ګهر باره وینا | د دار او خندا کیسه

یو بیګناه کس د یو حشمت او جلال خاوند پادشاه په وړاندې د یو کس په قتل مجرم و پیژندل شو ،پادشاه خپلو جلادانو ته حکم وکړ چې نور یي د کار څخه پرده اوچته کړئ ، او په عام بازار کې یي په دار ځوړند کړئ ، بیګناه چې د دار او په اصطلاح د پړي خبره واوریده ، نو د ځان سره یي ووییل : توکلت علی الله، چې توکل دي وي په خدای. کله چې جلادانو دی د دار په لور رهی کړ ،نو د ده په خوله کې لکه ګل د نو بهار خندا غوړیدلی وه ،په لاره یي ډیر خندل او په ډیر خوشحالۍ سره د دار په لور رهي وو .ډیر خلک د ده حالت ته په حیرت کې پاتي شول او جلادان هم د ده دي بی تفاوتۍ او شهامت ته ، د مرګ په وړاندی هک حیران ول ،او په معنی نه پوهیدل، یو تن د ملګرو څخه چې ورسره نژدی روان وو ،او د زړه راز یي هم کله کله ورسره درلوده ، ورته یی وویل : په دي وخت کې ستا یار کومه دی؟ او هغه وفادار کومه دی؟ چې تا د دي حالت څخه وژغوري ،د خلاصون ډاډ درسره څه دی؟ دار وګوره انجام وګوره ، دا دومره خندا دي په څه ده؟ ده ورته ووییل : ای له انجام ځیني غافله ، که راته څومره د بقا جامونه ، د فنا ساقي په لاس کې راکړي خو زما دا یو نفس او یو دَم د عمرباقي دی، دا یو نفس غنیمت دی او په هیڅ قیمت بیرته نه راګرځي ،نو ډیر د حیف او افسوس ځای دی ،چې دا یو نفس او دا غنیمت دَم په غم او غصي سره تیر کړم . ښه به دا وي چې ، دا څو لنډي شیبی په خوشحالۍ سره تیرې کړم ،ځکه دا ساعت بیرته نه راګرځي، دا ښې خبرې چې په عالم د معنویاتو کې د انسان روح او روان تازه کوی ، او په تیارو او غافله زړونو رڼا اچوي ،ډیر خلک یي په حیرت کې پریښودل ،او د هوش خاوندانو ته يی ، د خودۍ ټکان وکړ ،دا ګهر باره وینا د پادشاه غوږ ته ورسیده ،د پادشاه په شونډو کې د رحمت او بخشایش مسکا راغله ، او د بیګناه د دي پند آمیزه خبرو څخه یي چې د دي بی ګناه د ضمیر څخه سر چینه اخیسته د ده په بی ګناهۍ اعتراف وکړ .او هغه یی د نوازش او بخشایش سره وبخښه.

سید عبیدالله نادر

د فارسی ادب د تعلیمي او انتباهي اشعارو څخه په پشتو ادب کې ژباړه

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب