د زکات په اړه لنډ مالومات- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

زکات د اسلام څلورمه ستنه (رکن) ده او د اسلام له مهمو ارکانو څخه بلل کېږي، د دغه رکن فرضيت په لاندې دلايلو ثابتېږي:

الله ﷻ په خپل لوی کتاب کې فرمايلي دي: «لمونځ ترسره کړئ او زکات ورکړئ».

رسول الله ﷺ فرمايلي دي: زکات په هيڅ مال کې خلط شوی نه دی، مګر ترڅو چې هغه يې له منځه نه دی وړی. یعنې د زکات په ورکولو پکې ډېر تاکيد شوی دی.

هغه ﷺ په بل ځای کې فرمايلي دي: څوک چې د خپل مال زکات نه ورکوي، د قیامت په ورځ به لوی ماران د ده تر ځان تاو وي او دی به په خريلې سر چيچي او ورته به وايي زه ستا خزانه يم.

د زکات ورکولو ګټې:

your ads

  • د زکات په ورکولو د انسان زړه له حرص او بخل څخه پاکېږي او انسان رحم کوونکی کېږي.

  • د زکات په ورکولو کې ټولنيز انډول برابرېږي او د ټولنيز تکافل لپاره يوه ښه لاره ده.

  • د زکات په ورکولو کولای شو د فساد او هغه لارې بندې کړو چې د لوږې له لارې ټولنې ته خلاصې شوې دي.

  • د زکات په ورکولو کولای شو د دښمنانو د مداخلې او نفوذ مخه ونيسو او خپله خپلواکي او استقلاليت وساتو.

د زکات ورکولو شرايط:

۱ـ اسلام.

۲ـ عقل.

۳ـ بلوغ.

۴ـ نصاب (د مال کچه او معيار).

۵ـ خپلواکي.

۶ـ له پور څخه خلاصون.

۷ـ له اصلي او طبيعي اړتياوو څخه خلاصون.

په ژوو کې زکات:

د ژوو په دريو ډولونو کې زکات ورکول فرض دي:

۱ـ اوښ:

د اوښانو په زکات کې ټېټه کچه (نصاب) پنځه او ښه دي.

د ۵ نه تر ۹ اوښانو باندې … يو اوښ.

د ۱۰ نه تر ۱۴ اوښانو باندې … دوه اوښان.

د ۱۵ نه تر ۱۹ اوښانو باندې …… درې اوښان.

د ۲۰ نه تر ۲۴ اوښانو باندې …… څلور اوښان.

په ۲۵ اوښانو باندې …… يو کلن اوښ چې نوې يې په دوه کلنۍ پښه ايښي وي.

له دې څخه د پورته په اړه فقهي کتابونو ته مراجعه وکړئ.

۲ـ وري:

د وريو په زکات کې ټيټه کچه (نصاب) څلوېښت وري دي.

د ۴۰ نه تر ۱۲۰ وريو باندې …… يو وری.

د ۱۲۱ نه تر ۱۹۹ وريو باندې …… دوه وري.

د ۲۰۰ نه تر ۳۹۹ وريو باندې …… درې وري.

په ۴۰۰ وريو باندې …… څلور وري.

له دې څخه پورته په هرو سلو وريو کې يو وری زیاتېږي.

۳ـ غواګانې:

د غواګانو په زکات کې ټيټه کچه (نصاب) دېرش غواګانې دي.

په ۳۰ غواګانو کې يو یو کلن خوسی.

په ۴۰ غواګانو کې یو دوه کلن خوسی.

په ۶۰ غواګانو کې دوه یو کلن خوسيان.

په ۷۰ غواګانو کې يو يو کلن خوسي او يو دوه کلن خوسي.

په ۸۰ غواګانو کې دوه دوه کلن خوسيان.

په ۹۰ غواګانو کې درې يو کلن خوسيان.

په ۱۰۰ غواګانو کې دوه يو کلن او يو دوه کلن خوسی.

د نورو زیاتو غواګانو د فرضيت کچه په هرو لسو غواګانو کې يو کلن خوسی په دوه کلن اوړي يعنې په هرو دېرشوغواګانو کې يو کلن خوسی او په هرو څلوېښتو غواګانو کې يو دوه کلن خوسی زیاتېږي.

په سرو زرو (طلا) سپينو زرو (نقره) او نغدو پيسو کې زکات

په سرو زرو کې د زکات ټيټه کچه ۲۰ مثقاله ده چې هر کله يو کس شل مثقاله سره زر پيدا کړل، وروسته له يوه کال څخه بايد نيم مثقال سره زر په زکات کې ورکړي، چې د نن ورځې د حساب پر بنسټ يعنې په ګرام په لاندې ډول دي:

يو مثقال = ۲۵. ۴ ګرامه.

۴٫۲۵gr X 20 = 85gr

نو ۲۰ مثقاله سره زر ۸۵ ګرامه کېږي، په یوه کال کې د ۸۵ ګرامو سرو زرو بايد نيم مثقال چې ۱۲۵.۲ ګرامه سره زر کېږي، په زکات کې ورکړل شي. دغه کچه بايد د ورځني نرخ په بنسټ حساب شي.

په سپينو زرو کې د زکات ټيټه کچه ۲۰۰ درهمه ده، چې د دغه کچې د پوره کېدو څخه يو کال وروسته بايد ۵ درهمه زکات ورکړل شي.

يو درهم =  ۹۷۵. ۲ ګرامه.

۲۰۰X 2.975gr = 595gr

نو د سپينو زرو ټيټه کچه په زکات کې ۵۹۵ ګرامه ده، او وروسته له يو کال څخه بايد موږ د هغې پنځه درهمه چې ۸۷۵.۱۴ ګرامه سپين زر کېږي، د ورځني نرخ په بنسټ زکات ورکړو.

د نورو ټولو سوداګريزو توکو زکات هم لومړی بايد نغدو پيسو ته واړول شي او وروسته بیا د سرو زرو او يا سپين زرو په بنسټ د هغې زکات ورکړل شي.

چاته بايد زکات ورکړل شي؟

۱ـ فقراء (غريبان)، دروېزه.

۲ـ مساکين.

۳ـ پور لرونکي.

۴ـ د الله ﷻ د لارې مجاهدين.

۵ـ مسافرين.

۶ـ هغه غلامان چې د ځان د خوشې کېدو (خپلواکۍ) په بدله کې يې د خپل بادار سره د پيسو وعده کړې وي.

۷ـ کارکوونکو ته د هغوی د کړنو په بدل کې (دا برخه په دولت پورې اړه لري).

له الله ﷻ څخه هيله لرم چې د دغه رکن په صادقانه او مخلصانه توګه په ځای کولو کې زموږ سره مرسته وکړي او خپله خوښي او رضايت زموږ د حال سره ګډ کړي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب