نیورون؛ ډولونه او فعالیت یې

نیورون(Neuron)

د دماغ بېلابېلې برخې له ځانګړو حجرو څخه جوړې شوې دي. دا حجرې د نیورون يا عصبي حجرو په نامه يادېږي. اټکل شوې ده چې په هر دماغ کې په منځنۍ توګه سل بيليونه حجرې موجودې دي. نیورون له نورو ژونديو حجراتو سره شباهت لري؛ خو توپير يې په دې کې دی چې له يو بل سره اړيکې جوړوي. دا ارتباطي نقطې د ساينپس synapse په نامه يادېږي. دا هغه اړيکې دي چې د اليکتروکيمياوي پروسې په پایله کې رامنځته کېږي او له نیورونونو سره د معلوماتو په تبادله کې مرسته کوي. سره له دې چې ټول نيورونونه يو ډول نه دي. څرنګه چې نیورونونه خورا فعال دي او خورا چټک ارتباط ټينګوي، له دې کبله مختلف شکلونه او جسامتونه لري.

نیورون لاندې برخې لري:

  1. حجروي جسم Cell Body

حجروي جسم سایتوپلازي کتله ده، د نیورون دا برخه سایتوپلازم، هسته او حجروي غړي لکه مایتوکاندریا او ګلجي باډي لري.

  1. دندرایت Dendrites

دندرایت له یوناني کلمې دندرون څخه اخيستل شوې دی، چې د ونې په معنا ده. دا کوچني پروتوپلازمیک تارونه دي، د اخېستونکو په توګه کار کوي او حجروي جسم ته پيغام رسوي.

your ads

  1. اکسون Axon
  2. اوږدې پلازمیکي رشتې دي، چې د دندرایت مخالف خوا د حجروي جسم څخه راوتلې وي. اکسون نسبت دندرایتونو ته غټ وي، له حجروي جسم څخه پیغام اخلي او نورو حجرو ته یې لېږدوي.

د نیورون ډولونه

د دندې له مخې نیورونونه په درې ډوله دي:

  1. حسي نیورون Sensory Neuron

دا نیورونونه له حسي غړو څخه پيغامونه اخلي او مرکزي عصبي سیستم ته یې استوي.

  1. حرکي نیورونونه Motor Neuron

دا نیورونونه پيغام له مرکزي عصبي سیستم څخه د عملي کولو غړوEffectors  پورې رسوي.

  1. منځني نیورونونه Associative Neuron

دا نیورونونه مغز او حرام مغز کې شتون لري. دنده یې له حسي او حرکې نیورونونو سره اړیکې ټینګول دي. دا ډول نیورونونه د یو نښلوونکي پل په څېر کار کوي.

عصبي تنبه

که د یو چا لاس ناڅاپه په تودې بخارۍ ولګېږي؛ نو څه ډول غبرګون ښکاره کوي او ولې؟

ویلای شو چې د لاس پوستکی اخذې لري. د بخارۍ د تودوخې په واسطه تنبیه کېږي. تنبه د حسي نیورونونو په واسطه دماغ ته ځي. په هغه ځای کې له درک کېدو وروسته د نښلوونکو نیورونونو په واسطه انګېزه د حسي نیورونونو څخه حرکي نیورونونو ته لېږدول کېږي. د حرکې نیورونونو پای د لاس له غړو سره نښتی وي. انګېزه د لاس غړو ته رسوي، غړي ځان ټولوي او له تودوخې څخه لرې کېږي. نو ویلی شو چې د لاس د سوځېدو څخه تر دماغ او له دماغ څخه  لاس تر غړو پورې درې ډولو (حسي، منځني او حرکي) نیورونونه برخه اخلي.

ساینپس او د عصبي انګېزې لېږدونه

کله چې یوه انګېزه یا پیغام د دندرایت د اخذو په واسطه واخيستل شي، لومړی حجروي جسم او بیا اکسون ته لېږدول کېږي. سیاله په ټول نیورون کې د برقي پيغام په بڼه حرکت کوي. په هغه ځای کې چې د یو نیورون اکسون د بل نیورون دندرایت سره یوځای کېږي، یوه کوچنۍ خالیګاه وجود لري چې د Synaptic cleft په نامه یادېږي. په هغې کې انتقالوونکي نیورونونه د Neuro transmitter په نامه یو ډول کیمیاوي توکي څڅوي، نومول شوي توکي د اخيستونکو نیورونونو د دندرایتونو په واسطه اخيستل کېږي او برقي پيغام منځته راوړي. د دوه نیورونو (انتقالوونکي نیورون او د پيغام اخيستونکي نیورون) د نښلېدو ځای د پيغام د انتقال په وخت کې د ساینپس په نامه یادېږي. د یادونې وړ ده چې ساینپس مورفولوژیکي ارتباط نه دی بلکې فزیولوژیکي پیوند دی، یعنې د عصبي انګېزې په وخت کې یې اړیکې ټینګې کړې وي او بیا له منځه ځي.

هورمونونه او د فعالیتونو همغږي

هورمون یوناني کلمه ده چې د تحریک په معنا ده یا هورمون پيغام رسوونکي یو ډول کیمیاوي ماده ده، چې د تنظیموونکي مرکز یعنی د داخل څڅوونکې غدې په واسطه څڅول کېږي د بدن د فعالیتونو لپاره د وینې په واسطه د هدف حجرو ته رسول کېږي. هورمون لاندې څلور اصلي دندې لري:

  1. د مثل تولید تنظیمول
  2. د تولید، مصرف او انرژۍ زېرمې ترمنځ د همغږۍ منځته راوړل
  3. د بدن ټینګ او استوار ساتل
  4. د بدن څخه د بهر محرکونو په مقابل کې د عکس العمل د سرته رسولو لپاره د بدن مجبورول

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب