د مدينې منورې زيارت

د مدينې منورې زيارت:

وروسته له حج څخه بهترين او اعلى ترين اوله سعادت څخه ډك ښكلې عمل زيارت كول دي دمدينې منورې مدينه منوره دجناب محمد صلی الله علیه وسلمدهجرت كور دى او اصحابو كرامو هجرت كوردى كوم وخت چې نبى كريمصلی الله علیه وسلمدمكې مشركينو نه ډير په تنگ شو او داسلام دعوت كول او داسلام نشرول مشكل شو نو الله (نبى كريم صلی الله علیه وسلمته مدينې منورې نه دهجرت امر وكړو او فاصله په مابين دمكې معظمې او دمدينې منورې كې تقريباً (۴۲۴) بابوڅه زيات كيلو متر مسافه ده مدينه منوره هغه  بركتي ښار دى چې خداى(څوځلي قران كريم كې ذكر كړى دى او دائي كور دهجرت گرځولى درسول الله صلی الله علیه وسلم اوځاى دمدفن دخپل حبيب صلی الله علیه وسلمگرځولې ده په يو څو فضائيلو سره اكتفاء كوم ځكه چې فضائيل يي بى شميره دي .

(۱) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :  عَلٰى اَنْقَابِ المَدِيْنَةَ مَلاَئِكَةٌ لاَ يَدْخُلُهَا الطَّاعُوْنَ وَلاَ الدَّجَّالَ :

ترجمه : په ابادى اومخ دمدينې منورې ملائكې وجود لري چې هلته طاعون او دجال نشي داخليدلى : بل ځاى فرمائي :مَنْ اَرَادَ بِاَهْلِهَا سُوْءً (يُريْدُ المدينه) اَذَبَهُ اللهُ كَمَا يَذُوْبُ الِمْلحَ مِن المَاءِ (والحديث)

ترجمه:  چاچې اراده دبدي وكړه اهل دمدينې منورې ته خداى(  به يي په جهنم كې په اور باندې ويلۍ كړي لكه څرنگه  چې مالگه په اوبو كې (ويلى گى) .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب