په اسلامي عمل كې تكامل ته اړتيا

د انقلابي اسلامي عمل د فکر او تصور د الفبا له تورو څخه يو دا هم دى چې هغه بايد متکامل او کلي وي، او جزيې ا نيمګړى نه وي تر څو هماغه مطلوب اسلامي بدلون رامنځته شي، او د اسلام په لار روان حکومت جوړ شي… نو بيا هغه وخت کيداى شي چې په دې او هغه اړخ کې خاص خاص فعاليتونه وشي، ځکه هغه وخت به اصلي او اساسي کار تر سره شوى وي او لوش هدف به تحقق موندلى وي.

په اسلامي عمل کې د تکامل مانا:

په اسلامي عمل کې مو له تکامل څخه مراد دا دى چې هغه اسلامي مبارزه بايد د جاهلي حالت او وضعې د مقابلې او اسلامي مطلوب بدلون راوستو لپاره پوره تيارى او کامل اهتمام او توجه په اساس ولاړوي….
مانا دا چې بايد پاملرنه د عمل په يو اړخ او يا يوه جزء پورې منحصره نه وي، مګر په هغه صورت کې چې دا اړخ او جز د متکامل عمل او پروګرام په مخ کې په خپل طبيعي ځاى سره ولاړ وي…
نو په دې صورت کې به تکامل داسې عم چوکاټ وي چې د عمل او کار ټول اړخونه او جزئيات به په پوره توجه سره پرمخ بيايي او هغه خواته به يې توجيه کوي چې د ستر او مطلوب هدف د تحقق لپاره ګټوره وي.

په اسلامي عمل کې جزئيت:

په اسلامي عمل کې د جزئيت مانا دا ده چې يو کار د اسلامي عمل له اړخونو څخه په يوه اړخ پورې منحصر وي يوازې په همغه يوه اړخ لګيا وي، بل لوري ته نه ځي، په همغه يوه يې ايمان وي او نور نه مني او عقيده يې دا وي چې يوازې او يوازې همدا د جوړښت او تعمير او بدلون لار ده او بس….
په اسلامي عمل کې جزئيت دا دى چې و ويلي شو: (روحې او اخلاقي تربيه) د الهي تکليف مرکز او ود دعوت او داعي يوازينى مسوليت او وظيفه ده، بيله دي چې نورو اجتماعي، تحريکي، سياسي او جهادي اړخونو ته توجه وګړاى شي او پرته له دې چې دا په نظر کې و نيول شي چې دا روزنه په نني غير اسلامي ژوند او د ننيو وضعي تحريکونو او سازمانونو په مقابل کې ترکوم ېاندازې موثره او بريالۍ ده او واضح ده چې دا د دې سبب کيږي چې تربيوي کار له خپل لوى هدف څخه بېل کړل شي، او د هماغه جاهلي ټولنې يو جز وګرزي، او د همغې ټولنې په محور کې د څرخيدونکو فعاليتونو څخه يو فعاليت وي؟
دا عقيده هم په اسلامي عمل کې جزئيت دى چې ګمن وکړل شي چې ( فکري پوهه او د اسلامي ثقافت خورول) د اسلامي کار او فعاليت هدف، او د پيل سبب دى، او دا داسې شکل غوره کړي چې ټول اسلامي عمل تر تاثير لاندې راولي، او په ځاى د دې چې وسيله وي، هدف وګرزي، نو په دې سره دا بيا په ټولنه کې يو فکري خوځښت وي او بس؟ چې دا کار او عقيده د دې سبب کيږي چې په اسلامي فکري مدارسو ( تحريکونو) کې هغه د بدلون خوښې اميدونه هم له منځه ځي دا خو په ځى پريږده چې د بدلون امکان دي وجود ولري…
يوازې پوځي تياري، و يا يوازې سياسي فعاليتونه، او د کار يو بل اړخ هر يو چې وي، د يوازيني اساسي او اصلي اړخ په حيث منل په اسلامي عمل کې د حزئيت مانا لري…
په دې سره جزء په کل غلبه مومي، ان تر دې چې هماغه جزء د کل ځاى نيسي، بيا نو وګورئ چې څنګه ګډوډيږي، او زيات هغه امکانيات به ځاى او بې فايدې پاته کيږي چې د اسلامي بدلون په لاره کې ډېر څه کولاى شي؟

د اسلامي منهج تکامل د تحريکي عمل تکامل لازموي
د اسلامي منهج له خصوصياتو څخه يو دا دى چې هغه متکامل او کلي دي…. او د داسې نظامونو درلودونکى دى چې د بشري اړتياو مختلف اړخونه پوره کوي….
دا منهج عبادي نظام لري، چې د انسان اړيکې له خپل خالق جل جلاله سره تنظيموي، او يو روحې تربيوي منهج او نظام بلل کيږي، او دا نظام افراد او ټولنې د انحراف له مختلفو شکلونو څخه په امن ساتي….
او په دې منهج کې اقتصادي نظام هم شته: چې د اقتصادي ژوند لپاره داسې اصول او قواعد ږدي چې د عدالت متضمن، و د هر ډول استبداد، خيټې اچولو او چورولو او داسې نورو اجتماعي مرضونو د ټولو عواملو له منځ وړونکى دى.
ټولنيز نظام هم لري، او دا نظام اجتماعي اړيکې د عقيدې او اخلاقو په بناء ټينګوي او داسې نه کوي ې شخصي ګټې، مادي او قبيلوي اړيکي د ټولنيزو اړيکو اساس وګرزوي….
د سياسي نظم درلودونکي: هغه چې د دولت د جوړښت لپاره سالم او کامل تهداب ږدي او لازم اصلو ورته په ګوته کوي، د هر وګړي حقوق او مسوليت ښيي، د دولت داخلي او بهرنۍ اړيکي او …ټاکي.
عسکري نظام يې د جنګې او عسکري ژوند اساسي قواعد وضع کوي، او د جنګ د ميدان اړتياوې څيړي او پوره کوي يي…
اسلامي منهج د دې او داسې نورو نظامونو در لودونکى دى، چې اساس يې اسلامي عقيده او نړۍ ليد ده او همدا د دې غوښتونکى دى چې اسلامي عملي بايد داسې متکامل وي او کامل وي چې د اسلامي منهج د دې ټولو اړخونو رانيوونکى وي….

په اسلامي عمل کې د جزئيت زيانونه:

د اسلام قوت، عظمت او اثر په دې کې نغښتى دى چېمنحيث کل ورته بلنه وشي، عمل ورباندې وکړل شي او تطبيق کړاى شي…. خو کله يې چې اجزاوې يو له بله څخه بېليږي، او يوه اړخ ته توجيه کيږي او بل له نظره غورزول کيږي نو بيا دا عظمت او قوت او اثر هم له منځه ځي….
په اسلامي عمل او فعاليت کې د جزئيت يو ضرر دا دى چې اسلامي شخصيت خړپړ کوي، او دا هم ځکه چې هغه به د غير متکامل او لنډ نظر په واسطه جوړ شوى وي….. يوه برخه به يې کتلي وي نورې به ورڅخه پاتې وي….
د جزئيت بل تاوان دا دى چې د خلکو په وړاندې د اسلام ريښتوني تمثيل نکوي، او دا د دې سبب کيږي چې خلک له اسلام څخه لري او بېزار شي…
بل دا چې جزئيت ډېر داسې اسلامي قوتونه او ځواکونه له منځه وړي که چېرې هغه په سمه لاره بظابر کړل شي نو د اسلامي بدلون لاره به ډېره لنډه کړي….
او د جزئيت يو ضرر هم دا دى چې اختلاف اوتعدد رامنځته کوي، هسې اختلاف چې په هر ځى کې يې د اسلامي کارکونکوتر منځ فاصلې را پيدا کړي….
حقيقت دا دى چې جزئيت د الله (جل جلاله)  شريعت (اسلام) پههکله يو جرم ا ګناه ده، الله (جل جلاله)  هغه اسلام متکامل ګرزول ى او محمد صلى الله عليه وسلم يې د دې لپاره انتخاب کړى و چې دې لورته په کامله توګه بلنه وکړياو بيايې په کامله توګه عملي او تطبيق کړي… الله (جل جلاله)  فرمايي:
اليوم اکملت لکم دينکم و اتممت عليکم نعمتى ورضيت لکم اسلام دينا.(المائيده ٣ايت)
نن ما ستاسې دين ستاسې لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسې پوره کړ ، او ستاسې لپاره مې اسلام ستاسې د دين په توګه منظور کړ.
قران کريم بل ځاى د بني اسرائيلو دا کار چې دا مني او هغه نه من (بعضيت) ردوي او فرمايي:
افتومنون ببعض الکتاب و تکفرون ببعض، فما جزاء من يفعل ذلک منکم الاخزى فى الحياة الدنيا و يوم القيامة يردون الى اشد العذاب، و ما الله بغافل عما تعملون.( سورت البقر٨٥ ايت).
نو آيا تاسې د کتاب يوه برخه ايمان راوړئ او په بله برخه يې کافر کيږئ؟
نو له تاسې څخه چې څوک داسې وکړي، د هغو سزا به له دې پرته نوره څه وي چې د دنيا په ژوند کې ذليل او خوار اوسيږي او په اخرت کې به د ډېر سخت عذاب په لوري وګرځول شي؟ الله (جل جلاله)  ستاسې له دې حرکتونو څخه بې خبره نه دى.

your ads

د اسلام تجزيه او جداکول پداسې شکل چې يو جزء يې واخيستل شي او بل يې پريښودل شي، د هغه متکامل ماشين د تفکيک په شان دى چې د يوه جزء په لير کولو له کاره لويږي، نو د اسلامي متکامل دين د تجزيې نتيجه هم تعطل او په ټپه دريدل دي او بس.

لاس، پښه، خوله او يا غوږ که له جسم څڅه بېل کړل شي نو څه ارزښت به ولري؟ اندامونه هريو که وي چې له خپل ځاى څخه چې ژوند او قوت يې په همغه پورې تړلى دى د تجزيې په صورت کې هيڅ دى… د ساعت او موټر هره يوه پرزه که له خپل ټاکلي ځاى څخه لري کړل شي د څه ارزښت او اهميت درلودونکى دى؟.
اوس….. د سياسي کار او فعاليت ګټه به څه وي که چېرې د اسلامي تحريک په جسم کې د هغه لازم او مناسب حجم او ځاى په نظر کې ونه نيول شي؟ او د تربيوي فعاليت نتيجه به په هغه صورت کې څه وي، چې هغه د اسلامي حرکت له اهدافو څخه بېل او بدلون له لارې څخه يې بې لارې کوي؟
دا ډول کارونه به تل موقت او د فرديت او جزئيت په دائره کې دننه د زوال او نيستۍ انتظار باسې او حتما به يو وخت د روانې فکرې او يا حسې حملې په وړاندې تسليميږي او له منځه به ځې عاقبت به يې حتما همداوي که چېرته له نورو اجزاوو سره يو ځاى نه شي، او له هغوى سره يو ځاى د اسلامي بدلون لپاره و نه دريږي، او تر هغه ورسره يو ځاى کارونکړي تر څو يوه داسې ټولنه نه وي رامنځته شوې چې پکې د تخصصي او جزئي فعليتنو د ژوند نمو او بقاء شرايط نه وي برابر شوي.
د هر اسلامي کار او فعاليت لومړنى هدف، خصوصا په دې حال کې چې د الهي شريعت د قيام لپاره کار وان وي دا دى چې تر هرڅه د مخه د شريعت د قيام لپاره د امادګې او تيارې ميدان ته ننوزي.
د ټولو جزئي کارونو سياسي وي که فکري، تربيوي وي که تحريکي، عسکري وي او که….. هدف يې بايد يو وي چې هغه د ځمکې پرمخ د الهي حکم له قيام څخه عبارت دى او که دسې نه وي نو بيا به ټول فعاليتونه د جاهلي ټولنې په محور څرخيږي، ان تر دې چې د همدې جاهلي ټولنې يو فولکور به وي او بس.

د متکاملې مقابلې لپاره متکامل تيارى پکار دى:

د اسلامي عمل د تکامل وجوبي مبدا ته دا هم ور زياتيږي چې اسلامي متکامل عمل نه يوازې واجب دى بلکې دا د اوسني جاهلي او متکامل خطر د مقابلې به خاطر يو حتمي ضرورت دى.
نن اسلام، فکر او تحريک، په هر ميدان کې د مختلفو خطرونو اوګواښونو سره مخامخ دى….
د فکري او تربيويو تخريب په ميدان کې د اسلام سره د مقابلې، په هغه باندې ديرغل او ماتې ورکولو په خاطر موسسې او وسايل کار کوي تاليفات کيږي او پروګرامونه جوړيږي….
د سياسي او اجتماعي تخريب په برخه کې تحريکونه ا ګوندونه کار او فعاليت کوي، دولتونه او پکتونه يې په مال او وسايلو سره کوکم کوي. تر څو وکواى شي په ټوله اسلامي سحه کې د دريز، بتکار او فيصلې واک له همدوې سره وي او کوښښ کوي چې اسلام د مقابلې له ميدان څخه وباسي او دا غواړي چې اسلامي فکر په يوه کنج کې راګير کړي…
د اسلام په خلاف د حسي توطئه په ميدان کې چې د اسلامي دين د بلونکو د ختمولو له لياريې ختمول غواړي، حملي زياتيږي، تربيه شوي ګروپونه او داسې ډلګۍ جوړيږي چې د هر غړي زړه يې له اسلام او هر اسلامي څيز سره له حسد او کېنې څخه خوټيږي.

د اسلام دښمنان له هرې لارې او هرې جبهې څخه وړاندې سنګرونو او ځايونو ته ننوزي….هغوى د ټولو سازمانانو او اتحاديو لکه د محصلينو، کارګرانو، تعليمي، مطبوعاتي، د ځوانانو او ښځو د… اتحادې له لارې مخه په وړاندې راځي.١
نو آيا په داسې حالت کې هم روا ده چې اسلامي مقاومت دي فردي او جزئي وي؟
د مقابلې منطق برابري او بالمثل مقابله او مقاومت ايجابوي، نو له دې سره د هغه شريعت منطق او تقاضا هم يو ځاى کړه چې په هيڅ صورت کې هم خپلو افرادو او پيروانو ته ديني کمزوري، د دښمن په وړاندې ماتي او په ژوند کې ذلت او خواري نه غواړي…

د الله (جل جلاله)  په کتاب کې د شريعت منطق وايي:
و اعدوا لهم ما استطعتم من قوة
او تاسې تر خپل وس ډېر زيات طاقت… د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ.
وقاتلو هم حتى لاتکون فتنة و يکون الدين کله لله.
اى مؤمنانو له کافراو سره تر هغه پورې وجنګږئ چې فتنه پاتې نه شياو ټول دين د الله (جل جلاله)  لپاره شي.
واما تخافن قوم خيانة فانبذ اليهم على سواء ان الله لايحب الخائنين.
او که چېرتهد کوم قوم له خيانت څخه ستاويره وي نو د هغه تړون په ښکاره ډول د هغه په وړاندې وغورزوه، دا يقيني ده چې الله (جل جلاله)  خاينان نه خوښوي.
ولاتهنوا فى ابتغاء القوم، ان تکونوا فانهم يالمون کما تالمون، و ترجون من الله مالايرجون، وکان الله عليما حکيما.
د دې ډلې په تعقيبولو کې سستي مکوئ، که تاسې کړاو ګالئ نو ستاسې په شان هغوى هم کړاو ګالي او تاسې له الله (جل جلاله)  څڅه د هغه څه هيله من ياست چې هغى يې هيله من نه دي الله (جل جلاله)  پر هر څه پوهيږي او هغه د حکمت او پوهي خاوند دى.
شريعت همدا ډول د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژبه وايي:
المؤمن القوى خير و احب الى الله من المؤمن الضعيف
قوى او پياوړى مؤمن د الله (جل جلاله)  په ړاندې له کمزوري مؤمن څخه غوره دى.
ان الله يحب من احدکم اذا عمل العمل ان يتقنه
الله (جل جلاله)  دا خوښ لري چې ستاسې څخه څوک يو کار وکړي او هغه په ښه طريقه سره تر سره ورسوي.
الحرب خدعة ( جنګ چل دى)
استعينوا على قضاء حوائجکم بالکتمان
د خپلو امورو د سرته رسولو په خاطر له راز ساتلو څخه ګټه واخلئ.

په لومړني اسلامي عمل کې تکامل:

د نبوت ځالندي دورې ته ژوره کتنه دا ثابتوي چې هغه وخت سلامي عمل متکامل، د يوه تنظيم او واحد قيدت تر سيوري لاندې فرد او ټولنې داړو ته شامل و….
رسول الله صلى الله عليه وسلم په اسلامي کار او عمل باندې له هر اړخ څخه اشراف درلود او له هرې خواڅخه يې مخ په وړاندې بيولو… د روزنې په ميدان کې هغه صلى الله عليه وسلم لوى روزونکى و، د ښوونې په ډګر کې ستر ښوونکى و، د جهاد په ډګر کې ستر قومندان و، د خطيط او تنظيم په ساحه کې مخکښ او مشر و په همدې ترتيب سره د ژوند په هره برخه کې….

د روزنې په هکله رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

لايبلغ العبد ان يکون من المتقين حتى يدع ما لاباس به حذر معابه باس.(…سنن د ترمذى په روايت)
بنده تر هغه د تقوى درجې ته نه شي رسيداى تر څو د بدکار کولو له ورې څخه هغه کار ترک نه کړي چې کول يې پروا نه لري.
بل ځاى فرمايي: ان من خيارکم احسنکم اخلاق (… د صحيح بخاري او صحيح مسلم په روايت).
ستاسې غوره د ښو اخلاقو خاوندان دي.
بل يې دا قول: اکمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا و خيارکم خيرکم لنسائهم.( د سنن ترمذى په روايت).
پهپ مؤمنانو کې د پوره ايمان خاوندان د ښو اخلاقو درلودونکي دي، او ستاسې غوره هغه کسان دي چې خپلو ښځو ته غوره وي.
ان الله رفيق يحب الرفق، ويعطى على الرفق مالا  يعطى على العنف، و ما لايعطى على ماسواه( د صحيح مسلم په روايت).
په تحقيق سره الله (جل جلاله)  رفيق ( نرمي کونکى) دى او نرمي خوښوي، او هغه څه چې په نرمي يې ورکوي په شدت او بل شي سره يې نه ورکوي.
د عسکري پروګرام په هکله رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
علموا اولادکم الرمية والسباحة ورکوب الخيل.
خبر اوسئ چې نښه ويشتل قوت دى….
من مات ولم يغزولم يحدث به نفسه مت على شعبة من نفاق.
څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې جهاد يې نه وي کړى او نه يې د جهاد نيت وي نو هغه د نفاق په مرګ مړ شوى دى.
من لقى الله بغير اثر من جهاد لقى الله و فيه ثلمه (د ترمذى په روايت)
څوک چې له الله (جل جلاله)  سره په داسې حال کې مخامخ شي چې د جهاد اثر ورباندې نه وي نو هغه به په داسې شکل ورسره مخامخ کيږي ېچ حتما به پکې نقصان وي.

د ټولنيز پروګرام په هکله د رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشادات:

مثل المؤمنين فى توادهم و تراحمهم و تعاطفهم مثل اجسد الواحد اذا اشتکى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالهسر  احصى ( د صحيح بخاري او صحيح مسلم په روايت).
مؤمنان په خپل منځې محبت، مهرپانۍ او شفقت کې د يوه بدن په شان دي کله چې يو غړى په درد راشي نوټول بدن ورسره په درد بې خوبې او تبه اخته شي.
لايومن احد کم حتى يحب لاخيه ما يحب لنفسه ( د صحيح بخاري او صحيح مسلم په روايت).
من بات و لم يهتم بامر السملمين فليس منهم
څوک چې د مسلمانانو امورو ته له اهتمام پرته شپه تېره کړي نو هغه د دوى له ډلې څخه نه دى.
السعى على الرملة و امسکين کالمجاهد فى سبيل الل، و کالقائم الذى لايفتر، و کالصائم الذى لايفطر.( د صحيح بخارى او صحيح مسلم په روايت).
د کونډو او بي وزلو په خدمت کې زيار ويستل دومره اجر لري لکه د الله (جل جلاله)  په لار کې مجاهد، هميشه روژه نيونکى او تل عبادت کوونکى.
خير الاصحاب عندالله تعالى خير هم لصاحبه، و من اجيران عندالله تعالى خير ه لجاره( د سنن ترمذي په روايت).
د الله (جل جلاله)  په وړاندې تر ټولو ښه ملګرى هغه دى چې د خپل ملګري لپاره غوره وي، او د الله (جل جلاله)  په نزد تر ټولو ښه ګاونډى هغه دى چې د خپل ګاونډي لپاره ښه وي.
د اقتصادي پروګرام په هکله د الله (جل جلاله)  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
الناس شرکاء فى ثلاث: فى الماء والکلا و النار ( د سنن ترمذى او ابوداود په روايت).
خلک په دريو څيزنو کې سره شريک دي په اوبو، څړځاى او اورکي.
من کان له ارض فليز رعها، اوليمنحها اخاه و لايکريها.
څوک چې ځمکه ولري بايد ويي کري او که نه نو خل ورور ته يد ورکړي او شاړه دي نه پريږدي.
من ولى لنا عمال وليس له منزل فليتخذ له منزل اوليست له زوجة فليتزوج، اوليس له دابة فليتخذ دابة. ( د احمد په روايت).
چاچې زموږ کومه وظيفه واخيسته نو که کور يې نه درلود بايد کور ورکړل شي او وکه يې ښځه نه لرله نو واده دي وکړ ياو که يې سپرلۍ نه درلوده نو د سپرلۍ حيوان دي واخلي.
امام ابن حزم وايي: که په يوه ښار کې څوک له لوږې مړ شو د هغه ښار اوسيدونکي قاتلين شميلرل کيږي بايد د مړي ديت ورڅخه واخيستل شي (الاسلام و اوضاعنا الاقتصادية د شيخ محمد الغزالى ليکنه
و موليده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم کار د ژوند تر يوه اړخ او يوې څانګې پورې منحصر نه و بلکې د ژوند هرې برخې او هر امر او څانګې ته شامل او کامل کار و…
اسلامي هر کار او او فعاليت کوونکى په دې مکلف دى چې په هر خت او هر ځاى کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم پيروي وکړي او دا حق ورسره نشته چې په دې لار لاړ شي او يا هغې….
ننى اسلامي کار او فعاليت بايد پوره متکامل ، او په خپلو ټولو جزئياتو کې له ټاکلي هدف (د ځمکې پرمخ د شريرعت نافذول) سره منسجم او تړلي وي برابره ده که دا کار ورزشي وي، څيړنه وي، توجيه او روزنه وي او که فکري يا سياسي، اقتصادي او عسکري کار وي، او که په دې ډګرونو کې هر کار له هدف سره تړلى او منسجم نه وي خپل، اسلامي ارزښت له لاسه رکوي ن تر دې چې تش د وجود لپاره يې هم مبرر او دليل نه وي؟
په اسلامي کار او فعاليت کې تربيوي فعليتونه په دې شرط ډېر د ارزښت وړ دي چې له هدف سره تړلي او له نورو وفعاليتونو سره منجسم وي….
همدا راز فکري، علمي او فرهنګې لعاليتونه هم په اسلامي کار کې د خاص اهميت درلودونکي دي خو له نورو فعاليتونو سره د توافق او انسجام په شرط.
په همدې ترتيب ټول سياسي، عسکري، تحريکي، تنظيمي، ټولنيز، خيريه او نور لعاليوتنه هريو په خپل ځاى کې د قدر او ارزښت وړ دي خو په در شرط چې په متکامل اسلامي عمل کې په خپل ځاى او د انسجام له کړۍ څخه د باندې نه وي…
د هر کار قوت، اصالت، او ارزښت د هغه په تکامل او شمول پرې تړلى دى يانې بېله دې دوو صفتونو عمل نه قوت لري نه اصالت او نه هم ارزښت، او له همدې کبله ده چې په اسلامي عمل کې تکامل شرعي فريضه او تحريکي اړتيا ده.

په نني اسلامي تحريک کې تکامل:

امام حسن البناء شهيد په اسلامي عمل کې د تکامل په اړتيا تاکيد کړى او ويلي يي دي:
په اسلام باندې زمږ د عامې او شاملي پوهې نتيجه دا شوه چې مفکوره مو د امت د اصلاح او سمون هرې څانګې ا برخې ته شامله شوه او په پوره جرات سره ويليل شو چې زموږ دعوت عبارت دى له:

سلفي دعوت ( بلنه):

ځکه چې زموږ دعوت اسلام خپل اصلي مصدر قرانکريم او سنت رسول الله صلى الله عليه وسلم ته اړول غواړي…

سني طريقه:

ځکه چې خپل پيروان په هر شي کې په پاکو سنتنو باندې په عمل کولو باندې مکلفوي خصوصا په عقيده او عبادت کې البته د خپل توان په اندازه….

صوفيانه حقيقت:

ځکه چې پيروان يې پوهيږي چې د هرې نيکي او خير اساس، د نفس پاکې او د زړه صفا، د عمل اهتمام او مواظبت، له مخلوق څخه مخ اړول، د الله (جل جلاله)  په خاطر مينه او محبت او د خير لپاره اړيکي دي….

سياسي ټولګى:

ځکه چې پيروان يي په داخل کې د حکومت او نظام اصلاح، او په بهر کې له نورو ولسونو سره د اسلامي امت د اړيکو په هکله تجديد نظر، او په عزت او شرف بندې د ولس روزنه غواړي…

ورزشي ټيم:

ځکه چې پيروان يي خپلو جسمونو ته زياته توجه او پاملرنه لري، او په دې باور لري چې پياوړى مؤمن له کمزوري مؤمن څخه غوره دى او بل دا چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: ان لطنک عليک حقا، بدن درباندې حق لري،
او په دې پوه دى چې اسلامي تکاليف تر هغې په درسته او صحيح توګه نه شي ادا کيداى تر څو چې جسم او بدن قوي او پياوړى نه وي.

علمي او فرهنګي ټولنه:

ځکه چې اسلام د علم زده کړه په مسلمان او مسلمانه ښځه باندې فرض کړيده، او بل دا چې د ګوند هره غونډه او هر مجچلس په حقيقت کې د روح، عقل او جسم د روزنې لپاره مدرسې او مکتبونه دي…
اقتصادي شرکت: ځکه چې اسلام د مال تدبير او له ټاکلي لاري څخه ګټلو خواته زياته توجه لري، د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: نعم المال الصالح للرجل الصالح. پاک او غوره مال د صالح سړي وي، او فرمايي: من امسي کالا من علم يده امسى مغفورا له. څوک چې د خپل لاس په کار ستړې ورځ بيګا کړي نو دا ورځ يې داسې بيګا کړې چې د ګناهون مغفرت ورته شوى دى، او بل ځاى فرمايي:
ان الله يحب املؤمن المحترف
( الله (جل جلاله)  کسب لرونکى مؤمن خوښوي)
ټولنيزه مفکوره: ځکه چې پيروان يې د اسلامي ټولني په دردونو درمند کيږي، او د رنځونو لپاره يې د علاج لارې لټوي او غواړي امت ورڅخه بې غمه کړي….
په دې ترتيب سره وينو چې د اسلام شاملي مانا زموږ مفکوره هم د اصلاح هرې څانګې ته شامله کړه او زموږ نشاطاو فاليت يې دي ټولو برخو ته توجيه کړ، په داسې حال کې چې نور يوازې يو وخواته ګوري موږ د ژوند ټولو خواوته توجه او اهتمام کوو، او پوهيږو چې اسلام د دې ټولو امر راته کوي. —————————————————————————-
سرچينه:
د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكار، كابل، خوشحال مينه، د شاداب ظفربلاكونو ترشا.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب