د شمزۍ لرونکي حیواناتو د هاضمي جهاز پرتله

د شمزۍ لرونکي حیواناتو د هاضمي جهاز پرتله

په شمزۍ لرونکو حیواناتو کې د هاضمي جهاز د خوراکي توکو، د هغوی دلاسته راوړلو د لارو چارو، د استوګنې د چاپیریال او د ژوند د نورو فعالیتونو له مخې توپیر کوي، خو په عمومي ډول د زیاترو شمزۍ لرونکو حیواناتو د هاضمې جهاز لاندې غړي لري.

  • خوله: په خوله کې ژبه، د لاړو غدې او غاښونه دي. غیر له الوتونکو او څو محدودو شمزۍ لرونکو حیواناتو څخه نور ټول یې غاښونه لري.
  • کومی 3- مرۍ 4- معده 5-وړې کولمې چې هضم او جذب عملیه په کې سرته رسول کیږي.

6- لوۍ کولمې چې په مخرج ختمیږي. همدارنګه ځیګر او پانګراس دوه جدا غدې دي چې د هاضمې جهاز سره د هضم په عملیه کې برخه اخلي. خپل مواد د یوې شریکې مجرا له لارې وړو کولمو ته څڅوي.

کبان څښېدونکي  او الوتونکي تشې بولې، فاضله توکي او جنسي حجرې د کلواکا په نامه د یوې مجرا له لارې خارجوي خو زیاتره تي لرونکي جلا مخرجونه لري.

د چونګښې د هاضمې جهاز اوږد عضلاتي نل دی غړي یې عبارت دي له خوله، حلقوم، مرۍ، معده، وړې او لویې کولمې چې په مخرج ختمیږي. د چونګښې خوله د سر په مخکینۍ برخه کې واقع ده. پاسنۍ ژامې یې نري نري غاښونه لري چې خواړه پرې نیسي، خو ژول پرې نشي کولی. لاندې ژامې یې غاښونه نه لري. د خولې په لاندینۍ برخه کې ژبه ده. د ژبې په واسطه ښکار په اسانۍ رانیسي. له خولې څخه وروسته کومی او بیا مرۍ واقع ده. مرۍ نری نل دی چې له معدې سره وصل دی. معده یې کڅوړې ته ورته جوړښت لري چې د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي. له معدې وروسته وړې کولمې دي چې هضم او جذب پکې صورت نیسي. له وړو کولمو وروسته غټې کولمې دي. د غټو کولمو وروستۍ برخې ته ریکټوم وايي. په ریکټوم کې ناهضم شوي مواد ذخیره کیږي. له کلواکا سره وصل دی چې فاضله مواد د کلواکا له لیارې اطراح کوي.

په الوتونکو کې د هاضمې جهاز نظر خوراک ته توپیر کوي. د الوتونکو خوله مښوکه لري چې غله دانه پرې ټولوي. یا غوښه پرې ټوټې کوي. له خولې وروسته یې مرۍ ده. د مرۍ اخري برخه یې په ججورې بدله شوې ده. په ججوري کې مواد ټولیږي او پستېږي. د ججوري وروسته لومړنی معده او بیا شاټینګې دي. ( په غوښه خوړونکو مرغانو کې ججوره او شاټینګه نشته). له معدې څخه وروسته په کولمو کې هضم او جذب صورت نیسي. اضافه او فاضله مواد یې د کلواکا څخه خارجیږي. په تي لرونکو حیواناتو کې د هاضمي جهاز د غذا په تناسب توپیر کوي. د واښه خوړونکو تي لرونکو د انرژۍ منبع سلولوز دي، چې په نباتاتو کې پیدا کیږي. دا حیوانات په خپل بدن کې د سلولوز د ټوټه کیدو انزایم نلري. د بکتریا د سلولوزي انزایم په وسیله سلولوز ټوټې کوي. د وښو خوړونکو حیواناتو له ډلې څخه شخوند وهونکي لکه غوا، پسه، اوښ او نور. ددې حیواناتو معده څلور برخی لري. د څړ او خوراک په وخت کې د دویم ځل ګیاه د معدې لومړۍ برخې ته ځي. د استراحت په وخت کې د دویم ځل لپاره خولې ته راځي او شخوند پرې وهي. له ښه میده کولو وروسته بیرته معدې ته ځي او هضم صورت نیسي. هغه تي لرونکي، چې غوښه خوري، د انیاب غاښونه یې تیره وي. د هاضمې جهاز یې نورو تي لرونکو ته ورته دی. لاندې د انسان هاضمي جهاز ته په دقیقه توګه کتنه کوو.

your ads

د انسان هضمي سیستم (Human Digestive System)

د انسان په هضمي سیستم کې لوۍ عضوي مالیکولونه په کوچنیو یا ساده مواد تجزیه کیږي ترڅو په دغه عضوي مالیکولونو کې موجوده انرژي آزاده او د بدن د حرکت، ودې او نورو حیاتې فعالیتونو لپاره د استفاده وړ وګرځي. د هضم عملیه ډیره یو پیچلې عملیه ده او د عضوي مواد تجزیه ډیرو انزایمونو ته اړتیا لري ترڅو دغه مواد په ښه توګه تجزیه شي. دغه مهم انزایمونه له خولی، معدې، کولمو او ځیګر څخه څڅیږي او د هضم سره مرسته کوي. مهم غړي چې په دې عملیه کې برخه اخلي عبارت دي له خولی، مرۍ، معدې، وړې او غټې کولمې، او ځیګر څخه. داسې وایلی شو چې هغه عملیه چې په وسیله يي پیچلي غذايي مواد په ساده موادو تجزیه کیږي ترڅو د د بدن د استفادې وړ وګرځي دغه عملیه د هضم په نامه یادیږي. لاندې د هضمي سیستم غړي په لنډه توګه تشریح کوو.

په بدن کې د هضمي سیستم د غړو موقعیت
  1. خوله (Mouth)

خوله هغه مهمه خاليګاه ده چې اول غذايي مواد اخلي او د میخانیکي او کیمیاوي عملیو په واسطه هضمیږي. په خوله کې څلور ډوله غاښونه شتون لري چې عبارت دي له ثنایا، انیاب، کوچنۍ جرندې او لوۍ جرندې څخه.

غاښونو (Teeth)

په انسانانو کې دوه ډوله غاښونه وده کوي. یو د شیدو غاښونه چې له شپږ میاشتنۍ څخه تر درې کلنۍ پورې راوځي. دغه غاښونه شل دانې وي او له اووه کلنۍ څخه تر دیارلس کلنۍ پورې په تدریجي ډول لویږي او همیشني غاښونه یې ځای نیسي. د همیشنیو غاښونو شمېر تر ۳۲ دانو پورې رسېږي، چې ۱۶ دانې یې په پاسنۍ ژامې او ۱۶ دانې یې په لاندنۍ ژامې کې دي. دا غاښونه له ۲۰ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې وده کوي.

د غاښونو جوړښت

هر غاښ له دریو برخو، لکه تاج، غاړه او ریښې څخه جوړ شوی دی. د غاښ ریښې د وریو دننه په پاسنۍ او لاندنۍ ژامو کې موقعیت لري. د غاښ مخ د مینا په نامه د یوې کلکې مادې په واسطه پوښ شوی دی. دهغه لاندې د غا ښ عاج موقعیت لري. چې د مینا په پرتله نرم دی. د غاښ په دننه برخه کې عصبي رشتې او د وینې رګونه موجود دي.

د غاښونو ډولونه

لکه څرنګه چې په پورته شکل کې لیدل کیږي، په هره ژامه کې د مخې څلور غاښونه د ثنایا په نامه یادیږي چې د خوړو په پرې کولو کې مرسته کوي. د ثنایا په دواړو خواو کې د انیاب په نامه یوه جوړه غاښونه دي چې ترټولو اوچت او څوکه يې تیره وي، دا د خوړو په پرې کولو کې ونډه لري. د هغه تر شا د کوچنۍ ژرندي په نامه دوه جوړيې غاښونه دي او ددې ترڅنګ د لوې ژرندي په نامه درې جوړې غاښونه دي چې د خوړو په میده کولو او نرمولو کې ونډه لري.

راتلونکی ځل چې ډوډۍ خورئ، فکر وکړئ چې کوم غاښ کومه يوه دنده ترسره کوي. له يوې خوندورې کولچې څخه د مړۍ جوړولو لپاره ناښيز غاښونه ښه کار کوي. د ګازرې لپاره د زامې غاښونه ښه کار کوي، ناښيز غاښونه نه کارول کیږي. د پيزا يوې ټوټې او يا د وچې ډوډۍ لپاره کوم غاښونه مناسب دي؟ تيره او نیش لرونکي غاښونه د دې خوراک د ټوټه کولو لپاره مرسته کوي او ژرنده او زامې غاښونه د پيپيروني پيزا، د ممپليو څخه ډکو کولچو او د جيلي مربا څخه جوړو شویو ساندويچو په ژرنده کولو کې مرسته کوي.

د لاړو غدې (Salivary glands)

د خولې دننه درې غدې موجودې دي چې په خوله کې دخوړو له ننوتلو سره سم فعالیږي او لاړې ترشح کوي. بوۍ، خوند او ځیني وخت د خوړو په هکله فکر کول هم دغه غدې فعالوي. د خولې لاړې لاندې دندې ترسره کوي.

  • خواړه اوبلن اونرموي ترڅو خوند سئ معلوم او تېریدل یې آسانه شي.
  • د امایلیز د انزایم په درلودو سره نشایسته پر کوچنیو مالیکولونو بدلوي.
  • تر یوې اندازې پورې د غاښونو مخ له بکتریا او غذايي موادو څخه پاکوي.

 

ژبه (Tongue)

ژیه څلور اصلی خوندونه، لکه خوږوالی، تریخوالی او مالیګینوالی معلموي او ترڅنګ یې خواړه په خوله کې لاندې باندې کوي، د خولی لاړې ورسره ګډوي او همدا راز د خبرو کولو یو وسیله ده.

  1. کومی (حلقوم)

کله چې خواړه په میخانیکي او کیمیاوي توګه په خوله کې تر یو حده میده شي نو دا خوړه د ژبې په مرسته کومي ته داخلېږي. کومی مرۍ د خولې سره نښلوي. د پوزې سوری او توتکی هم دکومي سره اړیکه لري. د خوړو د تېرېدو په مهال د کومي نه مرۍ ته د پوزې سوری د ژبکۍ او تنفسي لاره د کومي د ژبې د وروستۍ برخې (Epiglottis) په واسطه بندیږي، چې توتکې ته د خوړو د ننوتو مخه نیسي. سترګې پوزې ته او له هغې لارېي کومي ته لاره لري. منځنی غوږ هم کومي ته لاره لري.

  1. مرۍ (Esophagus)

مرۍ د عضلې یو ټیوب دی چې په یو بالغ شخص کې څه نا څه ۲۵ cm اوږدوالی لري. د مرۍ غیر ارادي حلقوي حرکتونه ګیډې ته د خوړو د پورې وهلو لامل ګرځي. دغه حرکتونه د موجي حرکتونو په نامه یادیږي. د مرۍ موجي حرکتونه په ځینو حیواناتو کې (زرافه او اوښ) د اوبو د څښلو پرمهال په څرګنده ډول لیدل کیږي.

  1. معده (Stomach)

معده یو ارتجاعي عضلاتي غړی دی چې دنس کیڼ خوا ته او تر حجاب حاجز لاندې د ینې (ځیګر) تر څنګ ځای لري. د معدې ځینې برخې د ټټر د پنجرې د هډوکو په واسطه ساتل کیږي. د معدې دیوال له درې پوړنه ښویو عضلاتو څخه جوړ شوی دی، چې د نوموړو عضلو انقباض او انبساط د معدې موجي حرکات د خوړو له هضمي شیرې سره د خوړو د مخلوطولو او کولمو ته یې د لیږدولو لامل ګرځي. هغه دریڅه چې د معدې او مرۍ د نښتلو پرځاۍ کې شتون لري د کاردیک دریڅې په نامه یادیږي. د معدې د چیف حجراتو په وسیله پیپسینو جن انزایم خارجوي، دا انزایم د پروتین په هضم کې مهم رول لري.

  1. وړې کولمې (Small intestine)

وړې کولمې یو پېچلی اوږد ټیوب دی چې په لویانو کې تقریبا ۲۲ فټه اوږدوالی او ۲.۵ سانتي متره قطر لري. وړې کولمې د ګیډې په تش ځای کې تر معدې لاندې موقعیت لري. چې د انزایمونو په مرسته د غذايي موادو غټې ټوټې په کوچنیو مالیکولونو باندې تبدیلوي او د هضم او جذب وړ ګرځي په دغه عملیه کې چې څو ساعته دوام کوي. نه یوازې د خوړو هضم کوونکي انزایمونه د معدې له دیوال څخه ترشح کېږي، بلکې د ځیګر ترشحات او د پانګراس انزایمونه د صفراوي مشترک کانال له لارې اثنا عشر ته تویېږي. ځیګر د صفرا په نامه یو شین زنګه مایع جوړوي چې له اوبو، آیونونو، شحمي تیزابونو او صفراوي مالګې څخه جوړه شوې ده.صفراوي مایع شحمیات حلوي او د لایپيز انزانم په واسطه يې د تجزيې زمینه برابروي.

د وړو کولمو د دیوال داخلي پوښ بخملي شکله ګونځې لري چې د کولمو د جذب کجه او د هضم شوو خوړو د جذب وړتیا زیاتوي. د لویو ګونځو په مخ ګوتو ته ورته کونجې وجود لري چې دویلې په نامه یادیږي. دغه ګونجې د کولمو د جذب کچه ۶۰۰ واره ریاتوي. د هضم شوو خوړو مالیکولونه د ویلايي حجراتو په واسطه جذب او وېښته ډوله رګونو یا عروق شعریه ته داخلیږي او د وینې له لارې د بدن ټولو حجراتو لیږدول کېږي.

  1. غټې کولمې (Large intestine)

وړې کولمي د غټو کولمو سره د سیکم په ساحه کې نښلي. نا هضم شوي غذايي توکي له کوچنیو کولمو څخه عټو کولمو ته ننوزي. لويې کولمې څه دپاسه یو متر اوږدوالی لري. هغه توکي چې لویو کولمو ته ننوزي له اوبو ، ناهضم شویو خوړو، لکه غوړیو، پروتینونو،الیافو او نباتې سلولوز څخه عبارت دي. په غټو کولمو کې هضم صورت نه نیسي خو اوبه او ځینې ویتامینونه جذبوي. یو زیات شمیر بکتریاوې په نا جذب شوو غذايي موادو کې ژوند کوي . دغه بکتریا د بدن مهم ویتامینونه جوړوي. غټې کولمې تولید شوي ویتامینونه، د سودیم او پتاشیم آیونونه او ۹۰٪ اوبه د داخلې محتویاتو څخه جذب او اضافی توکي د ۱۲ تر ۲۴ ساعتو پروې له بدن څخه باسي.

د هضمي سیستم ناروغۍ

نس ناستی او قبضیت

کله چې اوبه په غټو کولمو کې له فاضله موادو څخه په بشپړه توګه جذب نشي او په پرله پسي دفع شي، دې حالت ته نس ناستی وايی. د نس ناستي عاملونه بکتریا، ویروسونه او نور میکروبونه دي.

نس ناستی چې په ماشومانو کې ډیر رامنځته کیږي او یو که په وخت يي درملنه ونشي نو وژونکی حالت غوره کوي. ناروغ ته باید په عاجله توګه مالګین معایات ورکړل شي او داکتر مراجعه وشي.

قبضیت

کله چې په غټو کولمو کې له فاضله توکو څخه په زیاته کچه اوبه جذب شي نو د فاضله موادو د کلکیدو لامل ګرځي. دې حالت ته قبضیت وايي. قبضیت د غټو کولمو د حرکاتو د کموالی له کبله رامنځته کیږي، روحي فشار، د اعصابو ناراحتي، او د کولمو پرازیتونه هم ددې ناروغي لامل ګرځي. قبضیت د اشتها کموالی، سردرد، کانګې او داسې نور مشکلات رامنځته کوي. د سبو او تازه میوو خوړل ددې مخنیوی کوي.

اپندکس

د کوچنی تیوب چې تقریبا ۷.۵ سانتي متره اوږدوالی لري د غټو کولمو سره نښتی دی. کله چې دې ته کومه مایع ورننوځي دا میکروبي کیږي او پړسیږي. د نامه په برخه کې سخت خوږ، کانګې او سپکه تبه لري. دا د جراحۍ له لاري پرې کیږي. د ناروغ د ښي پښي په ټولولو او غځولو سره ناروغ ډیر درد احساسوي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. په ……… مرغانو کې ججوره او شاټینګه نشته.
  2. د واښه خوړونکو حیواناتو د انرژۍ منبع ………. دي.
  3. وړې کولمې په لویانو انسانانو کې……….. فټه اوږدوالی لري.
  4. د انسان وړې کولمي ……………. سانتي متره قطر لري.
  5. د انسان په هضمي سیستم کې د فاضله توکو څخه د اوبو جذب په ……………. کې صورت نیسي.
  6. د انسان مرۍ تقریبا …………………… سانتي متره اوږدوالی لري.
  7. د انساندغټې کولمي څه دپاسه ……………….. متر اوږدوالی لري.

صحیح او غلط

  1. د شیدو غاښونه له شپږم میاشتنی څخه تر درې کلنۍ پورې راوځي. ( )
  2. امایلز انزایم د نشایستې په تجزیه کې مرسته کوي. ( )
  3. د انسان د معدې حجرې پیپسینوجن انزایم تولیدوي چې د پروتین په هضم کې رول لري. ( )
  4. د انسان په غټو کولمو کې له غایطه موادو څخه د اوبو په زیاته کچه جذب د قبضیت سبب ګرځي. ( )

حل تمرین

  1. غوښه خوړونکي
  2. سلولوز
  3. ۲۲ فټه
  4. ۲.۵
  5. غټو کولمو
  6. ۲۵ سانتي متره
  7. یو متر

 

صحیح او غلط ځوابونه

  1. صحیح
  2. صحیح
  3. صحیح
  4. صحیح

 

 

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب