که ميړه در سره مينه نه کوي!

ډېر وارې ښځه د کور د کور د لسګونو کارونو لکه د لوښو او کاليو وينځل، د بچيانو پالل او روزل، پخلي، او نورو کې دومره بوخته شي چې ټول وخت يې هلته تېر شي. له بل لوري ګورو چې ميړه هم ټوله ورځ له کوره باندې خپل کار کې بوخت وي، او ښايي پوره ورځ تېره شي خو ميړه خپله ښځه و نه ګوري. دا کار بې له شکه په کورني ژوند بده اغېزه لري.

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

ګرانې… کله چې پوه شوې واده دې له عشق، مينې، او هغه مفهوم څخه خالي شوی د کوم له پاره چې الله جل جلاله واده پیدا کړی، نو خفه کېږه مه، دا د دې ژوند طبيعت دی!
هو، خفه کېږه مه، ځکه چې دا هر څه کولای شې د لاندې لارښوونو په پام کې نيولو سره بېرته تر لاسه کړې(ويې لوله، عمل پرې وکړه، او چې بريالۍ دې وموندلې، له نورو خويندو سره يې شريکې کړه):

۱- خپل ظاهر ته دې پوره پام وکړه
زياتره ښځې دا خبره هېروي چې خپلې ظاهري څېرې ته پام وکړي او د خپل ژوند ملګري ته ځان سينګار کړي، او د دې کار له پاره بيا د کور کارونه او د بچيانو پالنه بهانه نيسي.

هيڅکله دا کار مه کوه، او له خپلې څېرې او سينګار څخه بې پروا کېږه مه! ځکه چې که ځان ته او دې ته چې څه ډول بايد له خپل ميړه سره مخ شې، پاملرنه و نه کړې، د مقابل لوري له خوا به هم له کټې مټې ورته بې پروايی سره مخ شې، او ښايي دا کار ستا د سپکاوي تر بريده ورسيږي.

۲- ور ته څرګنده کړه چې مينه ور سره لرې او پام پرې کوې
تش په دې بسوالی مه کوه چې ته له ځان سره فکر وکړې هغه پوهيږي چې مينه ور سره لرې او دا هر څه د هغه له پاره کوې، بلکې په عملي توګه يې بايد ور ته په ډاګه کړې.

کولای شې دا کار د ځينو ساده او اسانو ګامونو په پورته کولو تر سره کړې. د بېلګې په ډول په يوه کوچنۍ پاڼه ور ته له مينې ډکې جملې ولېکې او په داسې ځای کې يې ور ته کېږدې چې يوازې هغه، خو حتمي، لاسرسی ور ته لري. همدا راز کولای شې له ډوډۍ سره ور ته ګلان راوړې او له مينې ډک چاپيريال جوړ کړې، او يا هم نور څه داسې نور ساده کارونه تر سره کړې چې ميړه دې پوه شي ته ور سره مينه لرې او پام ور ته کوې.

۳- په خبرو کې دې تل مينې ته ځای ورکوه
بايد ټولې خبرې دې د مينې ښکارندويې وي، او بايد د خپلو راتلونکو هيلو، ارمانونو او خوبونو په هکله ور سره وغږېږې. داسې مه کوه چې يوازې د هماغې ورځې نيمګړتياوې او ويران کارونه په خوله کې اړوې را اړوې، بلکې د هغو نېکمرغه او بختورو شيبو يادونه هم وکړې چې در باندې تېرې شوې دي.

۴- نرمه او خوږه اوسه
بايد په کور کې دې د ميړه د شتون پر وخت د ستونزو له پنځولو څخه ځان وژغورې او هغه څه بايد وکړې چې د هغه ژوند له خوښۍ، نېکمرغۍ، او خندا ډک کړې ځکه چې هغه له کار څخه له راستنېدو وروسته په کور کې يوازې همداسې ژوند غواړي او بس، نو د کور شيبې يې له خوښۍ ډکې کړه.

۵- څه وخت خامخا ور ته ځانګړی کړه
ډېر وارې ښځه د کور د کور د لسګونو کارونو لکه د لوښو او کاليو وينځل، د بچيانو پالل او روزل، پخلي، او نورو کې دومره بوخته شي چې ټول وخت يې هلته تېر شي. له بل لوري ګورو چې ميړه هم ټوله ورځ له کوره باندې خپل کار کې بوخت وي، او ښايي پوره ورځ تېره شي خو ميړه خپله ښځه و نه ګوري. دا کار بې له شکه په کورني ژوند بده اغېزه لري.

له دې کبله بايد ښځه خپل خاوند ته يو ټاکلی وخت ځانګړی کړي، ځانګړی وخت په دې معنی چې د بل هر کار او بل هر چا له شتون څخه خالي وي. کېدای شي دا ځانګړی وخت په هره اونۍ کې يوه شپه او يا هم له ويده کېدو مخکې هره ورځ يو، يو نيم ساعت وي چې په هغې کې يو ځای سره کښيني، د خپل ژوند د کارونو په اړه خبرې سره وکړي، او يا هم کوم کتاب يو ځای ولولي.

۶- عشقي اوسه
کېدای شي څه ساده او ارزانه ډالۍ لکه ګلان يا نور څه ور ته واخلې، يا هم د شپې ډوډۍ د شمعو په تته رڼا کې وخورئ. دا راز ساده کارونه کولای شي د ښځې او ميړه تر مينځ عشقي چاپيريال را مينځ ته کړي.

۷-  داسې غيرعادي کارونه وکړه چې هغه پرې خوښ شي
لکه د داسې خوراک تيارول چې د هغه ډېر خوښيږي، يا د کور د سامان په تنظيم کې بدلون راوستل او داسې نور.

۸- ګډ ورزش يا ګډې لوبې کول
ښايي تاسې به يو وخت لوبې کولې، هغه لوبې (منډه وهل، ټينس، پينګ پانګ، يا کومه بله مناسبه کورنۍ لوبه) بيا را ژوندۍ کړئ او (خپل حالت ته په پام سره) يو ځای لوبه وکړئ تر څو مو فکر بېرته هغو پخوانيو خوږو شيبو ته لاړ شي. حتمي نه ده چې دا لوبې دې د ګټلو يا بايللو په موخه تر سره شي، بلکې يوازې د دې له پاره وکړل شي چې د خوښۍ هغه پخوانۍ شيبې پرې را يادې کړئ.

۹- زاړه يادونه دې ور ته را ياد کړه
مثلاً هغه وخت چې لومړی وار مو سره وليدل، چېرته؟ څه وخت؟ په زړه کې مو څه تېر شول؟ څنګه مو سره وپېژندل؟ هغه وخت چې لا واده مو نه وو کړی د يوه بل په اړه مو څه فکر کاوو؟ … او …
د هغو پخوانيو يادونو خوږې شيبې حال ته راوړئ، ځکه چې دواړه ور ته اړتيا لرئ.

۱۰- څه نوي، نوي کارونه وکړه
لکه له خپل خاوند سره د چکر له پاره غرونو ته تګ يا نور نا اشنا کارونه چې کولای شي ستاسې په مينځ کې د ارامتيا او مينې فضا را مينځ ته کړي.
په پای کې، ګرانې! دا لارښوونې په وار، وار ولوله او سر له همدا اوس څخه يې د عملي کولو هڅه وکړه، تر څو مو په مينځ کې هغه فطري مينه بيا را ژوندۍ شي چې الله جل جلاله د ښځې او خاوند په مينځ کې اچولې، تر څو مو د خوښۍ هغه شيبې په برخه شي چې په لټه کې يې ياست، او تر څو مه دغه لنډ ژوند په خوښۍ سره تېر شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب