د ویروس فعالیت او ډولونه
کله چې ويروس يوې حجرې ته ننوزي د هغې د سايتوپلازم ټول داخلي مواد مصرفوي او پرځای يې پخپله تکثر کوي. په پای کې حجره وژني ورڅخه بهر وځي او هر نوی ويروس په نورو حجرو حمله کوي. کله چې د ويروس د تاثير لاندې حجرې تخريبېږي، د ناروغۍ مشخصې علامې راښکاره کېږي؛ مثلا: د والګې يا رېزش د ناروغۍ په وخت کې ويروسونه د کومي او پزې د داخلي غشاء په حجرو حمله کوي او هغه تخريبوي او په پايله کې د ستوني د درد او له پزې څخه د اوبو څڅېدلو لامل کېږي.
کله چې ويروس د ژوندي جسم څخه جلا شي تکثر یې بند او د هغه ميتابوليکي فعاليتونه دريږي. يواځي د هغوي تکثر د ژوندي جسم په ژونديو انساجو کې چې د هغوی پواسطه ککړ شوي وي صورت نيسي. ویروس وده نه کوي، او د هومیوستازیس ((Homeostasis حالت نلري.
په عام حالت کې ويروسونه غیرې ژوندي ګڼل کېږي، ځکه کوم داخلي فعاليت نه لري، خو کله چې يوه کوربه ته دننه شي ژوندي کېږي، دا که ساده کړو داسې ده؛ ويروس په نورمال حالت کې د پروتین يو پوښ لري چې پکې ارثي يا جتیک مواد خوندي دي، خو کله چې همدا ويروس يوه کوربه ته دننه شي هلته خپل دا پوښ له لاسه ورکوي او ارثي مواد ازاد پاتې کېږي. ویروسونه پخپل ذات کې بې ضرره دي، د هغه رایبو نوکلیک اسيدونه دي چې خطرناکه کوي یې.
ويروس چې کله کوربه ته دننه شي نو خپل ارثي مواد د کوربه حجرې ته دننه کوي او په خپرېدو پيل کوي، وروسته د ویروس خپل ارثي مواد (RNA/DNA) د کوربه د ارثي موادو سره نښلوي او وروسته د تقسیم څخه د ويروس ارثي مواد هم تولیدېږي، له دې وروسته د کوربه څخه د ويروس ارثي مواد زيات توليدېږي او په دې ډول تر کوربه د ويروسونو شمېر زياتېږي. ويروس بدن ته دننه کېدو سره سم روغې حجرې په لاس کې اخلي او په هغوی هم د ويروس جوړول پيل کوي.
ځینې ویروسونه د یخني تر (-70° C) پورې مقاومت ژوندي پاتې کېدلای شي، خو ډېری یې تر منفي ۵۵ درجو له منځه ځي. ځینې ویروسونه د ایتر پواسطه له منځه ځي لکه د انفلونزا ویروس.
د ویروس ډولونه او وېش:
د ویروس ډلبندۍ او شجره په لاندې ډول ده:
Real (1)-> Subrealm -> Phylum (1) -> Subphylem(2) -> Class(6)-> Order(14)-> SubOrder(7)-> Family(150)-> Subfamily(79) -> Genus(1019)-> Subgenus(59)-> Species (5560)
تر ۲۰۱۸ ز. کال پورې 5560 ډولونه د ویروس پېژندل شوي دي.
ويروسونه کوربه ډول له مخې په څلورو عمده گروپونو تقسميږي:
۱- حيواني ويروسونه: په حيواناتو او انسانانو کي د ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي.
٢ – نباتي ويروسونه: په ډيرو کلونو کي دا ويروسونه په گلداره نباتاتو کي د ناروغيو د توليد سبب کيږي.
٣ – د بکترياو ويروسونه: په بکترياو باندي حمله کوي او ناروغه کوي يي.
٤ – د حشراتو ويروسونه: په حشراتو باندي حمله کوي او د هغوي پواسطه انسانانو ته انتقاليږي.
په طبیعت او چاپيریال کې میلیونونه ویروسونه شته چې له هغې څخه تر ۵۰۰۰ ویروسنه کشف او څېړل شوي.
ویروسونه د ځمکې په هر ډول ایکوسیستم کې شتون لري. همدارنګه په بیولوژیکي نوعو کې ویروس تر ټولو زیات پیداکېدونکی موجودات دي.