حسن البناء څه وکړل چې په مليونونو زړونو پاچاهي کوي؟

زه په جرءت سره ویلي شم چې سلګونه کلونه کېږی چې مسلمانانو دشهید امام حسن البناء په شان سړي هغه څوک چې په یو مهال څو ارزښتمندي ځانګړتیاوی لری نه دی لیدلي داسې څوک چې لوړي او روښانه موخې یې دامت او انسانیت دسوکالې له پاره لرلي.
خلکو هغه پېژاند او دهغه په ریښتینولي یې ایمان لرلو او ماهم لکه دخلکو په شان هغه وپیژند که جامع خبره وغواړم دامام البنا اړوند یی وکړم داده چې (هغه په ټول وجود سره یعني (روح او جسم سره) د دالله ج له پاره ژوند کاوو .

نن غواړم څو لنډې کرښې داسلام دتاریخ د لوري بدلوونکې څېری او دتاریخ د ترټولو ستر انقلابي خوځښت دموسس اړوند ولیکم او هغه بل څوک نه دي مګر قراني شخصیت امام شهید حسن البناء.

۱. حسن البناء دمتضادو فکرونو دترسیم او یوځاي کولو معمار ولو هغه دسیدجمالدین افغان دواکمنانو داصلاح او دشیخ محمد عبده دټولنې د ښونی اړو روزنی فکر را یو کړل او یوښکلي پایله یې ترینه اوچته کړه.

۲. هغه به دښمن ته دنبوي (صلی الله علیه واله وصحبه وسلم) دسنت مطابق مخکښي له جګړې څخه د هغه دقناعت کوښښ کولو..

۳. هغه دپراخ عقل، آزاد فکر، روښانه روح، قوي او اوسپنېز ایمان خاوند ولو، هغه د تواضع پاکې ژبي او پاک قلم څښتن و او خپل ځان یې لدینه ساته چې دسختو ژبو دخاوندانو پر څېر شي.

۴. هغه په مصر کښې د داسې لاروی پر څېر تیرشو کوم چې بیا به بل همداسې لاروی پر دغې لاري تېر نشي هغه چې تاریخ یې جوړ او د امت دویښتیا په لار کښې یې دهرڅه لوري بدل کړل.

۵. هغه وکړاي شو چې له بیلابیلو پرګنو او قومونو سره پرته له هر ډوله ټکر څخه هغوي په نوی نظر روان کړي، هغه نوی نظر چې بې له حکمت او هوښیارې وړاندي شوی وایې نو پر ضد به یې ډیر خلک داستعمار او باطلو پر ګټه دریدلي او جنګېدلي وای.

۶. دهغه پر شخصیت کې دسیاستوالو هوښیاري، درهبرانو ځواک، دعلماوو دلایل، دصوفیانو تزکیه، د ورزشکارانو ولولې او خروش، دفیلسوفانو معیارونه دویناه کونکو ذکاوت او دلیکوالانو متانت او وقار راغونډ شوی وو.

۷. هغه به د عقل د قانع کولو له لاري احساسات راپاراوه نه د تشو شعارونو او جاهلي چیغو او چک چکو په واسطه.

۸. د مالدارو او فقیرانو ترمنځ یې داړیکو او مهرباني بنسټ رامنځته کاووُ د حاکمانو او ملت ترمنځ یې دتسلط نه بلکې دمسولئت ځواب ورکولو او رسالت اړیکه تنظیموله.

هغه له ابوبکر صدیق رضي الله عنه )) څخه دبښنې له حضرت عمر (رضي الله عنه) څخه دسختي او مقاومت له حضرت عثمان بن عفان (رضي الله عنه) څخه یې د شهادت او یوالې له حضرت خالد بن ولید(رضي الله عنه) څخه یې ده دتنظیم او نبوغ له حضرت له علی(رضي الله عنه) څخه یې د علمیت او تواضوع زدکړه کوله.

۱۰. هغه ددعوت ونه وکرله او دقران پر اوبو یې خړوبه کړله چې د نوموړی له مرګه وروسته له وچېدو بیا راشنه شوه او وځلیده.

۱۱. دهغه موخه ارمان شهادت او د کاروان روزلو نه موخه داه وله چې شرق باید د دنیا له پاره یوداسې نوی تمدن رامنځته کړې هغه چې له غربي تمدن څخه پر هر شکل غوره وی او دروح او مادی له ګډون اسمان او ځمکي له یوالی څخه تشکیل شوی وی.

۱۲. هغه به ویل چې اسلام یو داسي نفساني قوت دي چې دشرقیانو پر ضمیر کښی پټ پروت دی او هغه کوالي شی چې د دوی مړاوي روحونو ته دژوند ساه ور وبښي هغه چې بیا به پرځمکه کې لکه د احد دایمان پر رسیو دګنډلیو غازیانو پر څېر خپل ورک ویجاړ او ټوټه شوی وجود رامنځته کړي.

۱۳. په پای کښې هغه په داسې حال کې له دی نړۍ نه سترګې پټي کړي کوم چې له استعمار سره پر مبارزه او جهاد کښې د شرق دامید سترګې د همده پرلور وی، ترڅو هغه هیله مندی چې شرق یوه داسي مصلح ته لرله ترڅو وکړای شي چې دهغوی ګډوډ او استعمار پاشلې صفونه یوځل بیا لکه د تبوک د غزا پر شان د خالید بن ولید پر څېر سره برابر او منظم کړي او امت د ژوند او عزت له کاروان سره پر روح او جسم ملګري کړي.

ولې داسي ونه شول دوخت ټولو ښکیلاګرو صهیونیسټې، غربي، اروپایې سيکولران ان او این کړېو د وخت د مستبد او جنایتکاره رژیم پر مرسته یې د دی کاروان له سره رابیل او پر بي رحمانه توګه یې د ټولو تاریخي تهذیباتو او درنښتونو خلاف د ده پر هیله او یوازني موخه شهادت ورساوه هغه مقام چې زما پر ګډون هر مومن مسلمان یې هیله لري.

هغه شهید شو پر شرق کې سمدستي د عزت پر لور د روښنایې ډیوه مړه شوه استعمار او مزدورو ګوډاګیو کړېو چې د شیطان دلښکر اساسي ارکان دي سره مل شول او ټول سرحدونه یې دخپل فطري وحشي طبیعت پر اساس سره ټوټه ټوټه کړل، هغه چې نن یی په سترګو او ټولو حواسو لمس کولای شو.

اما یو څه چې شهید امام حسن البناء یې پر لار کښی جدجهد او مبارزه کوله هغه دامت ویښتیا یوالی او دښکیلاک پر وړاندی دایمان پر رڼاه کښې دبدلون دلسیزی پرلور بدلون دي هغه چې د ټولو دسایسو پر شتون کښې ان شاءالله د بریالیتوب پرلور روان دی
انالله واناالیه راجعون

روح دې ښاد ا و ټول امت دی زما او زما د کورني دوستانو پر ګډون د دغه ویاړلي مجاهد او دعوتګر لاروی وی.
په درناوی

لیکنه او شننه : قاضي نجیب الله جامع

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب