ښځه او خاوند ته کوم شیان پام کې لرل او کول ضروري دي؟

د ښځې د پاره دا لاندنې خبرې ضروري دي چې په پام كې يې ولري او هغه عملي كړي:

* د خاوند رضا تر لاسه كول.

* د خاوند د حقوقو احترام او هغه مراعاتول

* د خاوند  مال او دولت ساتل او حفاظت يې كول.

*  خپل اولادونه د د هغوي  د پلار احترام ته هڅول .

* اولاد ته د اسلامي شريعت په رڼا كښې تربيت وركول

*  په مينه او تفاهم سره له خاوند سره ګذاره كول.

* د خاوند احترام كول.

* د خاوند  له پريشانيو څخه ځان خبرول.

* په ستونزو او مشكلاتو كښې خاوند ته د همكارئ لاس وركول.

*  له خاوند سره په غم او ښادۍ كې په صداقت سره ځان شريكول.

*  د خاوند فضيلت ته درناوى كول.

* د خاوند حاكميت منل .

*  د خاوند د خپلوانو سره ښه چلند كول.

* د خاوند مور او  پلار د خپل مور او پلار په حيث  ګڼل.

* هر كار د خاوند په رضا سرته رسول.

* د خاوند له اجازې پرته له كور څخه بهر نه وتل.

* د خاوند په اجازه د كارونو سرته رسول.

* د خاوند د اجازې پرته  روژه نه نيول.

* د خاوند اطاعت كول.

* له خاوند سره په مينه محبت خبرې كول.

* د خاوند له توان او قدرت څخه بهر  بې ځايه  غوښتنې نه  كول.

* د خاوند اسرار او رازونه پټ ساتل .

او ډير نور شيان

د خاوند د پاره دا لاندنئ خبرې ضروري دي:

* ښځې ته د استوګنې د ځاى برابرول.

* د ښځې د اساسي ضرورياتو پوره كول.

* د ښځې د خوشحالۍ د پاره توجه كول.

*  ښځې  ته د خپل ژوند دملګرې  په حيث احترام كول.

* د ښځې د مور او پلار  او خپلوانو درناوى كول.

* ځان پر ښځه باندې اوچت نه ګڼل.

* په هر كار كې له ښځې سره مشوره كول.

* د ښځې پر ځاى فرمايشونه پوره كول.

*   ښځې ته  خپل رازونه او اسرار ښكاره كول.

*  له ښځې سره  ښه  چلند كول .

* له ښځې سره په لطف او شفقت خبرې كول.

*  د ښځې معقولې خبرې منل.

* د ښځې احترام كول.

*  د پلار كورته د ښځې له  تللو سره مخالفت نه كول.

* له ښځې سره د ژوندد چارو په پرمخ  وړلو  كښې تفاهم لرل.

* د ښځې په غم او ښادۍ كښې ځان شريكول

*.  د ښځې په پريشانيو ځان پوهول  او د پريشانيو په لرې كولو كښې كمك كول.

* د كور په كار كښې له ښځې سره مرسته كول.

*   له ښځې سره  د اولاد په تربيه كښې تفاهم ته رسيدل.

* له ښځې سره ښه ګذاره كول.

* ښځه   د خپل ژوند ملګرې   ګڼل.

 * د ښځې حقوق په ځاى كول.

*  د ښځې رضايت حاصلول .

* د ښځې د  مور او پلا احترام كول.

او داسې نور شيان  چې د ښځې او خاوند تر منځ د مينې او محبت فضا معطره كوي او خوشبويي يې  ددواړ و ژوند تر پايه پاتې كيږي.

و ما علينا إلا البلاغ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب