تيارې پنځه دي، هغې لپاره رڼاګانې پنځه دي

حضرت ابوبكر صديق رضی الله عنه فرمايي:

(الظلمات خمس والسراج لها خمس ) .

ژباړه: تيارى پنځه دي هغې لپاره رڼاګانې پنځه دي .

اول : حب الدنيا ظلمة والسراج لها اتقوى .

ژباړه : محبت ددنيا تيار ده ، او رڼا د هغه لپاره تقوى ده .

your ads

دويم : الا ثم ظلمة والسراج لها التوبة .

ژباړه : ګناه تياره ده رڼا د هغه توبه ده .

دريم : القبر ظلمة والسراج لها لااله الالله محمد رسول الله .

ژباړه : قبر تيار ده د هغه رڼا د هغه لپاره كليمه ده .

څلورم : والاخرة ظلمة والسراج لها العمل الصالح .

ژباړه : اخرت تياره ده رڼا د هغه لپاره عمل صالح ده .

پنځم : والصراط ظلمة والسراج له اليقين .

ژباړه : پل صراط تياره ده ، د رڼا د هغه لپاره يقين ده .

عزتمندو ! كه دې پنځو تيارو لپاره د رڼا بندوبست ونه كو ، نو د آخرت ټوله زندګى زمونږ په تيارو كې وي ، الله Y دې مونږ د تيارونه وساتي ، آمين ـ

د آخرت لپاره اول منزل

زما وروڼو ! د اخرت لپاره پنځه منزل دى .

اول منزل د انسان د ساه د وتلو حال ده

كه چېرته دا كس نيك وي استقبال ته د جنت نه فرشتې راځي

او كه چېرته دا كس ګناه ګار وي جهنم نه فرشتې راځي او د ځان سره د وهلو اسباب هم راوړي .

كله چې دده روح قبض كوي ددې كس نه دومره زيات بد بوى ځي چې فرشتو خپلې پوزې بندى كړي وي .

دويم منزل

د انسان لپاره قبر ده حديث شريف كې راځي قبر د خاورو يو ډېرى ده يا باغ ده د باغونو د جنت نه ، يا كنده ده د كندو د جهنم نه .

عزتمندو ! كله چې قبر ته يو نيك كس ورشي نو قبر ورته وايي دنيا كې چې څومره انسانان وه ، د هغه ټولو نه زيات زما تا سره محبت وه ، ته اوس مونږ ته راغلى يي ته زما حسن سلوك ګوره ، دېنه بعد به قبر دومره وسيع شي چې څومره د مړي نظر كار كوي ، هغو نه به قبر آزاد شي .

او كله چې فاسق ، فاجر ، ګناهګار قبر كې كېږدي ، نو قبر ورته وايي دنيا كې د ټولو انسانانو نه زما ستا نه نفرت راته ، او ته ماته راغلى ته زما سلوك اوس ګوره ، قبر به دومره پرې تنګ شي چې پوښتې به يې يو بل نه اخوا ديخوا وزي .

دريم منزل

حشر ده حديث كې راځي چې قيامت لپاره يوه ورځ پنځوس زره كاله ده .

عزتمندو ! دا به د مؤمن لپاره نه وي د نيكو خلكو لپاره به يو څو لحظي وي ، حديث شريف كې راځي د مؤمن لپاره د قيامت ورځ د سهار د دوه ركعتونو برابر وي (۱). -عائشه صديقه رضی الله عنها

فرمايي : حضور علېه سلام د ټولو نه كم وخت د سهار سنت دوه ركعته ښودلى دى .

زما وروڼو ! د قيامت په ورځ چې كله خلك راوچت شي هر كس به د خپل نفس غم كوي ، او هر انسان به د خپلو ګوناهو مطابق خولو كې ډوب وي ، څوك د پښو د ګټې پورې ډوب وي ، څوك به د زنګنو پورې ډوب وي ، څوك به نامه پورې ډوب وي ، څوك به ستوني پورې ډوب وي ، صرف په خولو كې به ډوب نه وي بلكې دې خولو كې به سوزي ، لېكن بعضو نيكو خلكو باندې به دومره خوله راځي لكه يو كس چې بيت الخلاء كې وي او خوله ورباندې راشى يو كس به هم حركت نشى كولى ترڅو پورې څلور سوالو جواب ورنه كړي .

اول سوال : تا خپل عمر كوم كارو باندې تېر كړى ده

دويم سوال : تا د خپل جسم طاقت په څه باندې خرچ كړى ده

دريم سوال : تا په خپل علم باندې څومره عمل كړيده

څلورم سوال : تا خپل مال د كوم ځاى نه پيدا كړى ده

او په كوم ځاى باندې دې خرچ كړيده

څلورم منزل

ميزان ده دلته به هيچا نه پوښتنه نه وي صرف اعمال به تللى شى ، دلته به دهر انسان خطر وي ، چې نيك اعمال به درندېږي او كه بد اعمال به يې درندېږي

پنځم منزل

پل صراط ده پل صراط داسې پل ده چې د ويښته نه نرى ده او د تورې نه تېره ده ، دې باندې به هر كس تېرېږي دا پل تياره كې ده ، مؤمنان به د خپل ايمان په رڼا تېرېږي ، د قيامت په ورځ باندې به خلك د خپل ګناهونو مطابق په خپل شكل كې ولاړ وي ، او د چا مخ به سپين وي ، د چا به تور وي ، الله رب العزت دى مونږ د تور مخ نه وساتى ، آمين ـ

(۱)  بيهقى د يو فرض لمونځ روايت ذكر كړى ۱۲ او مسند امام احمد هم دا روايت كړى ۱۲ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب