د ځمکې کروي شکل او څرخیدو لوری | قرآن علمي اعجاز

کروي (ګرده ) ځمکه

شپه په ورځ کې راتاووی اوورځ په شپه کې راتاووی. (الزمر ۵).
هغه کلمې چې دنړې په هکله دمعلوماتو لپاره په قرآن کې کارول شوی ډیرې مهمې دی. په دې آیت کې دتکویر کلمه راڅرخیدل یا راتاوول ژباړل کیږی، لکه دلنګی تاوول . ددغه آیت معلوم ات د ورځواوشپو په یو بل کې  د را تاوولو یا راڅرخولو دځمکی شکل یا بڼه  روښانوی . داقضیه په هغه صورت کې دامکان وړده چې ځمکه کروی یا ګرده بڼه ولری . قران کریم دځمکې ګرد والی په اوومه میلادی پیړی کې بیان کړی په داسې حال کې چې ستوروپیژندونکو هغه وخت ځمکه اواره اومسطح ګڼله اوخپلې ټولې علمی شمېرنې ېې داوراې سطحی پر بنسټ کولې. اوپه پای کې دادی په دی ورستیو پیړیو کی ستوری پېژندونکی اوپوهان په دې مسأله پوه شوی دی.

 دځمګې دڅرخیدو لوری

اوغرونه وینی اوګومان کوی چې ولاړ دی خو هغوی لکه چټکې ورېځې خوځښت لری. (النمل ۸۸).
دغه آیت نه یواځې دځمکې حرکت بلکې دحرکت لوری هم بیانوی. دوریځو ددرنو کتلو دخوځیدو لوری چې دری نیم څلورزره متره دځمکې له سطحې پورته وی تل دلویدیز له لوری نه دختیز لوری ته وی.له همدې کبله تل دهوا دحالاتو دپوهیدو لپاره لویدیز لو� �ی ترمطالعې لاندی نیول کیږی. هغه مسأله چې په سلګونو کاله مخکی په قرآن کې یاده شوی اوس اوس کشف شوې چې ځمکه په خپل ځان له لویدیز نه دختیز لوری ته څرخیږی.

دځمکې شكل  Geoid

اوبیا یی ځمکه خپره کړه(النازعات ۳۱).
د(دحا) کلمه په  عربى کې دښویونکی مانا لری چې د “دحو” له ريښې څخه دخپریدو نه اخستل شوی. دغه راز دپوښونکی اوزینت (ښکلا) ورکونکی په مانا هم کارول شوی برسیره پردې دحو په یوه سوری کې دیوه غونډوسکی  یا دیوه ګاټی داچولو په مانا هم کارول کیږی . دغه راز بله کلمه لکه د اوښ مرغۍ (شتر مرغ)دځالی جوړولو، دځای پاکول له وړو ډبرو نه اودهګۍ ځای هم له دحو نه اخستل شوی.
په حقیقت کی ځمکه ګرده بیضوی ده چې دغه دځمکې  کیښودل یا نښېځل شوی کره د Geoid په نامه یادیږی. له دې کبله ددحا کلمه دځمکې دشکل په هکله مهم معلومات راکوی. په داسې حال کې چې په سل ګونه کاله وروسته له اسلام نه هم خلکو ځمکه اواره انګیرله.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب