انځر یوه فوق العاده مېوه | د قرآن علمي اعجاز

قسم په انځر اوزیتون (التين 1)
په دغو ددو میوو قسم دهغوی دخوړلو ارزښت ښکاروی. اینځر ترنورو میوو او سبو ډیر فایبر لری . یو دانه وچ اینځر دیوتن دفایبرو ورځنی اړتیا شل په سلو کې بشپړوی. څېړنو ښودلې چې فایبر دهضم لپاره ډیره مرسته کوی. اوهم له یو شمېر سرطانونو څخه مخنیوی کوی . فایبرونه دوه ډوله دی یو په اوبو کې ګډ اونوریی ناګډ . په اوبو کې ګډ فایبردکولموله له لاری دفضله موادو له دفعی سره مرسته کوی اوناګډشوی فایبر غټی کولمې دسرطان د ناروغی په وړاندې وقایه کوی. برسېره پردې فایبر لرونکی خواړه دوینې کلسټرول ټیټوی اوپه پایله کې دزړه دحملو خطر کموی اوهمدارنګه په وینه کې دقند دیوځلی لوړیدو مخنیوی هم کوی.

په اینځروکې دغه دواړه ډوله فایبر شته . دامریکا دکلفرنیا داینځرومشورتی بورډ په دې اند دی چې چې اینځر له نورو مېوو نه ډیر انتی اوکسیدانتونه Anti-oxidant لری. انتی اوکسيدانتونه موږ دډیرو ناروغیو په وړاندې وقایه کوی هغه زیان لرونکی مواد چې زموږ په بدن دکیمیاوی تعاملاتو له لاری جوړیږی هغه خنثی کوی اودحجرو دتخریب مخنیوی کوی. دسکرانتول پوهنتون په ډیره کچه فینول Phenol چې یو  انتی اوکسيدانت دی په اینځروکې تثبیت کړی. فینول دغه راز دجراثیمو په وژنه کی هم پکاریږی.

په نیو جرسی کې دروتګر پوهنتون څرګنده کړې چې داومیګا ۳ اواومېګاه ۶ اوفیتوسترول په وچو اینځرو کې شته . دغه هم دکلسټرول کچه راټیټوی .

دکالیفرنیا داینځرومشورتی بورد دغه دطبیعت یوه مکمله میوه بولی اووایی چې ددغې میوې روغتیایی اوغذایی ارزښت ډیر زیات دی.ځکه اینځر غوړ، سودیم اوکلسټرول نه لری اودډیرو فایبرو درلودونکی دی اوله نورو میوونه په ډیره کچه منرالونه لری . څلویښت ګرامه اینځر دوجود شپږ په سلوکې دکلسیمو، پوتاشیمو اواوسپنې اړتیا پوره کوی.
اینځر دناروغانو لپاره دانرژی یوه ښه منبع ده په دی میوه کې شکر له نورمیوو ډیر دی ، اینځر دکمزورې تبې ، ټوخی اوسالنډۍ ددرملنې لپاره هم پکارېږی.
داینځرو دغه ټولې ګتې دالله (ج) یوه مهربانی ده چې داوسنۍ ټکنالوژۍ په مټ څرګنده شوې په داسې حال کې چې قرآن دهغه اهمیت په سل ګونو کاله وړاندې بیان کړی.

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب