د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت شته؟

د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت نشته

اودس : د څلورو اندامو د مخ مينځل ، د سر مسح کول ، د لاسونو مينځل د څنګلو په شمول او د ښنګرو په شمول د پښو مینځلو ته اودس وايې .

استنجاء : د لويو بولو او متيازو څخه پاکې حاصيلولو ته وايې .

استجمار : په لو ټو يا قاغذ تشناب  باندې د شرمګاه پاکولو ته وايې .

ولې غوره داده چې لومړی په لوټو يا قاغذ تشناب  ناپاکی لری شي ورسته يې په اوبو ومنځی  چه دا عمل غوره دی .

دغه عمل د قبا دخلکو ؤ چه په قرآنکريم ستايل شوي دی

د باد په وتلو اودس ماتيږي خو استنجاء ته ضرورت نشته  (څلور واړه مذاهب )  .

د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدی وجه نشته چې پدی صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه دې لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې صرف اودس کافی  دی (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۸۶ ) .

او همدارنګه درالمختار ليکی :

وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ( درالمختار علی هامش رد المختار ج ۱ ص ۱۳۶ ) .

 مګر که دښځی د مخی طرف څخه باد ووځی اودس نه ماتوي . ( فقه الهنديه )

که يې پخوا استنجاء کړي وي  نو بيا د اودس لپاره بلی استنجاء ته ضرورت نشته يواځی اودس به کوي ځکه استنجاء د نجاست لری کولو لپاره وي .

حمدالله شاکری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب