د جنت مياشت (رمضان مبارک)

دا ده يو ځل بيا د روژې مياشت  راورسيده . دا د جنت مياشت ده .  دا د خير او  بركت  مياشت په ټولو مومنو مسلمانانو ميلمنه مياشت ده ، دا ده دغه مياشت په دې  وخت او زمان  كښې د هر مسلمان د زړه   دروازې ټكوي  او   هر مسلمان ته خبر وركوي چې زه راورسيدم .

  ټول   مسلمانان  ددې مياشتې  رارسيدو ته ليوال  دي  او دا مياشت  هغوي ته  ليواله ده ، داده دا بختوره  مياشت راورسيده  . دا مياشت راورسيده  او دا دى  يو ځل بيا د مسلمانانو   د ژوند    په فضا د  ايمان او اطمينان خوشبويي خوريږي  .
دا مياشت راغله چې  د مسامانانو  پر مخ د رحمت  دروازې پرانيزي  او  په لاسونو  كښې  ورته  د مغفرت  ګلدستې و ركړي ، دا مياشت راغله چې په ګنهګارو   زړونو باندې  د بخښنې او مغفرت  پردې واچوي . دا دى دا مياشت راغله چې  د هر مسلمان د ژوند   پر   بوستان    د معصيت هوا بنده   او پر ځاى يې د جنت  هوا وچلوي ، دا مياشت راغله چې  د مسلمانانو  له  زړونو څخه د نا اميدئ مړاوې ګلونه   راټول  او پر ځاى يې  د اميد د ښائسته  ګلونو غوټۍ پرانيزي  ، دا مياشت راغله چې  د تقوى په نور سره  د مسلمانانو  تياره زړونه  روښانه كړي
. دا د جنت مياشت  ده .
دا د آسماني كتابونو  مياشت ده ،دا  د مومنانو  په زړونو كښې د عقيدې د ژوندي كيدو مياشت ده . دا د   آسماني كتابونه  د نزول  مياشت  ده . انجيل ، تورات ، زبور   او   د قرآن سپيڅلى كتاب په همدې مياشت كښې نازل شوي دي .
دا د هدايت او لارښونې مياشت ده :
( شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدى للناس و بينت من الهدى و الفرقان ) ( البقره )
د روژې مياشت هغه مياشت ده چې پاك قرآن پكښې نازل شوى دى چې  مسلمانانو ته هدايت كوونكى دى  او په كوم كښې چې د  حق او باطل تر منځ د تميز نښې دي .
پاك قرآن  د خلكو زړونه بدل كړل ، خلكو ته يې  د ښې لارې هدايت وكړ ، خلك يې له بې لارئ  څخه وژغورل .
د روژې مياشت راغله او د رحمت دروازې پرانستل شوې .  د  مسلمانانو او د دوي   د طاعتونو تر  منځ لارې پرانستل شوې . د آسمانونو دروازې پرانستل شوې او د دوزخ دروازې وتړل شوې ، د مسلمانانو  زړونه د شيطان له وسواسونو څخه وژغورل شول .
روژه راغله او ورسره د طاعتونو او عبادتونو د خير  ښائسته  موسم  راغى ،   د قدر شپه چې هر مومن مسلمان يې د راتلو د پاره په زړه كښې تلوسه لري په همدې بختوره مياشت كښې  ده  ، دا هغه شپه ده چې هر  مومن مسلمان   يې په بې  صبرئ سره انتظار كوي ، دا د استغفار او توبې  شپه ده  ، دا د خداى د رحمتونو د بارانونو  شپه  ده  ، دا د خير  او  بركت   شپه ده  ، دا له  زرو مياشتو نه بهتره او معتبره  شپه ده .
ليلة القدر خير من ألف شهر * تنزل الملكة و الروح فيها باذن ربهم من كل امر* سلم هي حتى مطلع الفجر “)
د قدر شپه له زرو مياشتو نه بهتره ده * په دې كښې د خداى په حكم سره فرشتې او روح ( جبرائيل) نازليږي * دا شپه سراسر د سلامتئ شپه ده او د فجر تر طلوع پورې ده .
د روژې مياشت راغله چې  مونږ   ته د جنت لا ر سمه او  هواره كړي ،  د جنت تر روازې  پورې   مو   د رسيدو  لارښوونه وكړي  ، د روژئ  مياشت راغله چې  جنت  ته د رسيدلو په  سخته  او اوږده   لار  كښې مو  لاس نيوى وكړي او   له هر ې بلا او مصيبت څخه  مو  وژغوري  او بيا راته د جنت دروازه پرانيزي . دا هغه مياشت ده چې خداى پاك هر مسلمان بنده ته د جنت دروازې پرانيزي او د دوزخ دروازې  بندوي .
دا هغه مياشت ده چې د حورو ډلې ډلې د پرهيزكارانو او متقيانو په سترګو كښې ښكته پورته ګرځي راګرځي ،
دا هغه مياشت ده چې په بركت يې  مومن بنده  ته دا اميد په لاس ورځي چې په آخرت كښې  به  يې سترګې د خداى پاك  په ليدو منورې  كيږي.
اى مسلمان  بنده ! آيا ته نه غواړې  چې د خپل الله پاك  په ديدار   بختور شې ؟.
أى مومنه وروره !
آيا ته د دوزخ له اور څخه ويره  لرې او كه نه ؟   آيا ته يې له عذابه خبر  يې او كه نه  ؟
دا ده د روژې  مياشت راورسيده . دا مياشت د دوزخ له اور او ددې اور له عذاب څخه د نجات مياشت ده ، په دې بختوره  مياشت كښې  د دوزخ دروازې بندې دي او د جنت دروازې وازې دي . دا يوه  ستره جائزه ده چې خداى پاك  يې هر مسلمان بنده ته  وركوي . دا د آخرت جائزه ده . اى مسلمانه  وروره ته د آخرت دا جائزه غواړې او كه نه ؟   تر څو به  د دنيا په جائزو پسې  لالهانده او سرګردانه ګرځې ؟
ددنيا په جائزو پسې مه ګرځه . دا جائزې درنه پاتې كيږي . د آخرت په جائز ې پسې  وګرځه .
اى مسلمانه وروره !
خوښه ستا ده او انتخاب ستا په لاس كښې دى.
روژه راغله او د خداى او د خداى د مومن بنده تر منځ  نوې اړيكې ټينګې شوې ، دا    د عبادت او طاعت  اړيكې دي او دا اړيكې  د عبادت او اطاعت په  صورت كښې  هيڅوخت  او په هيڅ صورت پرې كيدونكي نه دي . څومره به ښه وي  چې دا اړيكې ټينګې  وساتل شي . ددې اړيكو په ساتلو  د خداى پاك په دربار كښې د مومن بنده توبې قبليږي ، ددې اړيكو په ساتلو خداى پاك د مومن بنده هره غوښتنه  او هره هيله تر سره كوي او هره دعا يې قبلوي .
هغه مسلمان څومره بختور دى چې روژه نيسي  او د روژې په فضل باندې ځان پوهوي. ” د روژې په مياشت كښې په يوه شپه او ورځ كښې  د خداى په دربار كښې د هر مسلمان بنده يوه  دعا قبليږي ”
د روژې د مياشتې په پاى كښې دخداى پاك له خوا  هر مومن مسلمان ته چې د زړه له تل څخه يې په اخلاص سره عبادت او اطاعت كړې وي ،    مكافات  وركول كيږي . دا مكافات د مغفرت تاج دى چې د مومن په سر ايښودل كيږي ، دا تاج د هر مومن د زړه آرزو او تمنا  ده ، دا تاج  همداشان د هر ګنهګار بنده   آرزو  او تمنا هم ده چې په سر يې كيښودل شي . دا يو ستر  او قيمتي انعام دى چې د پاك خداى له خوا  بنده ته وركول كيږي. هر بنده ته ښائي چې ددې تاج  دحاصلولو د پاره هڅې وكړي .
پنځه وخته لمونځ ، له جمعې نه تر جمعې  او د روژې  له مياشتې نه د  روژې تر  مياشتې  مكفرات دي په دې شرط چې  له كبيره ګناهو څخه ډډه وشي ” ( مسلم)
اى روژه نيونكيه !  د مغفرت په دې موسم كښې خداى پاك ستا ټولې ګناوې بخښي او ستا توبې قبلوي  او تاته  د خير ،  بركت  او فيض  خزانې  دركوي .

 

دا ده  د روژې مياشت  راغله !
دا   د بركتونو مياشت  ده
دا د رحمتونو مياشت ده
دا د عبادتونو مياشت ده.
دا د طاعتونو مياشت ده
دا ددعا د قبليدو مياشت ده
دا د ګناهونو د بخښنې مياشت ده
اى مومنه مسلمانه
دې مباركې مياشتې ته
د خپل  زړه كړكۍ  پرانيزه
چې د جنت بوي  دې د زړه په باغ ولكي .
اى مومنه مسلمانه
ددې  مياشتې  هركلى په درنښت او وقار سره  وكړه
دا د جنت مياشت ده .
دا ميلمنه مياشت ده.
ددې ميلمنې  عزت وكړه
په اخلاص سره ددې ميلمنې  ميلمه پالنه وكړه.
كه دا كار دې وكړ
نو ته به هم په دنيا اوهم په  آخرت   كښې دسرفرازه   ،  نيګمرغه ، خوشحاله او كامياب  اوسې .

الحاج فضل الله رشتين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب