په اسلام کی د ښځی مقام اوحقوق

ومن ایاته ان خلق لکم من انفسکم ازواجا لتسکنوا الیها وجعل بینکم مودة ورحمة . الایة په انسانی اوبشری جامعة کی کومه چه د نراوښځی څخه تشکیل شوی اود دوام اوبقآ سلسله یی د دواړو د وجود په طفیل سره  جریان لری ثبات اواطمینان هلته راتلایشی چه نراو ښځه دواړه  په ټولنه کی له خپل انسانی اوطبعی مساوی حقوقو اوانسانی مقام څخه برخمن شی . دانسانیت اوبشریت په تاریخ کی یواځی همدا قران کریم ده چه ښځی ته یی خپل انسانی مقام اوانسانی حقوق ورکړی ټولوته معلومه ده چه له اسلام څخه مخکی هغوی خپل  انسانی حیثیت له لاسه ورکړی وواوله ډول ډول بدبختیو سره مخامخ وی اوحتی ژندی به تر خاورولاندی کیدلی داسلام او قران کریم په راتګ سره نه یواځی دا چه دوی ته یی له لاسه وتلی حیثیت بیرته ورکړ بلکه دبشری ټولنی اوجامعی یو ذی  ربطه اړخ اودټولنی دروحی ارام اوتسکین ذریعه یی معرفی کړی .)دمبارک ایة ترجمة ( همدا راز اسلام د دوی فردی حقوق په رسمیت وپیژندل هغه دا چه داسلام څخه مخکی دجاهلیت په زمانه کی به چه کله څوک مړشوو نود مړی کونډه دمړی د وارث له خوا بندی ساتل کیدله  که به یی زړه غوښتل له هغی سره به یی نکاح کوله که نه نو هغه به یی همداسی بندی ساتله اوټول مهریا نوره برخه اومال به یی تری اخستل . ولی قران کریم دا رواج اوظلم ختم کړ( یا ایها الذین امنوا لا یحل لکم ان ترثوا النساء کرها ) ترجمه مع التفسیر .

په غربی نړی کی له اولسم قرن څخه ورسته علمی اوفلسفی حرکتونه د اجتماعی مسایلوپه هکله په نامه دحقوق بشرسره شروع شوو اوداولسم اواتلسم قرن متفکیرینو دبشر په طبعی فطری اوغیرقابل سلب بشرپه حقوقو کی خپل افکارښکاره کړو. د نولسم قرن تراواخیرواوشلم قرن تراوایلوپوری دانسا نی ح قوقو په هکله چه به څه ویل کیده یا کوم عملی اقدام کیده هغه ټول د ملیتونودحقوقو په مقابل د دولتونوکی یا د کارګراوزحمتکش د طبقی دحقوقوپه مقابل د کار فرما او اربابانو کی ترهمدی پوری یی تړاؤ‌‌‌درلود .

په شلم قرن کی د ښځو د حقوقو مسله په مقابل د سړیو کی را مینځته شوه اودا د اولین ځل لپاره په کال( ۱۹۴۸) میلادی کی له دوهم نړیوال جنګ څخه ورسته دملګروملیتونو د سازمان  له خوا د ښځی او نردحقوقوتساوی او یوالی صراحتا اعلان شوو دوی وایی چی ښځه هم یو انسا ن ده او سړی هم یو انسان ده تساوی او دحق یوالی او ازادی حق د انسان بماهو انسان ده .

نود غربی نړی دغو هڅو که څه هم یو څه ناخوالی اوبد بختوی له ښځو څخه واخیستلی  ولی په عوض کی یی نوری بدبختوی ورکړی هغه دا چی ښځه اوسړی که څه هم په انسانیت کی برابردی ولی خودوه ډوله انسان دی سره له دوه ډوله خصلتونو  ښځه هم انسان ده خوسره له یوبیل فطری ځانګړی څرنګوالی اوسړی هم یوانسان ده سره له یوبیل فطری ځانګړی څرنګوالی . ښځه اوسړی دوه ستوری دی په  دوو مختلفو مدارو کی هر یو باید په خپل خپل مدار اوخپل خپل فلک کی حرکت وکړی ( لا الشمس ینبغی لها ان تدرک القمرولااللیل سابق النهاروکل فی فلک ) د بشرپه جامعه کی د ښځی او سړی د سعادت اصلی شرط دا ده هریویی په خپل مدارکی خپل حرکت ته ادامه ورکړی ازادی اویوالی هلته ګټه لری چی یوهم د دوی له طبعی او فطری مدارڅخه وتلی نه وی . هغه چی په بشری ټولنه کی یی نا ارامی را مینځته کړی هغه یواځی دا چی د فطرت اوطبیعت د مقتضی په ضد قیام شوی بل څه نه دی .

د ښځی اوسړی ترمینځ د همدی فطری تفاوت تقاضا دا ده چی دوی به د توان استعداد اوسلیقی په لحاظ متفاوت وی اوکله چی د دوی ترمینځ دتوان استعداد اوسلیقی تفاوت راغی نوحتمی ده چی د دوی په مسؤلیتونومجازاتواو حقوقوکی به تشابه یوالی اوتوحد نه وی که څه هم متساوی به وی دلته باید لیږدقیق وګورو چی یو تشابه توحداوهمشکلی دحقوقو ده اویو تساوی او برابری د حقوقوده. تساوی د حقوقویوه معنی لری اوتشابه اویوالی د حقوقوځانته بیله معنی لری دمادی اومعنوی ارزښتونو په لحاظ سره د ښځی اوسړی ترمینځ دحقوقو تساوی اوبرابریوشی ده  اود دوی ترمینځ دحقوقوهمشکلی اویوالی بل شی ده تساوی برابری ده اوتشابه یوالی اوتوحد ده اسلام یواځی د تشابه اویوالی د حقوقو څخه انکار کوی ولی تساوی د حقوقوته بلنه ورکوی .

په دی خاطرچی د تساوی اوتشابه ترمینځ توپیرپه اذهانوکی ښه روښانه شی یونظیروړاندی کوو. هغه دا چی ممکن یو پلارخپل ثروت اوملکیت دخپلو زامنو ترمینځ متساوی  تقسیم کړی ولی نه متشابه  مثلا یوپلارهم سوداګری لری اوهم زراعت اودواړه د قیمت او ارزښت په لحاظ سره برابردی اودوه زامن لری چی یویی ذوق سلیقه اواستعداد دسوداګری اوتجارت لری اوبل یی ذوق سلیقه اواستعداد د زراعت لری  له کوم سره چی استعداد د سوداګری ده هغه ته یی تجارت خانه اوسوداګری ورکړه  او له کوم سره چی استعداد دکښت اوزراعت ده هغه ته یی زراعت ورکړ اوس دا تقسیم م تساوی ده ځکه تجارت خانه اوزراعت د قیمت په لحاظ سره برابردی اما متشابه نه دی ځکه د سوداګری اوزراعت ترمینځ همشکلی اویوالی نشته نوپه اسلام کی چی کوم حقوق ښځی اوسړی ته ورکړشوی دی هغه متساوی دی ولی همشکله او متشابه نه دی په دی معنی چی هریو ته د هغه د فطری طبعی استعداد اوسلیقی په مستوی حق ورکړشوی ده.

د اسلام څخه مخکی ناخوالو اوبد بختیوغا لبا له دی څخه سرچینه اخیستله چی د ښځی انسا نیت  سلب شوی وو اوداوسنی مترقی عصربد بختوی له دی څخه سرچینه اخلی چی عمدا یا سهوا د ښځی ښځیوالی هیرشوی طبعی اوفطری موقع یی په اوبو لاهوشوی  غریزی اوطبعی استعدادونه اوتقاضاوی یی سلب شوی  د ښځی فطری اوطبعی وضعی ته توجه نه کول لا زیات د دی د حقوقود پایمال کیدلوسبب ګرځی .

ولی که داسی شی چی ښځه له سړی سره همشکله واحده وګڼل شی نوسړی به ښځی ته ووایی چی ته هم یوه یی زه هم یویم نودژوند کارونه اومسؤلیتونه باید ترمینځ همشکله اجرآ کړو په سختیوکی له ما سره شریکه شی له ما څخه داحترام اوحمایت توقع ونه کړی د خپلی زندګی باردی په خپله په غاړه واخله داولاد دپالنی په بار وړوکی را سره شرکت وکړه د خپلوامراضو خطرونودی په خپله دفاع کوه په هغه اندازه چی زه یی ستا لپاره مصرف کومه ته یی هم باید دما لپاره مصرف کړی نوبیا د همدی ښځی حقوق اوټول حیات پایمال شووځکه بالطبع د کارد توان او قوة په لحاظ سره ښځه له سړی څخه کمه ده  .له دی څخه علاوه د ښځی میاښتنی مرض د بارداری د ورځو ناراحتی د ولادت سختی  اود شیرخوربچی مراقبت لا زیات ښځه هغی وضعی ته سپاری چی کم مسؤلیت د سړی حمایت اوزیات حقوق ولری  البته دا یواځی په انسانی نوعه پوری اختصاص نه لری بلکه هرهغه ذی روحه چی د زوج اوخاوند په حیث ژوند کوی د طبیعت په مقتضی د خپلی جنسی ښځی حمایت ته وردانګی .

اسلام د ښځو د حقوقو په هکله خاصه فلسفه لری چی هغه سره له هغه چی له اسلام څخه مخکی موجود وواوسره له هغه چی د نن ورځی په نړی کی جریان لری مغایرت لری د دوست اودښمن په اتفاق سره قرآن کریم د ښځود حقوقو احیآ کوونکی ده  کفری نړی لا اقل دومره اعتراف خو کوی چی قرآن کریم دخپل نزول په وخت کی د ښځود انسانی حقوقو په هکله اوچت ګامونه پورته کړل ولی قرآن کریم هیڅکله د ښځود حقوقود احیآ په نوم د ښڅی ښځیتوب او دسړی سړیتوب نده هیرکړی . که په بل عبارت سره ووایو چی قرآن کریم ښځه په هغه ډول سره ولیدله څنګه چی په طبیعت کی وه اعنی د ښځی لپاره یی هغه حقوق وضعه کړوکوم چی د ښځی طبیعت یی تقاضاکوی . له همدی کبله د قرآن کریم اود طبیعت د فرمان ترمینځ کاملا هماهنګی شته اودغه دواړه الهی کتابونه چی یویی تکوینی ده چی طبیعت ده اوبل یی تدوینی ده چی قرآن کریم ده یوله بل سره مطابق شول .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب