مانا مه معنا/معنی؟

خیر که خېر؟

مانا او معنی

د ارپوهنې (اټیمولوجۍ) له مخې مانا د لرغونې اریایي ژبې اوېستا ویی (لفظ) دی او هلته هم د اوسنۍ پښتو غوندې مانا ویل کېده. دا خبره لوی اروپوه او ژبپوه ډاکټر زیار هم تاییده کړې ده.

استاد اجمل ښکلی په دې اړوند زیاتوي: “[…] په عربۍ کې له سترګې يا عين نه راغلی، نو معنی ترې جوړ شو.

یو یادنوړ ټکی دا دی چې د دې ویي (مانا) په نورو هندو-اریايي ژبو کې هم لیدل کېږي لکه جرماني ژبو کې، د ساري په ډول د انګرېزۍ mean او د المانۍ meinen. په لنډو دا چې پښتو کې مانا لیکل کېږي او اوېستا له پښتو سره د خورا نژدوالي په پار د پښتو مور هم ګڼل کېږي.

خیر او خېر

خیر له عربۍ ژبې سره تړاو لري او هلته khair تلفظېږي. همدارنګه اکثر پښتانه یې، له ځینو ختیزو لهجو پرته لکه یوسفزي، یې هم په همدې ډول یانې په خ ی ر تلفظوي. له یوې خوا زموږ په اوسني لیکدود کې ی د ویي (لفظ) په منځ کې پر ي اوړي، نو ځینې کملوستي خلک داسې اندي چې ګوندې بدل به ویل کېږي. ځینې پښتانه ټبرونه لکه یوسفزي ی ai د ې e غوندې تلفظوي لکه سړی، خیبر، پیدا او ورته نومونه دوی په ې تلفظوي، نو د خپل وینګ پر اساس یې هماغسې لیکي هم یعنې سړې، خېبر او پېدا، سره له دې چې دا sarray, khybar, pydaa دي، نــه sarre, khebar, peda.

په ورته ډول، دوی خیر په خېر تلفظوي، نو ځکه یې خېر لیکي.

کامران منګل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب