مېرمن غزالي – او د زندان خاطرې

زينب الغزالي
زينب الغزالي.jpg

معلومات شخصية
زیږیدنه جنوري 2, 1917
مصر
وفات اګست 3, 2005
القاهرة
ژوند ځای المحمودية، البحيرة
هیواد Flag of Egypt.svg مصر
علمي دور
ښوونکې جامعة الأزهر
تعلیمي برخه ناشِطة،  اوسیاست

وروسته لدې چې څو ورځې پرله پسې یې شکنجه او ووهلم ، اوبه او ډوډی یې نه را کوله ، تردې چې د مرګ سره څو قدمه فاصلې ته ورسېدم ، پدې وخت کې ناڅاپه خوب راباندې راغی ، په خوب کې مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید ، ډوډی او څښاک یې راکړه ، وروسته لدې چې یوڅه خوراک مې وکړ ، ترې ومې پوښتل : یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ایا موږ په حق یو ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب راکړ: هو تاسې په حقه یاست ، خپلې لارې ته مو ادامه ورکړی . وروسته چې کله له خوبه را ویښه شوم ډېره آرامه وم او په خوله کې مې دهغه غذا مزه او خوند وو کومه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې راکړې وه . (ایام من حیاتی – زینب الغزالی )

هر څو چې فکر کوم کومه جمله یې په وصف او صفت کې غوره ده ذهن مې په پلټلو او قلم مې په ویلو کې پاتې راځي .

یوه دعوتګره ، د حق د لارې مبارزه مېرمن ، چاچې په خپل ژوند سره نورو مېرمنو ته ژوند کول وروښودل ، هو! همغه زینب الغزالی زموږ د ټولو په خاصه توګه د مېرمنو غوره نمونه او الګو ده .

زینب الغزالي په ۱۹۱۷ م کال کې د مصر په خاوره کې د یوې دیندارې کورنۍ په لمن کې دې دنیا ته سترګې وغړولې . یوه متدینه ، دینداره ، پوه او د حق دلارې مبارزه مېرمن وه ، چاچې خپل ایمان په دنیا ونه پلورلو او آخرت یې پر دنیا غوره کړ.

هغه په مصر کې د مسلمانو مېرمنو د اسلامي حرکت بنسټ اېښودکې وه . کلونه کلونه یې د مصر د مزدور او طاغوتي نظام پر ضد مبارزه وکړه . تر دې چې دغه فرعوني حکومت اغلې زینب ، حمیده قطب (دسید قطب خور) او د اسلامي حرکت نور په سلګونه غړي د اسلامګرایۍ په خاطر د زندان تورو خونو کې واچول.

د کفر غلامانو زینب ته کلونه کلونه هر ډول تعذیب او تکلیف ورسولو ، خو زینب هېڅکله ملحدو ارادو ته تسلیم نشوه ، د اسلامي تاریخ د دېرو مېړنیو په شان زینب هم په خپله عقیده کلکه ودرېده.

تصویر: حمیده قطب ( د سید قطب خور ) او زینب الغزالي ، دپولیسو په شتون کې د زندان په لورلیږدول کیږي.

په خپل کتاب (ایام من حیاتي) کې لیکي: کله یې چې په لومړي ځل د تعذیب په موخه د شکنجې د خونې په لوري بوولم په زندان کې مې د اسلامي حرکت ډېر ځوانان ولیدل چې بندیان وو ، ددوی د بندځایونو تر مخ به چې تېرېدم هر یوه به ویل :

مورې هره سختي تحمل کړه ، الله به یې اجر درکړي …

مورې په هره سختی کې خدای له تاسره دی …. او داسې نورې مشابه جملې…

کله یې چې ډېره په تکلیف او و ځورولم یو لوی او د غټ جسم خاوند زما بندځای ته راغی ، غوښتل یې زما عزت ته لاس واچوي ، هېڅوک نه وو چې زما غږ واوري بغیر له خپل رب څخه ، زما لاس بند وو او کمزورې وم څه مې نشوای کولای ، کله چې رانژدې شو ما له وېرې چیغه وکړه او پر ورمېږ مې یې خوله ولګوله او هغه د غټ جسم خاوند په ځمکه راپرېوت وروسته پوه شوم چې مردار شوی وو . یواځې زما رب وو چې زما غږ یې واورېد ، په ریښتیا چې خدای ډېر مهربانه او کریم ذات دی (ایام من حیاتي).

وروسته لدې چې مېرمن زینب یې په زندان کې ډېره وځوروله ، ډول ډول عذابونه او شکنجې یې ورکړې ، د مصر د فرعوني حکومت یو لوړ رتبه کس راغی او زینب ته یې وویل: هېڅوک هم نلرې چې ستا طرفداري وکړې ، آیا غواړې راحت او آرامه ژوند ولرې او لدې ټولو مشکلاتو څخه خلاصه شې ؟ فقط له حکومت څخه بښنه وغواړه او ووایه چې زما تېرې کړنې اشتبا او خطا وې ، پدې صورت کې به له دې ټولو مصیبتونو څخه خلاصه او د مصر په حکومت کې به د لوړ مقام څېښتنه شې .

زینب ورته وویل :حسبنا الله ونعم الوکیل. په الله سوګند ستاسې هېڅ غوښتنې ته به غاړه کېنږدم ، یا به شهادت ترلاسه کوم او یا به په خپله لاره کې کامیابي حاصلوم. (ایام من حیاتي-زینب الغزالی)

زړورې مېرمن غزالي د زندان هر ډول تعذیب او سختۍ پرځان ومنلې خو له خپلې عقیدې تېره نشوه ، تردې چې وروسته له ۸ کاله بند له زندان څخه ازاده شوه .

وروسته مېرمن غزالي د خپل ژوند په ځانګړې توګه د زندان او بند خاطرې د کتاب په بڼه (ایام من حیاتي) ولیکلې کوم چې په لوستلو یې د اسان سترګې لمدیږي .

دغه مبارزه او مومنه مېرمن د اګست د میاشتې په درېمه په ۲۰۰۵ م کال کې له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې او د خپل رب لور ته وکوچېده . انا لله وانا الیه راجعون.

په ریښتیا مېرمن غزالي زموږ لپاره یوه نېکه نمونه ده ، داچې خپل ایمان او دین په دنیا ونه پلورو ، کلک او قوي عزم ولرو ، په هېڅ سختۍ او مشکل کې خپلې عقیدې ته شا نکړو او باور ولرو چې خدای پاک بهترین کومک کوونکی او رحیم ذات دی .خدای د هر چاته په ځانګړې توګه مېرمنو ته د زینب په شان قوي عزم ، اراده ، ایمان، او ښه خاتمه ورکړي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب