په الهي احکامو کې د ډول ډول وجوهاتو او غرضونو حکمتونه

دا خبره ثابته او مسلمه ده چې د الله تعالی پیداکړي درملو کې مصلحتونه او ګټې ډېرې دي همداسې ددې په احکامو کې هم ډول ډول حکمتونه او اسرار او رموز شته، لکه چې یو بوټۍ یا ریښه کې په سلګونه صفتونه او خواص دي حتی په یوه درمل سره د ډېرو ناروغیو درملنه هم شونې ده نو اوس د پورتنۍ قاعدې پر بنسټ سره د اودس لپاره هم دا لاندې یو څو حکمتونه او د هغه پټ رازونه بیانوو هغه ټول صفتونه او حکمتونه په اودس کې پیداکېږي، داسې ډېر حکمتونه هم شته چې زموږ په علم کې نشته.

د اودس اوّل حکمت د غفلت پرېښودل: اوس موږ په ترتیب سره د اودس حکمتونه په قرآني آیتونو او په نبوي احادیثو سره او له علم الابد څخه نیولې په لنډ ډول دا لنډیز لیکو لهذا دا واضحه کوو چې اودس د انسان ظاهري او باطني ګناهونه او د غفلت په ترک کولو خواته چمتو کول دي، کچیرې لمونځ بغیر د اودس څخه مشروع وای انسان به د غفلت په پرده کې پروت وو او په غافله به لمونځ ته داخلېده او انسان به دنیاوي وهم او تشویشونو، مصروفیاتو کې پرېوتی او د یو بې خبره انسان په څېر به پاتې وه لهذا د دغه غفلت له نېشې څخه د بهر کېدلو څخه اودس مشروع وګرځول شو ترڅو انسان باخبره او د زړه په حضور سره د الله تعالی پر وړاندې ودریږي.

د اودس دوهم حکمت ده حفظ ماتقدم: د مشاهدې او طبّي تجارت ددې امر ګواه ده چې د انسان د ننه بدن کې زهرجن مواد د بدن له اطرافو څخه بهر کیږي او هغه د پښو، لاسو یا د خولې او سر خواته راځي او هلته ودریږي او بیا همدا زهرجن مواد چټلتوب یاناولتوب په بڼه ظاهریږي او د بدن مینځلو سره هغه مواد رفع کیږي، د دغو موادو جوش یا بغاوت په اوبو سره لمنځه ځي یا بدن څخه بهر وځي.

د اودس دریم حکمت ده حب الهي لاسته راوړل: په دې نیت سره چې د الله تعالی اطاعت او د ظاهري او باطني نظافت پابند اوسېدلو سره د الله تعالی محبوبیت ترلاسه کیږي. لکه چې الله تعالی فرمایي: اِنّ اللهَ یُحِبُّ التَّوَابِیْنَ وَیُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِیْن ـ ژباړه:ـ بیشکه الله تعالی ظاهري او باطني طهارت او پاکوالي والا خوښوي. نو په کوم صفت سره چې انسان د الله تعالی محبوب بنده جوړیږي او ددې شرف هم ورته ورکول کیږي نو پر ده لازم دي چې دغو صفاتو ته متصف او پابند هم وي.

د اودس څلورم حکمت ده او غلبه د ملکېت په شبهاتو: کله چې د طهارت کېفیت په نفسونو کې راسخ شي بیا د تل لپاره د نور یوه شعبه په هغه نفس کې پاتې کیږي او د شبهاتو د تیارو برخه بیا مغلوبه پاتې کیږي.

د اودس پنځم حکمت ده د عقل زیاتوالی: په طهارت سره په طبیعت کې د عقل ماده وده مومي اوکله چې عقل پخیږي یا پوره کیږي نو هلته بیا د الله حضور هم تام یا پوره وي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب