د روژې مياشت ولي دومره قدرمنه ده؟

دا د الله رب العالمين لوی احسان دی چي زموږ په ژوندکي يو ځل بيا د رمضان مياشت راغله. د رمضان المبارک مياشت د مغفرت،رحمت او له دوزخه د خلاصون مياشت ده . دا مياشت د الله پاک د تحفو، احساناتو او ورکړو مياشت ده . دا مياشت ځيني داسي خصوصيات (ځانګړتياوي) لري چي په نورو میاشتو کي نشته، چي هغه ددې مياشتي په اهميت او فْضيلت باندي دلالت کوي

د روژې مياشت ځيني يې فضلیت دا دي :

{۱} د دغې میاشتي يولوی خاصيت دادی چي  په دې مياشت کي الله رب العزت قرآن عظيم الشان نازل کړی دی الله تعالی فرمايي:
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَان، فَمَن شَهدَمنکُمُ الشَهرَفَااليَصُمهُ ، وَمَن کَان مَريضًااَوعَلی سَفَرٍفَعدَةٌ من اَيَامٍ اُخَرٍ،يُريدُاللهُ بکَمَ اليُسرَوَلَايُريدُبکُمُ العُسرَ، وَلتُکملُواالعدَةَ وَلتُکَبرُواللهَ عَلَی مَاهَدَاکُم وَلَعَلَکُم تَشکُرُونَ(البقرة:185)
رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل کړی شو،چي د انسانانولپاره له سره تر پايه هدايت دی،او داسي څرګندي لارښودني پکې دي چي دسمي لاري ښوونکې او د حق او باطل يوله بله بېلوونکي دي،له دې کبله څوک چي له دې وروسته دا مياشت ومومي،پرهغه لازمه ده چي دا ټوله مياشت روژه ونيسي، او که څوک ناروغ يامسافروي، هغه دي په نورو ورځوکي د روژو شمېر پوره کړي.

الله پرتاسو اسانتيا راوستل غواړي،سختي راوستل نه غواړي، له دې امله تاسو ته دا طريقه ښودل کيږي تر څو تاسو د روژو شمېر پوره کړی شئ او پر کوم هدايت چي الله تاسو سرلوړي کړي يئ، پر هغه د الله لويي وستايئ او شکرکوونکي واوسئ
قرآن کريم د دې امت د ستور او قانون دی، دا کتاب د انسانانو د هدايت او لارښوونو لپاره رالېږل شوی دی، د حق او باطل ترمينځ توپير په دې کتاب سره  کيږي او الله رب العزت ته د نږدې کېدو تر ټولو غوره او اسانه لارده.

دا مياشت د قرآن کريم مياشت ده نوپه دې کي بايدقرآن کريم ته ډېره پاملرنه وشي،په کوموسيموکي چي دقرآن کريم تفسيرشروع وي،بايدوخت ورکړوځکه دقرآن کريم اصلي مقصددنزول دادی چي خلگ بايدځان ورباندي خبرکړي اوبياهغه عملي کړي.
دتاسف خبره داده چي زموږ د مسلمانانو نن سبا حالت داسي دی چي د ورځي څو ساعته راديو اورېدلای شو،بې ځايه خبرو ته وخت ايستلای شو خو قرآن کريم ته وخت نه لرو.
دا د تاسف خبره ده نو بايد قرآن کريم ته وخت ورکړو.
همدا راز د قرآن د تلاوت هم بايد ډېر کوشش وکړو.
{۲} په دې مياشت کې د جنت دروازې خلاصيږي .
{۳} د دوزخ دروازې بنديږي .
{۴} په شيطانانو کي سرکش اوزيات نافرمان په دې مياشت کي تړل کيږي،هغوی په دې مياشت کي هغوکارو ته لاس رسی نه لري، کومو ته يې چي مخکي لری .

په حديث کي راغلي دي :
کله چي رمضان داخل شي، نو د اسمان دروازې خلاصي شي، ددوزخ دروازې بندي شي او شيطانان وتړل شي .
په يوه روايت کي داسي دي  چي کله رمضان راشي، د جنت دروازې خلاصي شي(بخاري)
سوال دا دی چي په دې مياشت کي شيطانان تړل کيږي نوبياولي خلګ ګناوي کوي، په دې مياشتي  کي خوځيني خلګ تر نورو مياشتو زياتي ګناوي کوي دا ولي؟
د دې خبري يو ځواب دا دی چي ټول شيطانان نه تړل کيږي، يوازي سرکش تړل کيږي، لکه څنګه چي په ځينو رواياتو کي دسرکشو ذکر راغلی  دی، نور واړه شيطانان خلاص وي، هغوی خپل فعاليت کوي نوځکه ځيني خلگ گناوي کوي.

{2} شيطانان په دوه قسمه دي،جني او انسي.
جني خو وتړل شي، انسي(انساني) شيطانان خلاص وي، هغوی خپل فعاليت جاري ساتي .

{3} د ګناهونو د کېدلو سبب يوازي شيطانان نه دي، بلکي د انسان نفس دی، نوري فتنې دي. چي هغه انسان ګناه ته هڅوي،چي هغه ډېري زياتي دي.

{ٰ4} ډېرانسانان د ګناهونو سره  عادت شوي وي،نو دوی د عادت پربناء هغه ګناوي په دې مياشت کي هم کوي. لکه  څنګه چي حيوانان د عادت پر اساس خپل کور ته ځانونه  سم رسوي، همداراز شيطان هم ډېر انسانان په ګناهونو عادت کړي دي، اوس که شيطان نه وي، بيا هم دوی خپله وظيفه په پوره توګه  ادا کوي. دا د ګناهونو علتونه دي.
که څوک د ټولو شرائطو او آدابو مطابق روژې نيسي، هغه به ان شاءالله تعالی له ډېرو ګناهونو محفوظ شي .

{5} په دې مياشت کي د ښوکارونو ثواب څوچنده زيات وي .
تردې چي نفل د فرضو او فرض د اوياوو فرضو په اندازه ثواب لري.

{6} څوک چي په دې مياشت کي روژاتي ته روژه ماتی ورکړي، دده هم د هغه په څېر ثواب کيږي، پرته له دې چي د روژاتي ثواب  کم کړل شي (ترمذي حسن صحيح)

{7} په دې مياشت کي د ليلة القدر (دقدرشپه) ده چي تر زرو مياشتو غوره ده او هغه مبارکه شپه ده چي د راتلونکي کال په اوږدوکي چي کوم کارونه ترسره کيږي، د هغو ټولو پرېکړي او ليکني  په دې شپه کيږي . په حديث کي دي چي څوک  ددې شپې له خيره محروم شو، هغه  يقينا له ډېر لوی خير څخه محروم شو(احمد،نسائي وهوحديث صحيح)
په بل حديث کي راغلي دي چي څوک د قدر په شپه عبادت وکړي، په داسي حال کي چي ايمان لري او ثواب يې ګڼي (دثواب په نيت يې کوي، بل غرض يې نه وي) ټول مخکيني ګناهونه به وروبخښل شي(متفق عليه)
دا د الله پاک يو ډېر لوی احسان دی چي په ډېر لږ عمل باندي ډېر زيات ثوابونه ورکوي.

{8} په دې مياشت کي ملائکي ډېري زمکي ته راکښته کيږي .

{9} په دې مياشت کي پېشنمی کيږي، چي ددې اُمت ځانګړتياده.
لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي چي زموږ او د اهل کتابو د روژو تر منځ توپير د پېشنمي په خوراک سره دی (مسلم)
بيا په دې پېشنمي کي پر دې برسېره  چي روژه سړي ته  اسانيږي، نور هم ډېر ثوابونه او فائدې  شته په حديث کي راغلي دي: تسحرو فان في السحور برکة (متفق عليه)
پېشنمی کوئ ځکه په پېشنمي کي برکت دی .

{10} په دې مياشت کي دبدر مشهوره غزا شوې ده .
دا هغه غزا ده چي د مؤمنانو د ملاتړ لپاره ملائکي راکښته شوې چي په پايله کي فتح او کاميابي د مؤمنانو په برخه شوه، مشرکان شرمېدلي او ماتي خوړلي له ميدانه وتښتېدل.

{11} د رمضان د مياشتي يوه ځانګړتيا دا هم ده چي په دې مياشت کي مکه مکرمه فتح شوه.
د دې فتحي په ترڅ کي د اسلام رڼا د نړۍ تر ټولو برخو خپره شوه .

{12} په دې مياشت کي عُمره دومره ثواب لري لکه څوک چي درسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ملګرتيا کي حج ادا کړي . په حديث کي دي :
په رمضان کي عمره د حج سره برابره ده (يايې داسي ويلي) زما په ملګرتيا کي د حج سره برابره ده .(بخاري،مسلم)

{13} په دې مياشت کي تراويح شته چي مسلمانان ورته راجمع کيږي اوپه جماعت سره يې ادا کوي چي دا هم يوازي په روژه کي وي .
(د يادوني وړ ده چي تراويح شل رکعاته سنت مؤکد دي،اته رکعاته تهجد دي، تراويح او تهجد بېل عبادتونه دي؛

{14} د دې مياشتي روژه د اسلام يو رکن دی، له دې روژو نيولو پرته څوک  پوره مسلمان نشي جوړېدای .
څوک چي يې له فرضيت څخه منکر شي هغه کافر کيږي .

{15} په دې مياشت کي د خير کارونه هم ډېروي، د خير کوونکي هم زيات وي، خلګ مسجدونوته ځي، په دومره اندازه کي چي په نورو مياشتو کي هغومره نه ځي .
علماء کرامو فرمايلي دي چي  هغه ډېر بد خلګ دي چي الله پاک يوازي په رمضان کي پېژني، په نورو مياشتو کي يې نه پېژني، عبادت يې په نورو مياشتو کي نه کوي، د احکاماتو پرواه يې نه لري .
بايد مسلمان داسي ځان جوړ کړي چي ټول کال دالله پاک تابعدار واوسي .
ديوازي رمضان عبادت هم دانسان لپاره بس نه دی، نه يوازي په دې میاشت سړی خلاصېدی شي .
په هر وخت کي  انسان ته دالله احکامات متوجه دي، دهغو ضائع کول ګناه او د بدمرغۍ لامل دی .

{16} په دې مياشت کي ګناهونه بخښل کيږي  لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي: پنځه لمونځونه، يوه جمعه تربلي پوري او يو رمضان تربل پوري دهغو ګناهونو لپاره ختموونکي دي چي ترمينځ يې شوي وي، خو(په دې شرط )چي له کبائرو(لويوګناهونو) ځان ساتل شوی وي(مسلم)
د کبيرې ګناه لپاره توبه شرط ده، هغه له توبې پرته  نه بخښل کيږي، صغيرې (وړې) ګناوي په روژه او نورو عباداتو سره  بخښل کيږي.

{17} په دې مياشت کي خلګ تر بل هر وخت ډېر سخيان وي، له کنجوسانو هم سخيان جوړيږي، دا هر چاته معلوميږي .
عبد الله بن عباس رضي الله عنها فرمايي:چي رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلګو زيات سخي وو او په رمضان کي به تر بل هر وخت ډېر سخي وو(بخاري)
الله پاک دي توفيق راکړي چي ددې مبارکي مياشتي روژې او عبادت په ښه توګه تر سره کړو او په خپل لوی دربار کي دي يې رانه قبول کړي.
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب