التحیات پوره کړم که د امام اتباع وکړم؟

سوال:  مولوی صیب ! پوښتنه دا لرم چې کله په امام پسې په جماعت لمونځ کوم نو اکثره وخت ما التحیات نه وي خلاص کړی چې امام دریم رکعت ته جګ شي نو آیا زه التحیات پورا کړم که رکعت ته ورجګ شم؟

الجواب بعون الله وتوفیقه :

د لمانځه هغه ارکان چې فرض یا واجب وي په امام او مقتدي دواړو یې کول لازم دي البته د امام اتباع د واجبي حکم له امله د سنت یا مستحب ارکانو پرېښودل ضروری دي، مثلاً په رکوع یا سجده کې که امام د پورته کیدلو تکبیر ووايي نو مقتدی به یې فوراً اتباع کوي خو په قعده کې د ( تشهد)  التحیات وئیل هم واجب دي نو په دې وجه غوره خبره دا ده چې  مقتدي التحیات پوره کړي او بیا د امام اتباع وکړي ځکه د ټول ( تشهد)  التحیات وئیل واجب دي.

والدلیل علی ذلک

والحاصل ان متابعة الامام فی الفرائض والواجبات من غیر تاخیر واجبة فان عارضها واجب لاینبغی ان یفوته بل یأتی به ثم یتابعه ……..تاخیر احد الواجبین مع الاتیان بهما اولی من ترک احدهما بلکلیة  شامی ۴۹۶ مخ ۱ ټوک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب