خرما په قران کې

 


د
خُرما ذکر د قرانکریم  ډېر  مختلف ځایونه راغلی دی چې لړلیک ئې په داسې شیان سره دی:

أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَنْ تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ (البقره ۲۶۶)

۱: آیا له تاسو څخه کوم یو دا خوښوي چې د خُرما او انګورو باغ ولري چې تر ونو لاندی یې ویالې بهیږي او هرډول مېوې پکښې وي؟


وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ
وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ4((الانعام (۱۴۱)

۲: او دی هغه ذات دی چې څپر لرونکي باغونه او بې څپره باغونه یې پیدا کړي دي او د خُرماوو باغونه او کښتونه یې د بېلا بېلو میوو سره چې له زیتون او انار سره ورته دي او ورته نه دي، پیدا کړی دي.

your ads

وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ۔(الانعام 99)


3: او
له خُرما څخه د هغه له غوټۍ څخه (دهغه دزیات حاصل له کبله) ځمکې ته نژدې وږی راباسو.

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا۔(الکهف ۳۲)

۴: او دوی ته د دوو سړیو بېلګه بیان کړه چې یوه ته مو د انګورو دوه باغونه ورکړل او هغه مو د خُرماو په ونو سره چاپېره کړل، او د دغو دواړو ترمینځ مو کښت پیدا کړ.

وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ (الشعراء ۱۴۸)

۵: او په دغو کښتونو او د خُرماو په بڼونو کښې چې وږي ئې له باره ډک دی؟۔

وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ۔(سورت ق ۱۰)

۶: او د خُرماوو دنګې دنګې ونې مو پیداکړي دي چې د هغو له میوو ډک وږي یو پر بل پراته دی.

فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ (الرحمن ۱۱

۷: په هغې کې (بېلا بېلې) میوې او دخُرماوغوټۍ لرونکې ونې دي.

فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ (الرحمن ۶۸)

۸: په هغو کې هر ډول خوندورې میوې، خُرما او انار دي.

وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا (عبس ۲۹)

۹: او زیتون او خُرماوې

وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ (الرعد ۴)

۱۰: او په ځمکه کې (بېلا بېلې) سیمې څنګ پر څنګ پرتې دي او د انګورو باغونه او کروندې او د خُرماوو ونې۔

يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ3¨Î ۔(النحل ۱۱)

۱۱: په دغه (اوبو) ستاسې لپاره غلې او زیتون (ښوون) او خُرماوې او انګوراو هر ډول میوې زرغونوي.

وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (النحل ۶۷

۱۲: او د خُرماو د ونو او انګورو د تاکونو د مېوو له شیرو څخه هم  یو شی په تاسې څښو

أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلَالَهَا تَفْجِيرًا (بنی اسرائیل ۹۱)

۱۳: یا تا ته د خُرماوو یا انګورو باغ وي، د هغه په مینځ کې له اوبو څخه ډکې ویالې جاري کړې.

فَأَنْشَأْنَا لَكُمْ بِهِ جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ لَكُمْ فِيهَا فَوَاكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ (المومنون ۱۹)

۱۴: نو د هغو اوبو په وسیله موږ ستاسي لپاره د خُرماو او انګورو باغونه پیدا کړل، ستاسې لپاره په دغو باغونو کښې ډېرې خوندورې میوې دي او له هغو نه تاسې خورئ.

وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ الْعُيُونِ (یس ۳۴)

۱۵: او په هغو کې مو د خُرماوو او انګورو له ونو څخه باغونه جوړکړی او په هغو کې مو چېنې جارې کړی دي.

فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ (الرحمن ۶۸)

۱۶: په هغو کې هر ډول خوندورې میوې، (لکه) خُرماوې او انار دي.

وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا (مریم ۲۵

۱۷: او وڅنډه خپل ځانته بېخ د خُرما، چې راتوی کاندې پر تا خُرما پخې لندې تازه۔

فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا( (مریم ۲۶)

۱۸: پس خوره (دا خُرما) او څښه (دا اوبه) او (رڼې) یخې کړه سترګې خپلې (په عیسی اوخوشحاله شه)۔

او همدار نګه په (طه ۷۱)، (القمر ۲۰)، (الحاقه ۲۰) کې د خُرما یادونه شوې ده.


دلته که موږ
د خُرماو ارزښت ته وګور؛ نو دا راته جوتیږي چې په دغه وخت کې حضرت بی بی مریم رضی الله عنها په نس کې چې حضرت عیسی علیه السلام ؤ او خدای جل جلاله ورته د داسې شي (خُرما) د خوراک امر وکړ چې یقینا د دې لپاره کېمیا وه، که چیرې له خُرما پرته، بله غذا بی بی مریم رضی الله عنها ته په دغه وخت کې غوره وای؛ نو الله جل جلاله به ورته ویلې وای، لکه چې په حدیث شریف کې هم داسې راځی، الله جل جلاله ته ترخُرما بل شی غوره نه ؤ، نو ځکه یې دخُرما دخوړلو امر ورته وکړ او له دې ایات څخه دا خبره جوته شوه، چې د یو انسان لپاره خُرما پوره غذا او دوا ده.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب