ابراهیم علیه السلام خپل پلار ته څه ډول دعوت ورکړ؟

خپل پلار ته د ابراهيم علیه السلام دعوت

قرآنکريم دابراهيم علیه السلام  دعوت بيان کړى دئ ، دابراهيم علیه السلام  پلار مشرک وو يعني دبت عبادت يې کاوه. که څه هم دابراهيم علیه السلام  سره په ټولنه کي نور هم زيات بت پرستان وه خو ده ترټولو ښه حقداره کس دده پلار وو چي دى نصيحت ورته وکړي ، ديوه خداى جل جلاله  عبادت ته يې راوبولي او دالهي عذاب څخه يې وبېروي له همدې امله ده لومړى خپل پلار ته دعوت ورکړ، په دعوت کولو کي يې هيڅ پروا دچا نه لرل، دابراهيم علیه السلام  دعوت خپل پلار ته ديوه نېک زوى وناوړه پلار ته دعوت وو . دداسي زوى دعوت چي پرته لدې چي خپل پلار ته ګټه ورسوي او ديوه بې ساري عزت څښتن دي يې کړي بل هيڅ هدف يې نه درلودئ. ابراهيم علیه السلام  چي کله خپل پلار ته دعوت ورکاوه دسختو اوتندو خبرو څخه يې کار نه دئ اخيستى بلکي په ډېرو نرمو اوخوږو خبرو سره يې دعوت  ورکړ، سره ددې چي دزيات اوکامل ادب څخه يې هم کار اخيستى. په ډېرو ښو اشارو اوښو ويناوو يې مجادله ورسره وکړه . لومړى يې پلار ته دبت پرستۍ بطلان ورپه نښه کړى . ابراهيم علیه السلام  لومړى دبتان په اړه ورته وويل : بتان  نه اورېدل کولاى سي ، نه ليدل کولاى سي ، نه چاته ګټه رسولاى سي ، نه چاته تاوان رسولاى سي او نه دخپل ملګري څخه کوم تکليف ايسته کولاى سي.بيا يې ورته وويل : داسي خدايان نو ته څه کوې چي دپورتنيو ځانګړتياوو څخه يوه هم نه لري سره ددې چي دغه ځانګړتياوي نه لري يعني بيخي اورېدل او ليدل لا نسي کولاى آن تردې چي دخپل ځان څخه يو څوک ليري کولاى نسي ، که يې يوڅوک ماتوي دځان دفاع لا نسي کولاى نو دخپلو عبادت کونکو ارمانونه اوخواستونه به څنګه پوره کړي؟بدبختانه چي پلار يې دده دعوت قبول نه کړ، نه يې کوم دليل ورته ووايه ځکه دليل يې نه درلودئ يوازي يې دسرناخلاصۍ څخه کار واخيست ، پرخپله ګمراهي باندي ټينګ سو . داچي ابراهيم علیه السلام  به ده ته په تکراري ډول دعوت ورکاوه نو ځکه ده ابراهيم علیه السلام  له دې امله چي دده بتانو سپکاوى به يې کاوه ــ په وهلو او وژلو تهديد کړ.
الله جل جلاله  ددغه قصې په اړه په سورة مريم کي فرمايي :
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (41) إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا (42) يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا (43) يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا (44) يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا (45) قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا (46) قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا (47)   (سورة مريم الاية ٤١ الي ٤٧)
ژباړه : په کتاب کي ابراهيم علیه السلام  ياد کړه بېشکه دى رښتينى نبي وو . کله چي ده پلار ته وويل : اې زما پلاره! ته ولي دداسي شي عبادت کوې چي نه اورېدل کولاى سي ، نه ليدل کولاى سي او نه ستا څخه کوم تکليف دفعه کولاى سي؟ اې پلار ! ماته داسي علم راکړل سوى دئ چي تاته نه دئ درکړل سوى نو ته زما پيروي وکړه زه به تاته ډېره سيده لاره وښيم. اې پلاره! دشيطان عبادت مه کوه ، شيطان دالله جل جلاله  څخه نافرمانه دئ . اې پلاره ! زه پرتابېرېږم چي تابه الهي عذاب مسه کړي نو ته به دشيطان دوست سې. پلار يې ورته وويل :
اې ابراهيمه! ته زموږ دخدايانو څخه مخ اړوې ؟ که ته ددې کار څخه منعه نسې نو زه به تاسنګسار کړم او زماسره تر ډېري زمانې پوري ناسته مه کوه. ابراهيم علیه السلام  وويل : سلام دي وي پرتاباندي ، زه به دخپل رب څخه ستا لپاره مغفرت وغواړم بېشکه زما رب ډېر مهربان دئ.
ابراهيم علیه السلام  دخپلي وعدې مطابق چي دپلار سره يې کړې وه دالله جل جلاله  څخه يې مغفرت وغوښتى او وې ويل : (واغفر لابي انه کان من الضالين) يعني اې خدايه! زما پلار ته مغفرت وکړې بېشکه زما پلار د ګمراهانو څخه دئ . دابراهيم علیه السلام  دغه استغفار په دې هيله کوى چي ګوندي پلار به مي ايمان راوړي. کله چي ابراهيم علیه السلام  په دې يقين سو چي پلار مي ايمان نه راوړي او پلار يې پر خپل شرک اوبت پرستۍ باندي ټينګ سو نه ده وويل :
وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ (114) ( )
ژباړه : نه استغفار دابراهيم علیه السلام  دخپل پلار لپاره مګر دهغه وعدې څخه وو چي ده کړې وه دپلار سره ، کله چي ورته ښکاره سوه چي دده پلار دالله جل جلاله  دښمن دئ دخپل پلار څخه بېزاره سو . بېشکه ابراهيم علیه السلام  دردمن او زيات زغم لرونکى وو.
په دې قصه کي هغو خلګو ته يوه لارښودنه ده چي دښې  عقيدې اوايمان څښتنان وي څو دوى دانبياؤ علیهم السلام  پر تګ لاره باندي تګ وکړي او ددوى مبارکانو کامله روزنه او سيرة زده کړي بيا يې عملي کړي . تاسو وګورئ ! ابراهيم علیه السلام  دخپل پلار څخه او نوح علیه السلام  دخپل زوى څخه دالله جل جلاله  لپاره بېزاره کيږي . دې ته نو کامل ايمان وايي. له همدې وجهي څخه ويلاى سو چي تر هغه ورور ګلوۍ چي ددين پربنسټ وي تر هغه سپېڅلى او محکم پيوند نسته او ديني اړيکي ترنسبي اړيکو لوړي دي . دې ته کامله نمونه وايي . الله جل جلاله  دانبياؤ علیهم السلام  ددعوت په اړه فرمايي :
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ…  (سورة ممتحنة الاية ٤)
ژباړه : بېشکه ستاسو لپاره يوه نېکه طريقه  سته په ابراهيم علیه السلام  او هغه کسانو کي چي دده سره وه کله چي دوى خپل قوم ته وويل : بېشکه موږ ستاسو څخه بېزاره يو او  دهغه څه څخه بېزاره يو چي تاسو يې عبادت کوئ موږ تاسو ته عقيده نه لرو . زموږ او ستاسو په منځ کي دښمني او بغض څرګند سو دتل لپاره ترهغه وخت پوري چي تاسو پر يوه الله جل جلاله  باندي ايمان راوړئ .
ايا په دې قصه کي دابراهيم علیه السلام  دايمان رښتينولي نه څرګنديږي ؟ ايا په دې قصه دابراهيم علیه السلام  بېزاري دخپل پلار څخه نه څرګنديږي ؟ ايا دا دزوى اوپلار په منځ کي داړيکو شکېدل نه دي چي ايمان رابطه له منځه تللي وي؟ دا څه دحيرانتيا خبره نه ده ځکه ابراهيم علیه السلام  دانبياؤ علیهم السلام  پلار او دالله جل جلاله  خليل وو. ابراهيم علیه السلام  داسي يو څوک وو چي ډېر نااشنا شيان يې دخپلي صادقي عقيدې او دصادق ايمان لپاره وړاندي کړي دي دداسي عملونو په تر سره کولو سره ابراهيم علیه السلام  ددې ډېر حقداره دئ چي خليل الرحمان وبلل سي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب