تناقص په بایبل کې

۸: بایبل )۲۴۰۰۰) نسخې لیکل شوی دی خودوې نسخې ئې یوشانته نه دی.
۹: همدااوس چی تاسی کوم بایبلونه دکاتولیکانواویاهم دپرتستانولری دادواړه سره ښکاره توپیرلری ، مطلب داچی دکاتولیکانوبایبل ۷۳ کتابونه دی اودپروتستانوبایبل ۶۶ کتابونه لری، یعنی پروتستان دکاتولیکانو۷ کتابونه نه منی اودوی وایی چی داله ځانه څخه لیکل شوی کتابونه دی اوهیڅ اعتبارنلری اوالهی کتابونه نه دی.
۱۰: په بایبل کي ۱۰ ځایه دمحرماتوسره زنابیان شویده داڅنګه دالله کتاب دی.
دبیلګې په ډول سره موږیی څو بیلګې ذکرکوو:
– په تاسوکي زناوی شته، اوداسی زناوې په تاسی کي شته چې په غیرقومونوکي نشته یعنی دیوه سړی زنادخپل دپلاردښځې سره. (۱کرنتیون ۵:۱)
-اوکله چی اسرائیل هغه ځمکي ته تلی …. اودخپل پلاردمدخولی (مور) بلهه سره هم بستری وکړه. (پیدایښت ۳۵: ۲۲)
-اوعمران دخپل پلارخور(یوکابد)خپله ماینه کړل اودده دهغه څخه دوه زامن پیداشول. (خروج ۱۹: ۲۰)
یادونه: دحضرت لوط علیه السلام په هکله ئې هم داسی فحش بحث رااخیستی دی په پیدایښت ۱۹: ۳۰- ۳۶) پوری اوزه داجرأت نشم کولای چی بیان ئې کړم، دحضرت لوط علیه السلام دکيسی لاندی په پای لیک کي ورته لیکلی دی:
((په مقدس کلام کي ددې بیان شوی دی لیکن ددې تصدیق نشی کيدلای. کلام مقدس پیدایښت ۱۹ پاڼه) اوداسی نور….
۱۱: په یوه بایبل کي دحضرت عیسی علیه السلام صعود شته په بل کي نشته،
په ټوله بایبل کی دحضرت عیسی علیه السلام صعود(اسمان ته پورته کیدل) درې ځایه راغلی دی :
مرقس،۱۶: ۱۹، لوقا، ۲۴؛ ۵۰- ۵۳، اعمال ۱: ۹- ۱۱
په دې څلوروسره انجیلونوکی ومرقس اولوقاته داخبره معلومه شوه چی سیدناحضرت عیسی علیه السلام واسمان ته وختی اوبس، به هیچاونه لیدی اوبل داچې دادصعودبحث په) (Holly Bile Revised Standard 1952 Version په دې بایبل کی نشته، نوموږڅنګه باوروکړوچی دادخدای کتاب دی؟
نوکه لطفاتاسی لومړی بایبل الهی کتاب کړی بیابه دبایبل پراحکامواوویناوباندی خبرې سره کوو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب