دعوت یوازې د سړيو نه بلکې د ښځو دنده هم ده

مسلمانې او مؤمنې خویندې د اسلامي ټولنې د کورنیو هغه ډیوې او څراغونه دي چې په وسیله یې د کورنیو د غمونو، اندیښنو او بد مرغیو تیارې له مینځه ځي او پر ځای یې د مینې، خوښۍ او نېکمرغۍ پلوشې راخپریږي، خو که خویندې خپل رول او اهمیت په ټولنه کې درک او تثبیت کړي، ټولنې ته وښیي چې زه له یوې خوا یو لړ امتیازات او حقوق لرم او له بلې خوا یو لړ مسؤلیتونه او مکلفیتونه هم لرم، یو شمیر دندې او کارونه لرم چې باید سرته یې ورسوم او رسولی یې هم شم، او دا ددې لپاره نه چې خپل شهرت په ټولنه کې مطرح کړي بلکه ددې لپاره چې په اسلام کې د ژوند د نظم او انساني پیاوړتیا اهمیت او ارزښت ټولو ته ثبوت شي.

فضیله مروت

د خویندو ځینې دندې او مسؤلیتونه خوله بیان پرته ټولو ته معلوم دي چې عبارت دي له (د خپل کور او کورنۍ د چارو تنظیم او سمبالښت، د ماشومانو پالنه او روزنه، د خپل خاوند خدمت او په شرعي امورو کې اطاعت، د خپلوانو او دوستانو سره نیک سلوک او غوره چلند) که یوه خور دغه دندې هم په ریښتینولۍ او صداقت سرته ورسوي، نو د خوشحالۍ او ویاړ ځای دی خو پرته له هغې پداسې فاسد او ناوړه شرایطو او حالاتو کې چې د ټولنې په اړه او ذهن (په ځانګړي ډول په ځوان نسل) کې د جهالت، بې دینۍ، اخلاقي مفسداتو، جرمونو، نفاق، ارتداد، بدلمنۍ او نور ویروسونه د ساري ناروغیو د ویروسونو په څیر په لوړ سرعت سره خپریږي پر همغه چارو بسنه نده پکار، که نه نو بیا به خپله کورنۍ او ماشومان هم ددغو بد مرغیو له اغیز څخه خوندي ونشو ساتلای.
نو مسلمانې خورې! پاڅیږه د اسلامي ټولنې د ژړه غوني او بد حالت له غوښتنو او اړتیاوو سره سم لومړی خپل ځان د دیني او عصري علومو په روښنایي نیکمرغه او ورباندې د کفري حالتونو او رواجونو د تیارو چاپیریال له مینځه یوسه، خپله خپل ځان، کورنۍ او ټولنه د اسلام د احکامو او اوامرو تر سیوري لاندې راوله.

خویندو که ځآنونو ته مسلمانې او مؤمنې وایو نو باید په ریښتینې توګه مسلمانې او مؤمنې و اوسو نه په رواجي ډول ترڅو د آخرت په ورځ زمونږ د مسلمانۍ دعوه دروغ ثابته نشي، د مسلمانۍ د دعوې ریښتیني کول دادي چې په اسلام کې په بشپړ ډول داخل شو او هغه غوښتنې چې زمونږ دین یې نن ورځ له مونږ څخه لري په صداقت سره پوره کړو، پوهیږو چې اسلام تش په خوله او نوم د شعارونو دین ندی چې یوازې د څو عباداتو په ادا کولو او یو څو جملو شعارونو په تکرارولو باندې وویاړو او نور په قرار کینو، بلکه د اسلام خدمت، اسلام ته دعوت او د اسلام لپاره قرباني ورکول لکه څرنګه چې په نارینه وو ده، پر ښځو هم ځینې مسؤلیتونه او دندې شته چې باید سرته یې ورسوي، اسلام یوازی د سړو دین ندی چې سړي ددین تعلیم او ښوونه حاصله کړی ددین د خپراوي هڅې دې وکړي، جهاد دې وکړي او ښځې دې بې مسؤلیته په قرار کیني.

خویندو! که نارینه کولی شي ددین زده کړه وکړي مونږ یې باید د هغو څخه ښه وکولای شو. که ورونه ددین د صحیح فهم د خپریدا هڅې کوي، مونږ یې هم کولای شو بلکه مونږ یې تر هغوی یوڅه ښه کولای شو.

خویندو! که نارینه د نارینه و ځوانانو د اصلاح کار کولای شي، نو مونږ د ښځو او پیغلو د اصلاح او سمون کار څرنګه نشو کولای؟ ولې نشو کولای خویندو ته ددین ضروري احکام ورزده کړو؟ ددین سم فهم وروښیو، هغه ستونزې او کړاوونه چې خویندې د ناپوهۍ او دین څخه د ناخبرۍ له امله ورسره لاس اوګریوان دي( لکه د کورني ژوند، اخلاقي، عقیدوي…) د حل لارې چارې وروښیو، هغه بد رواجونه او بدعات چې زیاتره خویندې ورباندې اخته او ددین یوه برخه یې ګڼي له مینځه یوسو، هغه غربي، هندي او نور کفري موډ او فیشنونه چې اوسني ځوانان یې حتی د عصریتوب یوه برخه ګڼي او دوی یې د شوق په مرض اخته دي، د ناوړه اغیزو ذهنیت یې ورک کړو او له مینځه یې یوسو. پردې اساس باندې ننی وخت له مونږ څخه د اسلامي هر اړخیزنظام په ژوند کې د راوستلو غوښتنه کوي.

your ads

نه د نني وخت زیاتره ښځې داسې دي چې یوازې د لوډسپیکر او راډیو په غږ سره سمدستي په ځان او خپلو چارو کې مثبت بدلون او سمون راولي، نه د نارینه وو خبرې په ښځو دومره اغیز کولای شي خو زه چې خپله د ښځې خبره او لهجه په ښځه اغیزه کولای شي، داسې کیدای نه شي چې نارینه ټول هغه حالات چې په ژوند پورې تړاو لري خویندو ته بیان کړي، نه ددې شرایط شته چې خویندې ددیني احکامو د زده کړې لپاره ازادانه هر ځای ته ولاړې شي او نه هم نارینه ددین د سم فهم، او ددین د ډیرو احکامو د زده کړې پیغام په بشپړ ډول خوندو ته رسولای شي، نو خویندو! ددغه چارو د سرته رسولو مونږ او تاسو مسؤلې یو، ددین ساتنه او ددین د احکامو ښوونه له مونږ څخه همت، جرأت، غیرت او لویه قرباني غواړي، که مونږ دغه اخلاقي معیارونه په ځان کې پیاوړي اوپه کار واچوو، هله به د حضرت حفصې په څیر وکولای شو ددین په مینه خپله وینه قرباني کړو، د ام عماره په څیر (چې د احد په ورځ یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دفاع کوله) ددین څخه دفاع وکړو، ستره نمونه خدیجة الکبری رضی الله عنها د عالمانو استاده، سپیڅلې عایشه رضي الله عنها او نورې ټولې هغه طاهرانې او اتلانې چې ددین سره د مینې او قربانۍ ثبوت یې د اسلامي تاریخ په زرینو پاڼو کې له ورایه ځلیږي، باید د خپلو اعمالو او اخلاقو لپاره نمونې او لارښودې وټاکو او لاندنیو معیارونو په رڼاکې خپل ژوند په مخ بوځو.

۱- د دیني او عصري علومو حاصلول:
او دین او مسلمانانو د خدمت لپاره په میړانه وړاندې کیدل، که چیرته مسلمانې زړه او ذهن د علم او پوهې په روښنایي روښانه او رڼا وي، هغه وخت کولای شي ددین خدمت او هم د خپلې کورني ژوند چارې منظمې او په سمه توګه په مخ بوزي.

۲-د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په چارو کې ګډون:

په نیکیو امر اوله بدیو منع کول د هر مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې فریضه ده هغه که په هر ځای او هر وخت کې وي باید فرصت له لاسه ورنکړي.

۳-د اسلام لپاره ایثار او قرباني ورکول:
د اسلامي دعوت د خدمت ګارې په حیث په مسلمان لازمه ده ترڅو په سختیو، ستونزو، کړاوونو کې له صبر، ثبات، تیریدنې او زغم څخه کارواخلي او غوره بدله یې د ځان لپاره اسره وګرځوي او جاهلي غیرت (کینه، حسادت او سپین سترګتوب) پر ځای له ایماني غیرت ( زغم، پیاوړتیا او حیا) څخه کار واخلي او ځان ورسره عادت کړي.

۴-د ظاهري تقوا په ځای حقیقي او باطني تقوا په ځان کې پیداکول:
ظاهري تقوا داده چې انسان یوازې له څو فهرست شوو نافرمانیو څخه ځان وساتي او حقیقي تقوا داده چې په هر ډول حالاتو کې د ایماني بصیرت په رڼا سره ځان په ګناه کې له اخته کیدو څخه هم وژغوري او د هرې مسئلې حقیقت درک کړای شي او د تل لپاره یې د خدای جل جلاله څخه د ویرې او بنده ګۍ احساس په زړه کې وي.

۵-خپل ژوند ته نظم او ترتیب ورکول:
دا د مسلمانې د ژوند سره نه ښایي چې هره ورځ او هره چاره یې په تصادفي ډول بې تدییره او بې نظمه وي او هر څه چې ورسره مخ شي نو هماغسې ورسره توافق کوي یا یې پرته له څه پند او پایلې اخیستنې تیروي او هیروي یعنې د هیڅ پېښې او واقعې څخه کوم پند، ګټه او پایله نه اخلي، نه د خپل ژوند د ټولو اړخونو لپاره منظم فکر او غوره تدبیر ولري او د هرې بدې، ناوړه او ناخوښې پیښې لپاره خپله فکر او د ژوند طرز قرباني نکړي دا د منافقانو او د تش په نوم مسلمانو عادت دی چې د سندرغاړو سره سندرغاړی کیږي، د هندوانو سره هندي ډوله او… مسلمانه باید هر وخت له دغه حالاتو او عاداتو څخه ځان وژغوري.

۶-د بدیو او نیمګړتیاوو د له مینځه وړلو هڅه:
د اسلام خدمتګاره، د ځان لپاره لازمه ګڼي ترڅو خپل ځان د حیا، عفت، مسلمانۍ، فرمانبردارۍ، نیکیو د سرته رسولو، صبر، ثبات او زغم نمونه وګرځوي او خپل عملونه، اخلاق او ذهنیت د قرآني لارښوونو په رڼا کې تصفیه کړي ترڅو نورې خویندې پخپله له هغې څخه پند اونصیحت واخلي، خبرې او عملي یې په خویندو مثبت اغیزوکړي او په ریښتیني ډول د خویندو په اصلاح کې خپله ونډه پوره کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب