له رضاعي خور سره نكاح؟

پوښتنه:

له ما نه چا پوښتنه كړې چې: زما مور زما د تره لور ته شیدې ورکړې دي خو تر ما کشران مې یوه خور ده او دوه ورونه- نو زما د تره له لور سره زما نکاح حلاله ده او که نه؟
کوم ملا ورته ویلي دي چې هغه له تا سره یو ځای شیدې نه دې ځښلې نو ستا نکاح ورسره حلاله ده، دلیل یې ورته دا ویلی دی چې تر تا کشران دوه وروڼه دې او یوه خور خو ما ورته وویل چې زه به له چا نه پوشتنه وکړم لطفا له دلیل سره یې د حلال او حرام احکام راولیږئ
ډیره مننه

ځواب:

ګرانه وروره!
عليكم السلام و رحمة الله و بركاته
له تاسې څخه مننه كوو چې خپله پوښتنه مو له موږ سره شريكه كړه. الله دې موږ ټولو ته د د دين د پوهې او په هغې د عمل توفيق راكړي. ستا د ملګري د پوښتنې ځواب په لاندې توګه دى
ستا مور چې ستا د تره لور ته شېدې ورکړې دي، نو هغه ستا رضاعي خور کېږي، او ستا پلار د هغې رضاعي پلار او ستا مور د هغې رضاعي مور کېږي، په حديث شريف کې راغلي دي (یحرم من الرضاع ما يحرم من النسب) (سنن نسايي)
یعنې په رضاعت سره هغه ډول حرمت راځي، چې په نسب سره راځي، نو بناء پردې ستا د تره  له لور سره چې ستا مور ورته شېدې ورکړي دي، ستا نکاح نه کېږي.

مفتي: مولوى محمد امان رسولي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب