د سینوهه له کتابه لنډې ویناوې او حقیقتونه!

لازمه مې وګڼله چې د سینوهه له هغه بې شمېره یاداښتونو چې ڪټ مټ په نن ڪې د تطبیق وړ او شتون لري، ځینې یې له تاسو سره هم شریڪ ڪړم.

1_ یو ځوان سړی چې د ښځو په اړه تجربه نه لري، د یو موټی واښو په شان وي او لومړنی ښځه چې ورسره مخامخ ڪیږي د تنور په شان وي، ڪله چې په تنور ڪې واښه واچول شي سوځي.

2- مینه نشته او هغه څه چې مینه بلل ڪیږي هغه اړتیا ده چې نارینه او ښځه یې یو بل ته لري.

3- هر څومره چې سړی شرم وکړي، تر نورو ژر د ښځو په منګولو ڪې لویږي او ډیر ترې ڪړاو ویني.

4- هیڅڪله د راتلوونڪي په اړه پرېڪنده فیصله مه ڪوئ، ځڪه ته نه پوهیږې چې په راتلوونڪي ڪې څه ڪیږي.

5- علم پای نه لري او انسان چې څومره تعلیم وڪړي، بیا هم د علم ترلاسه ڪولو ته اړتیا لري.

6- انسان یو ځل مري او داسې څوڪ به نه وي چې دوه ځله ووژل شي، نو باید د داسې پیښې په اړه چې یو ځل پیښیږي ټول عمر ونه ډار شو.

7- هغه سرتیري چې جرئت نه لري طالع هم نه لري او په جنګ کې به لومړی کس وي چې وژل کیږي.

8- تر هغه چې یو څوک لوړ استعداد ونه لري، لوړ افکار نه شي درلودی، ځکه زموږ هره کړنه زموږ د افکار زېږنده وي، هغه کسان چې لوړ فکرونه لري او چمتو وي چې خپل افکار په خپل وخت عملي کړي، یو ستر انسان دی.

9- هغه کسان چې بډای دی په خپلو خدایانو عقیده نه لري، خو په دوه موخو ځان د خپل خدای متعقد بولي، یو دا چې عادت او دود همداسې دی او بله دا چې باید ځانونه خدایانو ته متعقد وښیي چې بې وزلي او مریان چې په همغه خدای عقیده لري کار کولو ته اړ کړي او د هغوی له کارونو ډیره شتمني تر لاسه کړي.

10- تر هغه چې دا نړۍ وي د بېوزلو خبره به هیڅ اهمیت ونه لري، هر څه چې وایي باطل به وي.

11- په هر څه کې افراط ان په خوشحالۍ او ساعت تیرۍ کې افراط تاوان لري او لیونتوب دی.

12- یو ملت د پسونو د یوې رمې په شان دی، د دې لپاره چې حکومت پرې وکړای شې، په ځېنو شیانو بوخت ساتل کیږي او د بوختېدا یوه لاره دا ده چې ورته ووایې ته آزاد یې او د دې لپاره را منځته شوی یې چې آزاد ژوند وکړې.

13- په نړۍ کې هر شی بدلیږي، یوازې د بشریت حماقت دی چې نه بدلیږي او تر کومه چې دا دنیا وي د خلکو له حماقته به استفاده کیږي.

14-ځینې وخت موږ د خپلو غوښتنو په اړه هم تېروتنې کوو او نه پوهیږو چې څه غواړو.

15- یواځینی کسب چې هیڅکله نه رخصتیږي شراب خرڅول دي، ځکه خلک هم د خوښیو او هم د غمونو او بدبختیو پر وخت شراب څښي او تر هغه چې دا نړۍ شته خلک به شراب څښي.

16- غچ اخیستل خوند لري او داسې شراب دی چې انسان نشه کوي، خو مستي یې ډیر ژر له منځه ځي.

17- انسان باید د سمندرونو ور اخوا سفر وکړي، نور هیوادونه وویني چې پوه شي، هغه نېکمرغي چې دی ور پسې دی، په بل هیڅ ځای کې نشته، بلکې د هغه په خپل هیواد کې پیداکیږي.

18- کله چې انسان پوه شي چې بل غولولای شي، امکان نه لري چې ترې تېر شي.

19- یواځې مرګ دی چې انسان له ټولو ناروغیو او بدبختیو ژوغوري.

20- سترګې له ډیرو کتلو ستومانه کیږي او غوږونه له ډیرو اوریدلو ستړي کیږي او روح هیڅکله نه راضي کیږي، ځکه چې هیڅوک په ژوند کې خپلو ټولو هیلو ته نه راسیږي.

21- هر څه چې د مینې په ګټه وي، خته که هغه دروغ هم وي خوندور وي.

22- که یو څوک ووایي چې زه ځان ډیر ښه پیژنم، بیا هم د دې توان نه لري چې ځان په بشپړ ډول وپیژني او کله نا کله به داسې کار هم وکړي چې وروسته نه شي پوهیدای چې ولې یې دا کار کړی دی.

23- که غواړې چې ګوزار وکړې، نو باید ګړندی او سخت وي چې دښمن دې داسې سر بدله کړې چې زر ځان را ټول نه کړی شي.

24- مرګ د بدنې ځورونې او د ژوند سترو غمونو او نهیلیو څخه یوه خوږه پېښه ده، ځکه انسان له ژونده کړیږي نه له مرګه.

25- کله چې یو څوک له قدرته لویږي، خپل ټول ملګري او دستان له لاسه ورکوي.

26- مرګ هیڅ درد نه لري، په حقیقت کې مرګ د هغه کس له حالت سره توپیر نه لري چې ستړی وي او غواړي په یوې ځمکه اوږد وغځیږي او خوب یې سترګې پټې کړي، ځکه هر ډول درد او کړاو د ژوند له امله دی نه د مرګ له امله.

27- که غواړئ چې پوه شئ چې ولې ټول انسانان سره یو شان دي او یو په بل غوره نه دي، نو هغوی د مرګ، بدبختیو او رنځونو په وخت وازمایئ.

28- هغه څه چې تر اوسه په نړۍ کې لیکل شوي، ټول یې رښتیا نه دي، یا د پاچاهانو د حکم په اساس، یا خدایانو ته د چاپلوسۍ په خاطر او یا هم د خلکو غولولو لپاره لیکل شوي دي.

29- تر هغې چې انسان ژوندی دی احمق به وي او تشې وعدې او دروغ به یې غولوي، په هر وخت او پړاو کې به د وخت د غوښتنو سره سم هغه ته دروغ ویل کیږي او هغه به هم په شور او ولولې سره دغه دروغ او چټیات مني.

30- شتمن هغه څوک نه دی چې سره او سپین لري، بلکې هغه څوک شتمن دی چې په لږو قناعت وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب