افغانۍ مېرمنه او امریکایي ثقافت..!!

ددې لپاره چې امریکایان وغواړي خپل ناکاره ثقافت افغاني مېرمنو ته منتقل کړي او ددې ليارې وکولاې شي د افغانانو په اذهانو کې خپل د نفرت کچه راکمه کړي؛ نو د دې هدف د پوره کولو لپاره يې مختلفې طريقې په کار اچولي، په افغانستان کې د امریکا د بحري قواتو قومندان (ترنت هیکمن) ويلي چې دوی عزم لري ترڅو مختلفې ليارې په کار واچوي ترڅو د افغاني مېرمنو فکرونه امریکايي ثقافت او نوښت لورې ته واړوي!

د امريکايي قومندان د خبري په اساس دوې دې هدف ته د رسېدو لپاره مختلف وسایل استعمالوي؛ په ځانګړي توګه د (نوي جهان) رادیو چې هره ورځ د نیم ساعت په دننه کې د افغاني مېرمنو لپاره ځانګړي خپرونې وړاندې کوي، د هري مېرمنې په لاس کې به قلم او کتابچه وي چې ددې لیاري ابجدي توري زده کړي او یوه با فرهنګه مېرمن ورڅخه جوړه شي!

کوم وخت چې امریکايي قومندان په هلمند کې خپلې څرګندونې کولې نو خپل خفګان يې داسې برڅېره کړ: په ډېر تأسف سره مونږ په تېرو لس کلو کې پدې ونتوانېدو ترڅو خپل مهم پروګرامونه پلي کړو. همداراز ومو نشو کولای په افغاني مېرمن کې بدلون راولو او دهغوی علمي سویه پورته شي.

مګر امریکايي عسکر دا عقیده لري چي مونږ به وکولای شو دې هدف ته د هغه چينايي رادیو ګانو له لیاري ورسېږو ، که په یاد مو وي هغه رادیو ګانې چې د استعمار عسکرو تقسیم کړې وې. ځکه اوس افغاني مېرمن په اسانۍ سره کولای شي د (نوي جهان) او ورته نورو رادیوګانو پروګرامونه واوري او تعلیم تري زده کړی.! امریکایانو دې او دېته ورته پلانونو په اساس کوښښ کړای ترڅو په افغاني ټولنه کې بدلون راولي او په ځانګړي توګه مېرمنې د خپل ناکاره ثقافت څخه برخه منې کړي؛ دا ځکه چې هغوی کوم پلان په نظر کې نیسي د ډېر فکر او مشورو وروسته يې پلي کوي. دا کوښښ کوي چې افغاني مېرمن چې د کور اساسي غړي ده او د اولاد په تربیت کې مستقیم رول لوبوي نو پدې خاطر يې مېرمنو ته د سړو په پرتله توجه زیاته ده.

دا خو دامریکايي قومندان هیکمن د ګومان په هاند ده؛ مګر حقیقت د دې په خلاف دی او دا توقع نشته چې امريکایان دي د داسې پرله پسې جنایاتو وروسته کوم چې د دیارلس کلو په دننه کې يې ترسره کړي؛ دې هدف ته ورسېږي او افغاني پاکدامنه ټولنه دي د اسلامي عقيدې اصول او تړاو پرېږدي؛ او د دې امکان پیداشي چې امریکایان دي د افغانستان د اطرافو څخه د هغوې عصمت او عفت واخلي؛ او دعصمت او عفت په مقابل کې دې هغوې ته خپل تمدن او ترقي ورکړي، ځکه چې د دیارلسو کلونو په اوږدو کې افغانانو د خپلو ښځو او ماشومانو سره د امریکا د شفقت او عاطفې نموني وکتلې ، ځکه چې په دیارلسو کلو کې يې هغوی په خپلو طیارو او ټانګونو په پرله پسې ډول بمبارد کړل.

هغوی افغاني مېرمنو ته رنګارنګ عذابونه وروښودل ، داولادونو او مړونو څخه يې محرومې کړې ، دهغوې اولادونه او مړونه يې دهغوې په وړاندې د کور په منځ کې شهیدان کړل او یایې ورته زیړې شیطاني خلتې ورواچولې او په خپلو پټو زندانونو کې يې بندیان کړل.

افغاني مېرمنې به هېڅکله هم دا دردوونکي پېښې هېرې نه کړي. آیا کېدای شي چې د ويني دښمن؛ خپل ځان د یو مهربان او متعاطف په حیث وړاندې کړي او خلک دي د بېلګې په توګه په یوه چينايي رادیو وغولوي ، هغوی به د خلکو د اذهانو څخه څنګه هغه وحشیانه بمبارۍ له یاده وباسي چې دوې پکې بیګناه مېرمنې او کوچنیان د اور خوراک کړل ، آیا د ودونو بمبارۍ به د چا هېرې شي چې واده ته راغلي خلک او د ودونو ځلمو او پېغلو پکې سر خوړلی، د امریکايي چورلکو په قندهار کې د یوه کلې بمبارد به د چا د یاده وځي ؛ داسې وحشیانه بمبارد چې هغه کلی يې د خاورو پر ډېریو بدل کړ چې چا دا ګومان هم نه کاوه چې دلته به هم څوک مېشت وو. ، آیا په هغه کلي کې ښځې ، کوچنیان ، سپین ږيرې او سړي مېشت نه وو، په کوم دلیل د امریکایانو ملګرتیا او عاطفه د افغاني مېرمنو سره څرګندېږي، ددا رنګه پېښو څخه د دوې د مينې او محبت کچه معلومېږي، که چېرې د امریکایانو سره بشر دوستي وای او د افغاني مېرمنو حقوق يې غوښتلاې نو بيا به يې د هغوې په صحي او اقتصادي مشکلاتو کې فکر کړای وایې د عالمي صحي ادارو د تفصیلاتو په هاند د افغاني مېرمنو او ماشومانو د مړينې اسباب د صحي مرکزونو نه موجودیت او همداراز د صحي غذايي موادو نه موندل دي.

ټول پوهېږو چې په زرګونو افغاني مېرمنې او کوچنیان د مختلفو بیماریو څخه شکایت کوي؛ او دا بیمارۍ د هغه بمونو په نتیجه کې راپیدا شوې کوم چې امریکايي قوات يې پر دې مظلوم ولس په وحشیانه توګه استعمالوي.

نو پدې اساس ټول پوهېږي چې امریکایان نه غواړي د افغاني مېرمنو علمي کچه پورته شي او د دې لیارې خپل اقتصادي ژوند منظم او برابر کړي.

هغوی د افغاني مېرمنو پر وړاندې د دارنګه پلانونو ترشا دهغوی بې پته او بې عفته کولو څخه پرته بل کوم هدف او مقصد نه لري، هغوی ددې مفتنو او مفسدو نشریاتو او نورو زهریله پلانونو چې له ورایه ځلانده ښکاري، کوښښ کوي ترڅو په ټولنه کې بې عفتي او بي حیايي منځ ته راشي او د افغاني مېرمنو ديني کچه راکمه شي.

نو امریکایان دې پدې پوه شي چې اوس یواځې د امريکايي جرایمو په مقابل کې یواځې مجاهدین ندي ولاړ ، اوس د افغانستان ټول وګړي د امریکايي جنایاتو په مقابل کې ویښ دي او ورته يې ادراک کېږي. اوس د افغانستان ولس د امریکایانو هر رنګه زهریله پلانونو مقابلې ته چمتو  دی. اوس دېته چمتو دي چې هغوی ته عبرتناک درسونه ورکړي، لکه څرنګه چې تېره ورځ د اوردو یو سرتېري د امریکایانو په یو جنرال او ورسره نورو عسکرو زړه یخ کړ چې اوباما يې هم وژړولو، همداراز تېره هفته په کابل کې د ناټو د یو سرتيري په چاقوانو وهل او بیا ترې سر دتنې بېلول خو دهیچا هم هېر نه دي دارنګه پېښې او ددې په شان نورې پېښې ددې ترجماني کوي چې افغان ولس د امریکایانو سره په کومه کچه کرکه او نفرت لري.

عمرالخراساني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب