د ستر او حجاب مسايل

 اعوذباالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
وَقُلْ لِلْمُوءْمِناَتِ يغَضْضُنَ مِنْ اَبْصَارِهِنَ وَيَحْفَظْنَ فُرُوْجَهُنَ وَلاَيُبْدِيُنْ زِيْنَتَهُنَ اِلاَ مَا ظَهَرَ مِنْهَاوَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَ عَلىْ جُيُوْبِهِنَ وَلاَيُبْدِيْنَ زِيْنَتَهُنَ اِلاَلِبُعُوْ لَتِهِنَ اَوْ اَبَائِهِنَ اَوْابَا ءِ  بُعُوْلَتِهِنَ اَوْ اَبْنَائِهِنَ اَوْاَبْنَاءِبُعُوْلَتِهِنَ اَوْاِخْوَانِهِنَََ اَوْبَنِىْ اِخْوَانِهِنَ اَوْبَنِىْ اَخَوَاتِهِنَ اَوْ نِسَائِهِنَ اَوْ مَامَلَکَتْ اَيْمَانُهُنَ اَوِ التَابِعِيْنَ غَيْرِ اُولِىْ الِاْرَِبَةِ مِنَ الرِجَالِ اَوِ الطِفْلِ الَذِيْنَ لَمْ يَظْهَرُوْا عَلىْ عَوْرَاتِ النِسَاءِ ولا يضربن بار جلهن ليعلم ما يخفين من زينتهن وتوبو الى الله جميعا ايه المومنون لعلکم تفلحون  سورة النور(٣١اية)

ژباړه : او ووايه مؤمنو ښځو ته چې ښکته کړي خپل نظرونه او ساتنه دوکړي د خپلو عورتو نو او ښکاره دې نه کړي خپل زينت او سينګار مګر هغه څه چې ښکاره شي  له دوي څخه او خپل ټکري او څادرونه دې خواره کړي په خپلو ګريوانونو، او خپل پټ سينګارد نه څرګندوي مګر دخپلو خاوندانو يا خپل پلارونو يا خپل خسرونو يا خپل زامنو يا خپلو پرکټيو يا خپل ورونويا خپلو وريرونو يا خپلو خورينو يا خپلو وينځو ، او يا خپلو خدمتګارانو ته چې شهواني نه وي او يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو په رازونو نه پوهيږي او خپلې پښې دې پر ځمکه نه وهي ، چې پټ سينګار به يې ښکاره شي ، او وروګرځۍ په توبو سره اې مؤمنانو  الله تعالى ته تر دې چې بريالى شى ء.

تفسير: ددې اية احکام د ښځو په اړه دي او الله جل جلا له ښځو ته پدې اية کې پنځه لوى لوى حکمونه بيان کړي دي .

اول حکم : (يغَضْضُنَ مِنْ اَبْصَارِهِنَ) خپل نظرونه د ښکته واچوئ او د پرديو نارينه ووته د شهوت په نظر نه ګورئ اوله همدې وجهې نه دښځو کتل پرديو نارينو ته حرام دي .

دويم حکم:(وَيَحْفَظْنَ فُرُوْجَهُنَ) اودخپلو عورتونو ساتنه دوکړي مطلب داچې په بدکارى کښې به ځان نه استعمالوي او بل چاته به ځان نه ښکاره کوي اود بل چا لاس او اندام سره به يې نه لګوي .دښځې عورت يواځې دخاوند لپاره رواء دى نه دبل چا لپاره .

your ads

درېم حکم دادې ? وَلاَيُبْدِيُنْ زِيْنَتَهُنَ) پدې اية کريمه کې دا الفاظ دوه ځلى ذکر شوي او په دواړو کې استثناء شته ځکه امام قرطبي په تفسير احکام القران ٦/١٧٤ کې اونور مفسرين ليکي چې ښځه دوه ډوله زينت (ذاتي اوکسبي) لري ذاتي يا خلقي زينت هغه زينت دى چې الله جل جلا له دې ته نصيب کړى دى لکه مخ ،لاسونه ،مټې ،پونډۍ،اوداسې نور .کسبي هغه زينت او ښکلا ده چې پخپل لاس يې پخپل بدن کې رامنځته کړي وي لکه ويښته غوړول ،نکريزي ،دډول کريمونه وهل او داسې نور . فرمايې وَلاَيُبْدِيُنْ زِيْنَتَهُنَ)

چې خپل هر ډول سينګاردې نه ښکاره کوي (اِلاَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا) مګر هغه څه چې ښکاره دي له دې نه. ددې جملې دوه تفسيرونه نقل شوي دې .

١. دعبدالله بن مسعود رضى الله تعالى عنه او ځنې تابعينو څخه نقل دي چې ماَ ظَهَرَ نه مراد هغه زينت دى چې د ښځو نه مجبوراً ښکاره کيږي چې جامي ،چادري،ټکرى،يا لاس دى چې جامه پرې ونيسي يايوه سترګه ده چې لار ورباندې ويني چې دا ټول مجبوريت دى او په شريعت کې څه ګناه ورباندې نشته دى . ابن کثير وغيره

٢. تفسير ابن عباس او نورو علماوو څخه نقل دى چې د (اِلاَ مَا ظَهَر) نه مراد مخ او ورغوي دي امام قرطبې وايې چې لاسونه او مخ په دوه ځايونو کې ښکاره کيږي

١. په عباداتو کې ،٢. په عاداتو کې ، يعنې که په لمانځه کې د ښځې لاسونه او مخ ښکاره شي نو پروا نه کوي ،ددې حديث په بناء چې .

( المرءاة عورة فاذاخرجت استشر فها الشيطان) ترمذي حديث نمبر ١١٧٣، ابن حبان حديث نمبر ٥٥٩٨ ښځه په مکمل توګه عورت دى مګر لاسونه او مخ يې عورت نه دې او ځينو کتابونو کې قدمونه هم ورسره ذکر شوي امامشروط دا چې په لمانځه کې وي د عاداتو په اړه امام قرطبي فرمايې : هغه زړه ښځه چې شهوت نلري او نه د نارينه شهوت پارونکې وي دداسې ښځې مخ او لاسونه که ښکاره شي پروا نلري .

اماد پېغلې مخ او لاسونه د ټولو علماوو په اتفاق سره عورت دى او بېا خاصتاً پدې معاصر وخت کې چې فتنه او فساد دخپل اوج ته رسېدلى دى نو په طريقه اولى سره به مخ او لاسونه پټوي .

سوال : نبي علېه سلام خپلې ښېنې اسماء بنت ابى بکر(ض) ته ويلي ؤ چې کله جلۍ بالغه شي نو په کار نه دي چې د بدن کومه برخه يې ښکاره شي مګر لاسونه او مخ يې .

جواب: ابوداود رحمة الله علېه فرماېلي دي چې دا حديث ثابت ندى ځکه ددې حديث په سند کې خالد بن دريک دى او د هغه د عائشى رضى الله عنهاسره ليدل ثابت ندې نو ځکه ابوداود دې حديث ته ضعيف او کمزورى ويلى دى .او ددې په سند کې سعيد بن بشير الازدى دى او هغه ضعيف راوي دى تفصيلي جرح ورباندې نقل شويده په اللجنة الدائمة ١٧/١٦٢ کې .او ضعيف حديث  دليل نشې کېدى، نو دا دليل نشي کېدى.

څلورم حکم:(وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَ عَلىْ جُيُوْبِهِنَ) يعنې وا دِ چوي خپل ټکري په خپلو ګريوانونو باندې .

ابن کثير او قرطبي تفسيرونه ليکي :

چې د جاهليت په وخت کې به ښځو ټکري او چادري نه استعمالولى ، مخ لو څې او سر لوڅې به ګرځېدلې چې سيني او بدنونه به يې ښکاره کېدل لکه دنن زمانې بعضې ګمراه ښځې په بازارونو کې ګرځي مخ او بدنونه يې ښکاري چې دجاهلانو او کافرانو ښځې همداسې ګرځي ،نو ځکه الله جل جلا له ايماندارو ښځو ته خطاب کړې دې چې تاسې د کافرانو ښځو په شان مه ګرځې او د هغو ښځو سره ورته والې مه کوۍ.او مؤمنو ښځو لپاره حکم دادې چې ددې اية (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَ عَلىْ جُيُوْبِهِنَ) غوښتنې سره سم عمل وکړي( د ګريوانونو پټول او نه ښکاره کول) کله چې ګريوانونه پټيږي نو ددې سره سر او مخ هم پټيږي د سورت الاحزاب ددې اية (يدنين عليهن من جلابيهن )د تفسير په اړه د عبدالله بن مسعود رضى الله تعالى عنه نه نقل دي چې ددې اية مطلب. دادې: چې ښځې به  پدې ډول ځان په جامو پټوي (چه پرته د سترګو څخه يې د بدن نور غړي  ښکاره نه شي) او په جامو کې ځان پټول الله جل جلا له فرض کړى دى د عايشې رضى الله تعالى عنه نه په صحيح بخاري ٢/٧٠٠ کې روايت نقل شوى دى چې نوموړې وفرمايل : الله جل جلا له دې په مهاجرو ښځو رحم وکړى چې  ددې اية کريمه په اوريدلو سره سمدستي عمل کولو ته چمتو شول (ټکري يې واخيستل او ځانونه يې پټ کړل ) .ابن کثير روايت نقل کړى چې کله انصارو دا اية کريمه واوريدلو نو سمدستي خپلو کورونو ته لاړل او خپلو ښځو ته اودخپلو کورنۍ ټولو ښځينه وته يې وويل الله جل جلاله پدې اية کې تاسو ته حکم کوي چې ځانونه په څادرونو او پړونو کې پټ کړې او ستاسې بدنونه دې نه ښکاري) دا داسې فرض دى لکه څنګه چې لمونځ ،روژه،زکوة،حج او همدا راز جهاد فرض دى دېته وايې د حجاب او پردى مساېل او احکام چې شريعت فرض کړي دي او کومې وړې او معمولي خبرې ندي بلکه د عفت او پاک دامنې خبرې دي .( وَلاَيُبْدِيُنْ زِيْنَتَهُنَ)

دلته د ذاتي زينت ذکر کيږي او الله جل جلا له فرمايې : او نه دې ښکاره کوي خپل ښايست او ډول مګر دې لاندې( ١١ ) يو لس قسمه انسانانو ته .او نه دې ښکاره کوي خپل د زينت ځايونه مګر خپلو خاوندانو ته ، ښځې به خپل خاوندانو ته ډول او سينګار کوي ملا علي قاري. دفتواى قاضي خان څخه په مرقات ٧ /٣٧٠ کې نقل کړي که يو سړى د خپلې ښځې نه ډول او سينګار غواړي او هغه يې نه کوي خاوند يې وهلي شي ځکه دښځو ژوند د ډول او سينګار سره دى لدې وجهې نه شريعت په ښځو باندې د سر وېښتان غوڅول حرام کړې دي ، نکريزې ، سپين زر او سره زر الله جل جلا له دښځو لپاره جايز کړي دي .

(اَوْ اَبَائِهِنَ ) : دارنګه خپلو پلرونو ته خپل ډول او سينګار ښکاره کولى شي .

(اَوْابَا ءِ  بُعُوْلَتِهِنَ) خپل خسرونوته هم زينت ښکاره کولى شي که ددويم خاوندپلار  وي اوکه د اول خاوند پلار وي .

(اَوْاَبْنَاءِبُعُوْلَتِهِنَ )   او خپلو بن زى ته هم خپل زينت ښکاره کولى شي چې د خاوند زامن يې وي اګرکه د بلې ښځې څخه وي نو دا د بلې ښځې بن زى دى.

(اَوْاِخْوَانِهِنَََ  ) : خپلو ورونو ته هم خپل زينت ښکاره کولى شي اما د خپل لېور په مخ کې خپل زينت نشي ښکاره کولى .ځکه حديث شريف بخاري ٢/٧٨٧ کې راغلې پېغمبر صلى الله عليه السلام فرمايلي دي چې پردېو ښځو ته مه ورځئ ( د پردېو ښځو کورونو ته مه ورځئ) . يو صحابي وفرمايل يارسول الله د لېور په باره کې معلومات راکړه .نبي عليه السلام وفرمايل ليور خو مرګ دى . د حديث مطلب دادى : چې که ښځه د لېور سره سفر کوي او ياورسره په يوه کوټه کې شپه تيروي دامرګ او هلاکت دې او شيطان خامخا مداخله کوي .علماء فرمايې : چې د لېور سره يو ځاى سفر کول او يو ځاى شپه تېرول په قطعي ډول حرام دي ځکه ددې ښځې د خاوند په وفات کېدو سره د لېور نکاح ورسره کېږي دا په ابدي محرماتو کې نه راځي نو ځکه ښځه به د لېور څخه او دهغه د زامنو سره به يواځې سفر نه کوي

(اَوْبَنِىْ اِخْوَانِهِنَ) : او د خپل وريرونو په مخ کې هم خپل سينګار ښکاره کولى شي . اما دخپل خاوند دوريرونو او خورينو نه به ستر او پرده کوي . ځکه چې هغوى ابدي محرمات نه دي .

(اَوْ نِسَائِهِنَ ) : د مؤمنو ښځو په مخ کې هم خپل سينګار ښکاره کولى شي . ابن کثير او نورو مفسرينو دلته ليکلې دي مؤمنه ښځه دبلې مؤمنې ښځې په مخکې لاس ، مخ ،او پښې ښکاره کولى شي . خو دکافرو ښځو په مخ کې به دزينت ځايونه  نه ښکاره کوي ځکه کافرې ښځې بيادمؤمنې ښځې زينت بيانوي نورو کافرانو ته او دا کار حرام دى . لکه نن ورځ د موءسساتو يا د نورو خارجي ادارو پورې اړوندښځې کورونو ته داخليږي او خلک وايې چې دا ښځې دي څه پروا نه کوي ښځې خو دې خو امامؤمنې نه دي . فلهذا مؤمنه ورته د خپل زينت ځايونه نشي ښکاره کولى . ځکه داښځې بيانورو کفاروته ددوى د بدن تشريح کوي او دا داسې ده لکه کافر چې ورته ګوري دليل ورباندې

دمشکوة شريف دا حديث دى ،چې نبي عليه السلام فرمايلي دي چې يوه ښځه به دبلې ښځې سره نه څملي . ځکه بيا هره يو ه خپل خاوند ته ددې بلې بدن تشريح کوي او دا داسې مثال لري لکه چې داسړى پخپله ددې ښځې بدن ته ګورې.نو مؤمنه ښځه به د کافرې بدن ته نه ګورې او همداراز خپل بدن به ورته نه ښکاره کوي .

دارنګه ځنې وختونه دکافرو ښځې د مرستې په نامه ښځينوو مکاتبو او لېسو ته راځي نو دلته به هم مؤمنه ښځه د کافرو ښځو ته خپل زينت ځايونه  نه ښکاره کوي ځکه دوى دمؤمنو ښځو عکسونه اخلي او بيايې خارج ته استوي يايې په انټرنېت باندې خپروي . نو ځکه مؤمنې ښځې ته دا کار بالکل حرام او ناروا دي .

(اَوْ مَامَلَکَتْ اَيْمَانُهُنَ ): يعنې همدارنګه خپلووينځو ته خپل

زينت ښکاره کولى شي او د بعضې علماؤ په نېز خپل غلام ته په دې دليل چې يو ځل نبي علېه السلام د فاطمى رضى الله عنها کورته راغى . فاطمه رضى الله عنها د خوب اراده کړې وه چې غلام يې هم ناست وو په داسې حال کې چې څادر يې کوچنى وو.که سر يې پټاوه نو پښې به يې ښکاره کېدلې او برعکس نبى عليه السلام ورته وفرمايل اې فاطمې پروا نه کوي زه دې پلار او هغه دې غلام دې . خو بعضې علماء فرمايې چې د (اَوْ مَامَلَکَتْ اَيْمَانُهُنَ  ) څخه مراد وينځې دي او د غلام مخ کې به د ز ينت ځايونه پټوي او د فاطمې (ض) واقعه هغه وخت کې وه چې دا اية کريمه نه وو نازل شوى .تفسير قرطبي

(اَوِ التَابِعِيْنَ غَيْرِ اُولِىْ الِاْرَِبَةِ مِنَ الرِجَالِ ): او د هغه خدمت ګارانو په مخکې خپل زينت ځايونه ښکاره کولى شي چې دشهوت خاوندان  نه وي . بخاري شريف حديث ٢/٧٨٨ دى چې ( هيت ) نومي سړي په مدينه منوره کې په کورونو کې خدمت کاوه او خلک په دې ګمان وه چې بې شهوته دى اما کله چې دطايف جنګ راورسيدو نوموړي يو صحابي ته وويل که تاسې طايف فتحه کړو نو زه به تاسو ته دغيلان نومي سړى لور دروښايم چې (تقبل بارېع وتدبر بثمان ) ډېره زياته چاغه يا په بدن برابره ده نبي عليه السلام چې کله دا خبرې واورېدلې نو ويې فرمايل : چې دا کس نور له دې نه وروسته په کورونو کې بند (منع) دى له دې چې خدمت وکړي ،او که يو سړى پدې پوهېده چې فلانې چاغه او يا نرۍ ده . يا فلانې دلوړ يا ټيټ قد خاونده ده نو داکس د شهوت لرونکى دى او باېدپه کورونوکې د خدمت او اوسېدو اجازه ور نکړل شي او که پدې خبرو نه پوهېده  نو دابې شهوته دى او نبي عليه السلام نومړي شخص ته وويل چې ته به د مدينې نه بهر اوسيږې چې دابه يواځې دجمعې لمانځه ته راتلو او په دې وجه چې بې کوره وو نو اصحابو کرامو به ورته ديوي جمعې خرڅ برابروو .تفسير ابن کثير ٣/٣٩٢

(اَوِ الطِفْلِ الَذِيْنَ لَمْ يَظْهَرُوْا عَلىْ عَوْرَاتِ النِسَاءِ )او خپل سينګار دهغوماشومانو پر وړاندې ښکاره کولى شي چې دښځينوو په رازونو اګاه نه وي . په دې  اية کې .( الَذِيْنَ لَمْ يَظْهَرُوْا عَلىْ عَوْرَاتِ النِسَاءِ ) دى او ابن کثير د (لَمْ يَظْهَرُوْا) په تفسير ٣/٣٩٢ کې ليکلي: هغه ماشومان چې بالغ نه دي خو دښځو د رازونو په خبرو باندې پوهيږي نو ښځه به دده نه هم پرده کوي(خپل مخ) به ورته نه ښکاره کوي.

(ولا يضربن بار جلهن ليعلم ما يخفين من زينتهن ): يعنې په کلکه سره دې پښې پر ځمکه نه وهي نو ښکاره به شي ددې پټ زينت او ښايست دپردو لپاره او دخلکو پام ور واړوي ) پخوا به ښځو خپلو پښو ته پاولېو واله پايزيبونه جوړول چې شړنګهار اوپام اړونکي اوازونه به يې درلودل لکه څرنګه چې په اوسنې وخت کې ورته ( ګنډې افغاني ) وايې او د تګ پر مهال دپښې په زوره وهلو سره شړنګهارى تر پورته کيږي نو ځکه الله جل جلا له مؤمنو ښځو ته فرمايې چې تاسې داسې اعمال مه تر سره کوئ .

ابن کثير ٣/٣٩٣ په دې ځاى کې فرمايې چې ښځې دې داسې عمل نه کوي چې په هغې سره يې پټ زينت ځايونه ښکاره شي .

او همداراز ابن کثير  ٣/٣٩٣  فرمايې چې ددې مطلب داهم دى چې ښځې دې د تللو پر مهال عطر او خوشبوي نه استعمالوى ځکه د ددې پټ زينت دى چې نورو ته ورخوريږي . نو په دې وجه د سنن الترمذي٢٢٣٧نمبر حديث دى چې نبي عليه السلام فرمايلې دي .هغه ښځې چې د تلو پر مهال عطر کاروې ( فهىکذاوکذايعنې زانية) يعنې دا ښځه زناکاره ده ځکه دا زنا ته دعوت او بلنه ورکوي . علماء فرمايې چې ښځې به هغه پايزار نه استعمالوي چې دهغه پوندې ډېرې جګې وي ځکه هغه دحرکت پرمهال دخلکو توجه را اړوي . همدارنګه ښځه به دخبروپرمهال په لاسوسره اشارې نه کوي ځکه پدې وخت کې يې ساعت او ګوتې ښکاره کيږي ( وتوبو الى الله جميعا ايه المومنون لعلکم تفلحون ): الله جل جلا له ټولو مؤمنانو ته دتوبې کولو ترغيب او مينه ورکوي. دلته دې خبرې ته اشاره کوي چې ددې احکامو په عملي کولو کې دانسان څخه څه کمى او زياتى کيږي نو د الله جل جلا له دعذاب نه د خلاصيدو لار او يواځنۍ وسيله توبه ده . دتوبې معنى داده چې انسان خپل دګناه عمل او دګناه والا او ګناه مجلسونه پريږدي، پرې پيښمانه وي ، بد يې وګڼې،تکرار يې نه کړي او الله جل جلا له نه معافي وغواړي. نو ځکه الله جل جلا له خپل ګناهګارو بندګانو ته دتوبې ترغيب او بلنه ورکوي او مومنانو (ښځې او نر) ته اعلان کوېي چې الله جل جلا له ته د توبې او معافى لپاره ور وګرځې چې دالله جل جلا له د بخښنې سره بريالي شي .

ومن الله التوفيق

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب