حکمونه

په لاره کې د موندل شوي مال حکم؟

یوې خور په خپله پوښتنه کې مونږ ته لیکلي ؤچې: زه په لاره تېرېدم؛ نو یو څه اندازه مال مې ومونده، د دې مال د اصلي مالک پیداکول را ته ستونزمن کار دی؛ نو اوس نه پوهېږم چې په دې مال څه وکړم، چا ته او څنګه یې ورته وروسپارم؟

د قدرمنې خور د دې پوښتنې په اړه په لنډه توګه سره باید دومره ووایوچې:
په لاره کې دا موندل شوی مال، یا خو به داسې وي چې د لوړ قیمت او خورا ارزښت لرونکی به وي؛ او یا به هم داسې حقیر او بې ارزښته مال وي چې د دومره زیات ارزښت او قیمت درلودونکی به نه وي. دلته په دې مقاله کې به په لنډه توګه د هر یو جلا جلا فقهي حکم له تاسو سره شریک کړو.

په اصل کې په اسلامي فقهه کې په لاره کې موندل شوي مال ته لُقْطَةٌ وائي.

د لُقطې تعریف داسې دی چې: لُقطه هغه مال ته ویل کېږي چې تاته یې اصلي څښتن هېڅ معلوم نه وي او ته نشې کولای چې دهغې اصلي خاوند وپېژنې.

په دې اړه د شیخ ابن فاز ــ رحمه الله ــ (۱۹ جلد ۴۳۱ صفحه) کې یوه مشهوره فتوی شتون لري او په هغې کې په دې اړه داسې راغلي دي.

که چېرې دا موندل شوې مال ارزښتمن وي:
که چېرې دا موندل شوې مال د خلکو د عُرف سره سم د لوړقیمت لرونکی او حقیر مال نه وي؛ (لکه طلا، موبایل…)؛ نو په موندونکي شخص باندې دا لازم دي چې په هره میاشت کې دوه یا درې ځلې تر یوه کاله پورې خلکو ته د هغې اعلان وکړي؛ خلکو ته د دې مال په اړه خپل غږ اوچتول او هغوی ته یې ورمعرفي کول یو له هغو مهمو مسئولیتونو څخه دی چې د مال موندونکی شخص یې باید ترسره کړي. (په اوسني عصر کې د فیس بوک، اخبار او داسې نورو لارو څخه يې هم کولی شي چې خلکو ته د هغې اعلان وکړي). او داسې به وائي چې: دا ورک شوې مال چې په فلاني ځای کې ما موندلی دی د چا دی؟ که چا يې اوصاف او ځانګړتیاوی سمې وویلی؛ نو هغه ته به ورکول کېږي.

په دې اړه غوره خبره داده چې: دا موندل شوی مال په داسې ځایونو کې اعلان شي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه او زیات بیرو بار وي، یا د بازار، مارکیت او د جامع جومات په داسې دروازو کې د هغې اعلان باید وکړي (مثلا د ورقې په شکل چاپ او ولګول شي، خصوصا د جمعې په ورځ) چې هلته زیات خلک سره راټولیږي.

اوس که چېرې د یو کال پورې یې هیچ چا پوښتنه ونکړه؛ نو بیا دا موندونکی شخص کولای شي چې پخپله ترېنه استفاده وکړي اوله دې مودې وروسته استفاده کول ورته روا او حلال ګڼل کېدلی شي؛ خو دومره ده چې که چېرې هروخت (که څه هم چې له یو کال وروسته) یې خاوند رامعلوم شي؛ نو بېرته به دا موندل شوې مال خپل اصلي خاوند ته ورسپاري؛ ځکه چې دا مال د هغه سره د یو امانت په شکل پروت دی.

بله مهمه مسئله په دې اړه داده چې: که چېرې یې خلکو ته دهغه اعلان ونکړ؛ بلکې چوپ پرې پاتې شو او یا یې پخپله دا مال وخوړ؛ نو بیا په دې صورت کې د دې ګناه څخه د خلاصون او د حل لاره داده چې: دا مال (یا هم د هغه قیمت) دې د خیر په لارو چاروکې مصرف کړي او ثواب دې د هغه اصلي څښتن ته وروبښي.

د دې کار په نتیجه کې به هم د موندونکي شخص غاړه خلاصه شي او له بل لوري څخه به هم د دې مال اصلي څښتن ته ثواب ورورسېږي ــ اِن شاء الله ــ او دا هم ددې لپاره چې ده خو د دې مال څخه د استفادې کولو لپاره هغه شرعي تګلاره نه ده عملي کړي چې د هغې په نتیجه کې ورته حلال ګرځېدلی شي، او د مال د حلالېدو شرعي تګلاره داده چې: دا مال به د خلکو په منځ کې تر یوه کاله پورې اعلانوي، که چېرې یې خاوند راپیدا نشو؛ نو بیا ده ته د هغه څخه استفاده کول جائز ګرځېږي.

خوکه چېرې د خلکو په عُرف او دود کې دا مال داسې حقیر او بې ارزښته مال وي (لکه یوڅوک په لاره کې یو قلم، ۱۰ یا ۲۰ افغانۍ، رسۍ یا امسا) ومومي؛ چې د دې مال اصلي خاوند هم د هغې په کیسه کې نه وي؛ نوپه دې صورت کې دا موندونکی شخص کولی شي چې پخپله له دي عادي مال څخه چې څنګه یې خوښه وي استفاده وکړي او یا دا موندل شوی مال پربل چا باندې صدقه کړي او ددې مال په اړه اعلان کول پرې لازم نه دي.(یا داسې هم کولی شي چې په یو ښکاره ځای کې یې کېږدي تر څو یو بل څوک ترېنه استفاده وکړي).

اصلاح انلاین

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: