عثمان باتور؛ نوم ورکی اتل

په کال (۱۹۴۰م ) کې د چین او ختیځ ترکستان ځواکونه له مسلمانانو سره د جګړې په موخه تیار شول، هغوی په دغه جګړه کې ډېرې وینې وبهولې او عامه وژنه یې وکړه.
هر هغه چا چې به ځان سره اسلحه، هر ډول جنګي وسلې او ان چاقو درلود؛ دوی به واژۀ.
پۀ دغه وخت کې قزاق پهلوان (عثمان اوغلو) مشهور په (عثمان باتور) میدان ته راووت.
thumb(باتور) هغه پهلوان ته ویل کیږي چې په غرنیو سیمو کې اوسېږي او خپله وسله پر ځمکه نه ږدي. عثمان باتور چې قزاقیانو به هغه د غشې سپاهي باله، په کال ۱۸۹۹م کې په (کوکتاغوی) منطقه (التای) ښار (سین ګیانګ) کې نړۍ ته سترګې وغړولې (سین ګیانګ) یا هماغه (ختیځ ترکستان) د چین د کمونېست حزب تر ولکې لاندې ؤ.
نوموړی په لومړي ځل له خپل ملګرې (سلېمان) او خپل مشر زوی(شیردیمان) سره لارې ته راوځي او یوه کوچنۍ ډله جوړوي.
د هغوی موخه یواځې له روس او چیني کفري دښمن سره جګړه او انتقام وو؛ ځکه د چین حکومت سیمه په نظامي او اقتصادي توګه اشغال کړې وه. د چین او روسي حکومت له دغې ډلې چې غرونو کې مېشته وه، وېره درلوده. هغوی وېرېدل چې د دوی ملګري او ډله زیاته او د دوی فکر خپور نشي. تر دې چې دغه وېره بالاخره په ریښتیا بدله شوه.
عثمان باتور چې هغه وخت کې د نوموړې عمر تر څلوېښت کاله اوښتی ؤ چې له ۳۰زرو جنګیالیو سره تر ۱۰کاله زیات د چیني۳۰۰زره پوځ پر واړندې مقاومت او جګړه وکړه. دا په داسې حال کې چې د عثمان باتور هر سرتیری د لسو څخه زیاتو کفارو په وړاندې ولاړ ؤ. د عثمان باتور د پوځ تم ځای په غرنيو سيمو کې ؤ.
نوموړی یو ځیرک کس ؤ؛ ږیره او بریت یې درلودل، په نرمۍ سره به یې په لاره تګ کاوه او کمې خبرې به یې کولې، خلکو به ډېره هڅه کوله چې له نوموړې سره یې خبرې وشي، نوموړې به دغرونو د سوځونکې یخني له امله د وړیو جامې اغوستې.
د عثمان باتور ملګرو به په خورا سختو شرایطو کي چي له مرګ او ژوند سره به لاس او ګریوان وو د دښمنانو په وړاندي مقابله کوله، او د (الله اکبر ) په نعرو به یې د ترکستان غرونه لړزول.

9934094

عثمان باتور له نیول کیدلو څخه وروسته

خو تقدیر خپله معامله کوي. بالاخره یوه ورځ چینایان وتوانیدل چي د خپل یوه تن جاسوس په واسطه د عثمان باتور د ملګرو پټن ځای معلوم کړي، چیني پوځ په عثمان او د هغه په ۲۰۰ ملګرو باندې حمله کوي چې په پایله کې یوه سخته جګړه نښلي آن تر دې چې د عثمان باتور او یارانو غشي خلاصېږي او عثمان له خپل خنجر سره میدان ته راوځي؛ ډېر سخت ټپي کېږي او پر ځمکه را لوېږي.
په کال (۱۹۵۱م) کې د اپرېل په ۲۲ مه عثمان باتور زنداني کیږي؛ غوږ او پوزه یې پرېکوي. عثمان باتور؛ دغه نوم ورکی اتل په داسې حال کې پانسۍ کېږي چې د تکبیر او تهلیل نارو یې فضا نیولې وه او نوموړی په یو سخت حالت کې د شهادت جام څښی.
کله چې د عثمان د شهادت خبر د عثمان مور (عایشې) ته رسېږي، هغه وایي: ما مې خپل زوی د دغه کار لپاره روزلی ؤ.

ژباړه : محمد نعیم پرهیز

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب