که چېرې د ښځې بکارت پرده وینه نشي؟

سوال : اوله دا چي كله يو نارينه د واده په اوله شپه خپل د ښځې سره نزدېكت وكړي نو رایج خبره ده چې كه يوه ښځه سمه وي او غلته نه وي نو هغه يو څه اندازه وينه كوي نو كه يو كس ناپوه وو او بيا يي تر ډيري مودې وروسته پوه شو او چي زما د ښځي فرض خو وينه ونه كړه نو څه به كوي؟
او كه ددي ښځي تر ګناه د پوهېدو وروسته ورتېر سي ايا دا ګناه ده او كه ثواب ؟
فکر
فکر
جواب : حامداً و مصلياً
د پيغلي د فرج د بکارت پرده د جماع څخه ماسېوا په نورو شيانو هم له منځه ځي ، مثلاً پر پېغلتوب يې ډېر وخت تېر سي يا ډېر حيضونه ورته پيښيږي ، يا وغورځي يا د يو ناروغۍ له کبله يې د بکارت پرده زايله سي (۱)، ځکه نو باید پر مسلماني ښځي بدګماني ونه کړل سي (۲) ، او نه بايد د و يني په نه کولو هغه بد لمنې وبلل سي ، د زنا تور پر مسلماني ښځي لګول لوی جرم دى

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب