالحو د خوندي پاتې کيدو په تمه سمع او طاعت ولري، دلته انسانان يو ستر او مثالي ژوند ته د رسيدو په تکل سره راټول شوي دي، دلته سمع او طاعت د يو معنوي ځواک پر بنسټ ولاړ دی، دلته د فرمان منل په يوه ايماني فضا کې کيږي، لدې کبله  په جماعت کې د دغه ايماني فضا ساتنه  او ر امنځ ته کونه دا ټول د قيادت تر کړنو تړلی دی، له همدې کبله به اسلافو ويل چې کله هم مونږ د الله تعالی وړه نافرماني وکړو نو نتيجه يې مونږ د خپلو څارويو په سرغړونه کې ګورو .
مخکې لدې چې  د ښه وضاحت او ټينګار لپاره يو لړ هغو اوصافو او غوښتنو ته اشاره وکړو چې د مسلمان قيادت ځانګړنې بلل کيږی، دا يادونه ضروري بولم چې  له قيادت نه مو هدف  هر هغه څوک دی چې د الله تعالی ددين پر اساس خلک روزي، اسلامي حرکت ته منسوب ګڼل کيږي او د دعوتي کار ډبره يې په سينه وهلې ده. البته په اسلامي حرکت کې دقيادت مستويات او کچې د نورو ډلو او جرياناتو په پرتله توپير لري، دلته خوستر قيادت او کشر قيادت شته، خو هيڅ څوک په کې له قيادې دندو پرته نشته، لدې کبله دغه لانديني اوصاف د قيادت د مستوياتو په تناسب د هر چا لپاره ضروري دي.هر هغه څوک دی چې د الله تعالی ددين پر اساس خلک روزي، اسلامي حرکت ته منسوب ګڼل کيږي او د دعوتي کار ډبره يې په سينه وهلې ده. البته په اسلامي حرکت کې دقيادت مستويات او کچې د نورو ډلو او جرياناتو په پرتله توپير لري، دلته خوستر قيادت او کشر قيادت شته، خو هيڅ څوک په کې له قيادې دندو پرته نشته، لدې کبله دغه لانديني اوصاف د قيادت د مستوياتو په تناسب د هر چا لپاره ضروري دي.
1.    د مسلمان قيادت تر ټولو ستر او لومړنی صفت دا دی چې هغه پر الله تعالی ټينګ ايمان لري، د الله تعالی اوامرو ته پرته له چون او چرا په بشپړه ايماندارۍ او اخلاص غاړه ږدي او د قرآن عظيم الشان د هغه آيت ژوندې بيلګه وي چې الله تعالی يې مونږ ته ترسيموي.
” قل إنَّ صلاتي ونُسُكي ومحيايَ ومماتي للهِ ربِّ العالمينَ لا شريكَ له ”
ورته ووايه  چې زما لمونځ، حج، ژوند او مرګ ټول د الله تعالی لپاره دي چې د عالميانو پالونکی دی، او هيڅ شريک نلري.
2.    د مسلمان قيادت دوهم اساسي صفت دا دی چې لوړ همت ولري، هدف او موخي يې اوچتې وي،تګلاره يې په مخ کې څرګنده وي، له يوې خوا يې اراده سمه وي او له بله پلوه د سمې عقيدې څښتن وي، چې الله تعالی د همدغه ډول انسان صفت داسې بيانوي..
” وما أُمِروا إلاَّ لِيعبدوا اللهَ مُخلِصينَ لهُ الدينَ حُنفاء ”
او دوی ته امر نه و شوی  مګر دا چې په اخلاص سره د الله تعالی عبادت وکړي په داسې حال کې چې د باطل نه دحق په لور روان ون وي.
په دې اړه دا خبره  ضروري ده چې په اسلامي کار کې بوخت انسان بايد د ديني فهم برسيره د خپلې تګلارې په اړه په بشپړه توګه قانع او پوه وي، که چيرې په خپله تذبذب ولري او يو مخی نه وي، کيدای شي تربيه يې مطلوب شخص رامنځ ته نه کړي.

3.    د مسلمان قيادت دريم اساسي صفت به دا وي چې د خپل جماعت د هر فرداحترام به ساتي او دقدر په سترګه ورته وګوري.  په يوه ډله کې د ټولو انسانانو اهتمامات يو نه وي، او د ټولو ذوقونه او سليقې هم ورته نه وي، چاته به يو څه مهم بريښي ، بل ته بل څه. خو هغه څه چې دقيادت نه يې غوښتنه کيږي  دا دي چې د ټولو پام به ساتي، خپل ذوق او سليقه به په  خلکو نه تحميلوي، د قيادت او وګړو تر منځ ستر توپير همدا وي چې قيادت به خپل ذوق او سليقه د امکان تر حده پريږدي خو د وګړو نه به دا تمه نلري، بلکې د دې برعکس قيادت بايد دا وړتيا ولري چې هر فرد د خپل ذوق او سليقۍ په ډګر کې توجيه کړي، ويې هڅوي، او په مثبت او ايجابي  ډول ورته وګوري.
د انسانانو جوړښت داسې شوی دی چې تقدير ته اړتيا لري، کاريې بايد وستايل شي،او عاطفي تړاو بايد ورسره وساتل شي،نو که چيرې قيادت دغه انساني فطرت له پامه وغورځوي او له ټولو خلکو نه د طاعت په نامه يو کار او يو کردار وغواړي، دا به د مثبت اغيز پر ځای منفي تاثير پريږدي.د انسانانو جوړښت داسې شوی دی چې تقدير ته اړتيا لري، کاريې بايد وستايل شي،او عاطفي تړاو بايد ورسره وساتل شي،نو که چيرې قيادت دغه انساني فطرت له پامه وغورځوي او له ټولو خلکو نه د طاعت په نامه يو کار او يو کردار وغواړي، دا به د مثبت اغيز پر ځای منفي تاثير پريږدي.
د مکې د فتحې په ورځ  چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کله حضرت عباس وويل چې د ابوسفيان خوی دا دی چې وياړ او افتخار يې خوښيږي،نو څه ورکړه، هغه مبارک بې له درنګه اعلان وکړ چې څوک د ابوسفيان کور ته ننوت ، هغه به په امن وي.

4.    بريالی او کامياب قيادت هغه دی چې د خپلو افرادو له زياتې رټنې ، نقد او ملامتولو نه په کلکه ځان وساتي،ځکه چې انساني نفس همداسې جوړ دی چې څوک پرې ډيره نيوکه کوي، هغه يې نه خوښيږي، له همدې کبله ښه به دا وي چې  مثبته لار ونيسي ، له مستقيمې نيوکې دې ځان وساتي،په تيره داسې چې هغه انسان حساس وي، د هر انسان د روزنې لار جدا ده ، او همدا خو د تربيتي کار تر ټولو ستونزمن اړخ دی، چې د هر انسان سره به په يوه لاره نه ځې، چاته به نرمه وايې ، بل ته به لږه څرګنده خبره کوې،دريم  به درنه په اشارو خبره غواړي، او همداسې نور. د رسول الله صلی الله عليه وسلم خوی هم همدا و، هغه به نيغ په نيغه پر چا نيوکه نه کوله،کله به يې چې خطا کار وليد، نو منبر  ته به وخوت او و به يې ويل: ( مابال اقوام يفعلون کذا و کذا) دا په خلکو څه شوي، چې داسې داسې کارونه کوي.
الله تعالی هم مونږ ته لارښوونه کوي:
وقولوا للنَّاسِ حسناً ” .
خلکو ته ښه خبره کوئ.

5.    د قيادت بله غوښتنه دا ده چې ټولو ته به د يو شفيق او مهربان پلار په سترګه ګوري، هر چا ته به خير خوښوي، د خلکو مصالح به پر خپلو مصالحو مخکې ګڼي، د خلکو د وختونو به احترام ساتي، رسول الله صلی الله عليه وسلم يو ځل ټوله  شپه دا آيت لوسته چې” إن تُعذِّبهم فإنهم عبادُك وإن تغفِر لهم فإنك أنتَ العزيزُ الحكيم ” (که ته دوی په عذاب کړې نو دا ستابندګان دي او که بښنه ورته وکړې نو ته غالب او حکيم ذات يې)  بيا يې لاسونه پورته کړل ويې  ويل: اللهم أمَّتي أمَّتي !!  پروردګاره! زما د امت په حال ورحميږې   او ويې ژړل.
د حضرت احنف بن قيس نه يو ځل پوښتنه وشوه چې سيد او سردار څوک دی؟ هغه وفرمايل: هغه چې خپل ځان ذليل او عاجز ګڼي، د خپل مال په اړه احمق وي، د خلکو په چارو اهتمام ولري، او د خلکو د احوالو رعايت کوي.
6.    د قيادي شخص د تاثير او اغيز تر ټولو ستر صفت  دا وي چې د وګړو سره داسې چلند کوِي چې هغوی دا احساس وکړي چې قيادت ورته  خيرغوښتونکی دی، او د قيادت هره خبره او هره کړنه د ده په ګټه او مصلحت ده ،په افرادو کې دغه  احساس راپيدا کول د قيادت تر چلند پورې تړلی دی، د قيادت زړه سواندتوب، شفقت، مينه او د افرادو وخت تر بله پوښتنه ، په انسان کې دغه احساس پيدا کولی شي.هغه څه چې قيادت يې تر ټولو زيات په پام کې بايد ونيسي، هغه دا دي چ‍ې خپل زړه به د افرادو په وړاندې صفا ساتي، خپل زړه ته به د افرادوپه اړه کينه، حقد او عادي کرکه هم نه پريږدي، دا کار لدې کبله تر ټولو ستونزمن دی چې افراد خو به ګناه هم کوي، کله ناکله به له اوامرو نه سرغړاوی هم ترې کيږي، خو دا ټول کارونه بايد قيادت دې ته ونه هڅوي چې انتقامي دريځ ونيسي،

7.    هغه څه چې قيادت يې تر ټولو زيات په پام کې بايد ونيسي، هغه دا دي چ‍ې خپل زړه به د افرادو په وړاندې صفا ساتي، خپل زړه ته به د افرادوپه اړه کينه، حقد او عادي کرکه هم نه پريږدي، دا کار لدې کبله تر ټولو ستونزمن دی چې افراد خو به ګناه هم کوي، کله ناکله به له اوامرو نه سرغړاوی هم ترې کيږي، خو دا ټول کارونه بايد قيادت دې ته ونه هڅوي چې انتقامي دريځ ونيسي، او يا له چانه يې کرکه وشي.
الله تعالی څه ښه لارښوونه کوي:
” والذينَ جاءوا من بعدهم يقولونَ ربَّنا اغفِر لنا ولإخواننا الذينَ سبقونا بالإيمان ولا تجعل في قلوبِنا غِلاً للذينَ آمنوا ”
هغوی چې له دوې  وروسته راغلل وايي: پروردګاره! مونږ ته بښنه وکړې او زمونږ هغو ورونو ته بښنه وکړې چې زمونږ نه مخکې ايمانداره تير شوي دي او زمونږ په زړونو کې مومنانو ته کينه او کرکه مه اچوې.
حضرت احنف بن قيس يوه بله ښکلې وينا لري فرمايي:
(كثرةُ الخصومة تُنبِتُ النِّفاقَ في القلب). ډيره دښمني  په زړه کې نفاق زرغونوي

8.    خو له هر څه نه زيات قيادت صبر او زغم ته اړتيا لري، هغه زغم چې نه خلاصيدونکی دی، هغه صبر چې له پردو زيات د خپلو په وړاندې ضروري دی، د نورو په وړاندې صبر ډير آسانه کار دی، خو بيا د خپلو افرادو سره صبر او زغم ستونزې لري، له همدې کبله په شرعي اصطلاحاتو کې ورته ( اذی ) ويل شوی، او الله تعالی د پيغمبر اصحابو ته فرمايي:  (ولاتکونوا کالذين آذوا موسی …) تاسې د هغو په شان مه کيږئ چې موسی ته يې اذيت رسولی وی.
9.    د قيادت لپاره بل اړين صفت دا دی چې د هر چا خبره به په سړه سينه اوري ، په ښه ژبه به د نورو د قانع کولو هڅه کوي، په زور او پټکه به څوک نه غلی کوي، الله تعالی د پيغمبر عليه السلام صفت بيانوي:
” ومنهم الذينَ يُؤذونَ النبيَّ ويقولونَ هوَ أُذُنٌ قل أذنُ خيرٍ لكم يُؤمنُ بالله ” ، منافقانو به دپيغمبر عليه السلام په اړه ويل چې دا خو د هر چا خبره اوري، الله تعالی فرمايي چې هو دا د پيغمبر ښه صفت دی چې د خير هره خبره  اوري.

10.    وروستۍ او بنسټيزه غوښتنه له مربي او قايد نه دا ده چې له الله تعالی نه ويره ولري، د الله په وړاندې خپل ځان مسؤول وګڼي، د خپل نفس سره محاسبه وکړي، او د هر چا نيوکه  او نصيحت په ښه توګه ومني او ورسره ځان سم کړي. د افرادو په نيوکو به ځان کم نه ګڼي او نه به له  افرادونه دا حق اخلي، څومره چې  انسان الله تعالی ته وروړاندې شي هومره به الله تعالی ده ته نور انسانان راوړاندې کړي او څومره چې انسان له الله تعالی نه ليري کيږي ، الله تعالی به نور خلک له ده نه لرې کړي. دا ديو حديث مفهوم دی.
حضرت سعيد بن المسيب رحمه الله ډير ښکلي فرمايلي دي:منِ استغنى بالله اِفتقرَ الناسُ إليه .  چا چې په الله تعالی بسنه وکړه ،خلک به ورته محتاج کيږي.

محمدنعيم جليلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب