په حيواناتو کې د جنتيک انجينري

له ډځرو پخوا زمانو څخه انسانان د دوديزو )عنعنوي( لارو څخه په ګټه اخېستنې سره د حيواناتو د نسلونو د اصلاح په لټه کې وو. هغوی ه(ه کوله چې داسې نسلونه منځته راوړي چې د ښو او زياتو محصولاتو )د کيفيت او کميت له پلوه( لرونکی وي، خو زياتره وختونه د دوی کارونه د علمي اصولو مطابق نه وو.

د کار پايلې يا سستې او يا منفي وې. اوس انجينرانو د جنتيک د ټکنالوژۍ څخه ګټه اخېستې ده، ښه او بهتر حيوانات یې منځته راوړي. ځينې مال لرونکي د غواګانو په خوراکي رژيم کې د ودې هورمون علاوه کوي، ترڅو د شېدو توليد زيات کړي. په تېرو وختونو کې د ودې هورمون یې د مړو غواګانو له مغزو څخه په لاس راوړ، خو اوس د غواګانو د ودې د هورمون جين د بکتريا جسم ته داخلوي او بکتريا د هورمون په توليد پيل کوي چې هم ارزان دی او هم په اسانۍ کولی شو د غواګانو په خوراکي توکو کې یې ورګډ کړو.

د جين په واسطه د انسان درملنه:

د نړۍ په زياترو پرمختللو هېوادونو کې جينوم (د جينونو مجموعه)  له مطالعې لاندې نيولې او د هر وګړي جنتيکي نقشه ځانګړې شوې ده. د جنتيک د علم په پرمخت, سره پوهان کولی شي چې زياتره جنتيکي بې نظمۍ مخکې د زيځږدنې څخه په جنيني پړاوونو کې تشخيص او تداوي کړي. په کومو لارو کولی شو چې په جنيني پړاوونو کې ناروغي تشخيص او تداوي کړای شو؟

پوهېږو د هر وګړي په DNA کې هغه صفتونه چې ښکاره کېږي په پټ (مخفي) شکل موجود دي. له تشخيص څخه وروسته پړاو یې درملنه ده چې د Geneotheraphy په نامه يادېږي. جينوتراپي د جنتيکي بې نظمۍ د رغولو لپاره انسان حجرو ته د نيمګړو جينونو پرځای د روغو جينونو داخلولو څخه عبارت دي.

ترلاسه کړي دي، د بېلګې په توګه: د بکتريا په واسطه د DNA د نوي ترکيب څخه په ګټې اخېستنې سره کولی شو چې په زياته اندازه د ودې هورمون جوړ کړو. دغه هورمون هغه ماشومانو ته، چې د نخاميه غده یې نورمال فعاليت نلري ورکول کېږي. د جنتيک پوهان وړاندوينه کوي چې په دې نږدې راتلونکي کې به وتوانېږي ډځرې خاصي جنتيکي ناروغۍ تداوي کړای شي. لکه څنګه چې مخکې هم وويل شول عادي جين تراپي د جنتيکې بې نظميو په مقابل کې ډځره نوې او هېله بښونکې وسله ده.

څنګه کېدلی شي چې په حجره کې د نا سالم جين په عوض سالم جين ځای کړو؟
د جنتيک انجينرۍ پوهانو په مجهزو لابراتوارونو کې کولی شي د DNA ويروس په نوي ترکيب سره په سالم DNA باندې بدل کړي. ويروسونه دا توان لري چې سالم جين يا DNA د حجرې په داخل کې جوړ کړي. کله چې ويروس حجرې ته داخل شي د خپل نوي ترکيب DNA په حجره قبلوي او په نتيجه کې داسې معلومېږي چې د نوي ترکيب DNA اصلا د حجرې خپل دی او د حجرې ټول فعاليتونه په عادي او نورمال ډول سرته رسوي. له دې لارې د هيموفيلي او عضلاتي خاېص ناروغۍ درملنه کېدای شي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب