دخنځیر غوښه اووینه| قران اوساینس

د خنځیر غوښه ولې حرامه ده؟

پۀ تحقيق سره الله پاک حرامه کړې ده پر تاسو د خنځير غوښه او وينه او هر هغه شی چي د الله پاک د نامه څخه پرته ذبح شي الایة
لوي څښتن تعالی ولي وینه او د خنځير غوښه پر مسلمانانو حرام کړېده،پدي کي څه حکمت دی؟ او اوسنی ساینس د قران پدي فيصله کي څه وايي ؟
دا تر لمر سپينه خبره ده چي اوسنی ساينس ورځ په ورځ د قران کريم او حديث نبوي د ملغلرو په شان حقايق څيړي او بیا وروسته ئې ثابتوي او د د تصديق مهر ورباندي وهي بيله کوم شک نه .
البته و ډیر قراني قوانينو ته لا اوس هم ساينس خاموشه او هک پک دی او په ځينو باندي لا اخته دی.
ساينس پوهانو دا ثابته کړې ده چي د خنځير د غوښې څخه ډېر خطرناکه چنجیان چي د ( تریشفوز) او د (سوليم) په نامه ياديږي ورڅخه پیدا کيږي او پکښې موجود دي ،دا چنجيان د ډیرو افتونو او ناروغيو سبب ګرځي،دا چنجيان دومره سخت دي چي مرګ ئې په عادي اور باندي ناشونی دی ددي چنجیانو څخه علاوه د خنځيرغوښه د پښتورګو د مختلفو ناروغيو سبب هم ګرځي ،دا ځکه چي خنځير نسبت و ټولو حیواناتو ته حمض البول ( هغه م الګه چي په بولو کي موجوده وي ) په زیاته اندازه سره لري ،د هر حیوان زياته اندازه د بدن مالګه د متيازو له لاري څخه وځي ،مثلا د انسان 90فیصده مالګه د پښتورګو له لاري خارجيږي او حال دا چي د خنځير څخه دا اندازه ډیر فرق لري ،او صرف 2فیصده مالګه د خنځیر د پښتورګوله لاري خارجيږي نور ه ټوله مالګه په غوښوکي ګډیږي او جذبيږي همدا وجه ده چي خنځير هميشه دبندو د درد په تکليف اخته وي ،او همدارنګه هر هغه سړی چي د خنځير غوښه خوري هغه هم د بندونو په درداو روما تيزم باندي اخته کيږي د پورتنيو ضررونو څخه علاوه ،د خنځير طبيعت داسي جوړ دی چي د نجاست سره ئې ډیره جوړه ده ،چي دا مستقيما د خنځير پر غوښو تاثیر اچوي او هغه خلګ چي ئي غوښي خوري د ډیرو ناروغيو سره مخ کيږي .
د امریکا د طب یوې اکاډمۍ دا جوته کړيده چي ،د خنځیر د غوښې څخه پيدا شوي افتونه ،او ناروغی مخ په وده کي دي او اوس تر 35 فیصده زياتي دي او ګراف به ئي نور هم لوړ شي .
همدا وجه ده چي قران کريم 1400 کاله م خکي د خنځیر څخه استفاده حرامه ګرځولي ده او ساينس ئې اوس علت معلوم کړ .
او چی موږاوتاسووینو نودخنځیرزکام (Swine Influenzia) په سلهاوخلک دمرګ وکندی ته واچول اوپه زرهاووددې په انتظاردی چی ددې وایروس له کبله به خپل ژوند دلاسه ورکی، حال داچی ساینس پوهان ډېرکوښښ کوی چی ددې مخنیوی وکی مګرتراوسه پوری داناشونې ښکاری، په هرهوایی م یدان کی مسافرکتل کیږی اوحتی سږکال به چی کوم مسلمانان دحج دفریضی داداء کولولپاره ځی هم به بغیرله کتلو او د ټیسټ کارټ نه وحرمینوته دتلواجازه نشته، داڅومره تکلیف دی چی دانسانی طاقت څخه وتلی دی، که چیری خلکو د مخه لادخنځیرساتل له مینځه وړی وای داسلامی احکامومطابق ئې حرام ګڼلی وای نوددې مشکلاتواوافاتوڅخه به بشر خلاصون موندلی وای، اوس داپرحیواناتوڅومره ظلم دی چی په زرهاوخنځیران ئې په بی رحمه ډول سره له مینځه یوړل

وينه ولی حرامه ده ؟

ددې حقيقت او حکمت څخه عام خلګ ناخبره دي ،وينه پخپله (حمض البول) لري او تر لمر سپينه ده چي دا ماده ډيره خطرناکه او زهرناکه ده او که د تغذئې استفاده ورڅخه وشي نو د ډیرو مرضونو سبب ګرځي ،او همدا سبب دی چي الله ج د حیوا ن د غوښو څخه مخکي تر استفادې د ذبح کولو امر کړيدی او يوه ځانګړې طريقه ئي ورته ټاکلې ده ،تر څو د رګونو څخه وينه ولاړه شي او سالمه غوښه پاتي شي ،ډاکټران(روغتیاپالان) دا هم وائي که چيري د ذبح کولو وروسته په يو رګ کي وينه يخی شوي وي دهغه خوراک هم ښه نه دی . او که چيري یو حیوان ذبح شي او دغه وينه ئي په رګونو کي پاتي شي دغه غوښي زهر قاتل دي ،دا ځکه ساينس پوهان وائي کله چي حيوان مړ شي او وينه ئي توی نه شي هغه فائدې چي مخکي پۀ غوښه کي وي هغه له منځه ځي او فقط ضررناکه ماده پاتي کيږي ،او که دغه غوښې وخوړل شي دادمعدې لپاره ډیر ضررناکه دي ،معده پړسوي باالاخرو شوړوي ئي او دخپل فعالیت څخه ئي باسي برسيره پردي دغه غوښي عموما د فرج،دزړۀ د دريدو ،د ناڅاپه مرګ او دليونتوب سبب هم ګرځي او دداسي غوښو څخه باید په قطعي ډول سره ډډه وشي ، ډاکتران دا هم زیاتوي که چيري د پورته غوښو په خوړلو باندی دوام وشي 100 فيصده د انسان د عقيم ( وچيدو ) سبب ګرځي . دا يقينا د الله ج يوه پیرزوينه ده پر خپلو بندګانو باندي چي امر راته کوي چي تاسي حيوانات ذبحه کړی او که ذبحه نه شي نو مردار دي او د غوښې خوړل ئي حرام دي .
دايو کوټلی او منلی حقيقت دی چي ساينس د قرانکريم ډیر څ يزونه ثابت کړل ، او په ډیرو اوس بوخت دي چي خپلي تجربې وسرته ورسوي لا اوس هم ډیر شیان شته چي ساينس د حیرانتیا پر غونډی ور ته ناست دی . او په ټوله نړۍ کي داسي نظريه يا ساينسي تجربه نشته چي د قرانکريم یا نبوي حديث يو حرف دي غلط کړی او که ئي غلط کړی وي لکه ډاروين چي دانسان نسل ئي د بیزو څخه باله بيرته 58 ساينس پوهانو يو کتاب دجهالت د قاموس په نامه وليکه د ډاروين ددې نظريې په ضد باندي او دډاروين دا نظريه ئي غلطه کړل .
بله خبره داده چی اوس ساینس پوهانوداثابته کړی ده چی وینه دپرازیټ اووایروس ځاله ده دملاریاپرازیټ په وینه کی دی، دتورژړی، سپین ژړی اوژړژړی وایروس په وینه کی دی، دمحرقی دپه وینه کی دی، داېډز وایروس په وینه کی اوداسی نورپه زرهاووپرازیټونه اووایروسونه په وینه کی ځای نیسی نوځکه الله جل جلاله پرمسلمانانوباندی حرامه ګرځولی دی، لوی څښتن ته خوهرڅه جوت اوپوره علیم ذات دی که اوس یوڅوک ووای چی داخودانسان په وینه سته اودحیوان په وینه کی نشته اوموږدحیواناتووینه خورو اوس (International Science Research Foundation) داجوته کړی ده چی دانسان په وینه کی دژووپه وینه کی ډېرزیات پرازیتونه اووایروسونه شتون لری، داځکه چی هغه خلک چی وینه خوری نوپه زرهاوو ناروغیو باندی اخته کیږی، اودابه په څواونیوکی معلومه شی ، نوځکه الله جل جلاله دحیوان په ذبح کولوکی داحکمت دی چی دهغه ټوله وینه له بدن څخه ووځی اوصفاسوتره غوښی پاته شی چی داستفادی لپاره ډېره ښه مناسبې دی۔
عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب